د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: په تورخم د پاکستان په برید کې درې ملکي افغانان وژل شوې دي.


افغانستان د پاکستان سره ۲۶۴۰ کیلو متره اوږد سرحد لري چې ددغه سرحد اکثره برخې د پاکستان د پوځ له خوا د اغزن مزي او کټارو پواسطه تړل شوي دي.
افغانستان د پاکستان سره ۲۶۴۰ کیلو متره اوږد سرحد لري چې ددغه سرحد اکثره برخې د پاکستان د پوځ له خوا د اغزن مزي او کټارو پواسطه تړل شوي دي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي چې د ننګرهار ولایت اړوند د تورخم سرحدي سیمه کې د طالبانو او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ ډزې تبادله شوي چې په پایله کې یې په یو کور باندې مرمۍ لګیدلې چې له امله یې یوه ښځه او دوه افغان ماشومان وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د دوشنبې د ورځې ناوخته اګست ۱۲( زمري ۲۲) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د تورخم په غوړکي سیمه کې د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستان د سرحدي ځواکونو له خوا د طالبانو په سرحدي ځواکونو باندې ډزې وشوې، چې دغه ځواکونه هم متقابلو ډزو ته اړشول او په پایله کې د پاکستاني اړخ دوه پوستي له منځه ولاړې.

هغه لیکلي: "د پاکستاني ځواکونو له خوا د ملکي خلکو کورونه هدف ونیول شو، چې یو ښځه او دوه تنه ماشومان شهیدان شول. زموږ امنیتي ځواکونه په هر ډول حالاتو کې له خپلې خاورې څخه د دفاع لپاره چمتو دي او د هر ډول ناروا حرکت ځواب په بالمثل ډول ورکوي."

د ننګرهار په ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو فرهنګ ریاست رسنیو ته په یو استولي خبرپاڼه کې ویلي چې د طالبانو سرحدي ځواکونو ډیورنډ کرښې ته څېرمه غوړکي سیمه کې د یوې پوستې د پراخولو په لپاره سیمه کې د بوکلېن پرمټ کار کاوه، چې پاکستاني لوري د کار مخنیوي په موخه ډزې پرې وکړې.

دغه ریاست ویلي چې د پاکستاني سرحدي ځواکونو د ډزو په مقابل کې د طالبانو ځواکونو هم ډزې وکړې چې په پایله کې د پاکستان دوه پوستې تخريب شوي، خو د مرګ ژوبلې په تړاو تر اوسه څه نه دی ویل شوي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ISPR) ددغې پيښې په تړاو تراوسه تبصره نه ده کړې، خو په تورخم کې پاکستاني سرچینو امریکا غږ ته سره په خبرو کې د دوشنبې په ماسپښین د دواړو خواو ترمنځ د ډزو تبادله تائید کړې ده.

دغو سرچینو ویلي چې نښته هغه مهال پیل شوه چې د طالبانو سرحدي ځواکونو د سرحد په اوږدو کې پاکستاني اړخ ته د مخکینۍ خبرتیا پرته د یو مسیر په جوړولو باندې کار کاوه.

ددغو سرچینو د معلوماتو پر اساس پاکستاني اړخ طالبانو ځواکونو ته خبرداری ورکړ، خو کله چې هغوی دغه خبرداري ته پاملرنه ونکړه او کار یې ونه دروه دغو ځواکونو د کار د بندیدو لپاره ډزې وکړې، چې د طالبانو ځواکونو هم متقابله ډزې وکړې.

دغې سرچینې ویلي چې په ډزو کې تلفات پیښ شوي دي. خو دغې سرچینې ونه ویل چې دا تلفات د پاکستان اړخ ته او که د افغانستان په اړخ کې پیش شوي دي.

د رپوټونو له مخې ددغې نښتې وروسته د تورخم دروازه د هرډول تګ راتګ لپاره تړل شوې وه، خو نن د سه شنبې په سهار دا لار بیرته د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوې ده.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ په افغانستان واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته په تیرو دریو کلنو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحد په اوږدو کې څو ځلې نښتې شوي چې له امله یې د دواړو خواو امنیتي منسوبینو ته د مرګ ژوبلې د رسیدلو سربیره ملکي وګړو ته هم په کې د سر او مال زیان رسیدلی دی.

دا نښتې تر ډیره د سرحد په اوږدو کې سرحدي سرغړونو وروسته پیښې شوې دي.

د طالبانو حکومت د افغانستان د پخواني جمهوري رژیم په څیرد پاکستان سره د سرحد په اوږدو کې د امنیت د مدیریت لپاره یوه ګډه کمیټه هم لري چې اوس مهال د طالبانو له اړخه د کندهار د والي او د طالبانو د دفاع وزارت مرستیال ملا محمد علي حنفي چې په ملا شرین اخوند مشهور دی ددغې کمیټې مشري کوي.

د پاکستان له اړخه ددغه هیواد پوځي چارواکي ددې کمیټې مشري په غاړه لري. خو تراوسه دغه کمیټه د دواړو خواو ترمنځ د سرحدي نښتو پاې ته رسیدلو باندې نه ده بریالې شوې.

افغانستان د پاکستان سره دوه زره او ۶۴۰ کیلو متره اوږد سرحد لري چې ددغه سرحد اکثره برخې د پاکستان د پوځ له خوا د اغزن مزي او کټارو پواسطه تړل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG