منظور پشتين: د پښتون قامي جرګه نن لس بجې پیلیږي

د پي ټي اېم مشر منظور احمد پښتين د اکتوبر پر ۱۱مه ماخستن د جرګې د ځنډ له امله د جرګې د ګډونوالو بخښنه وغوښته او ویې ویل دا جرګه به د شنبې د ورځې په لسو بجوغونډه پیل کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پښتين د "پښتون قامي عدالت" د جرګې په پیلیدو کې د جمعې د ورځې د پیښ شوي ځنډ له امله د دغې جرګې له ګډونوالو بخښنه غوښتې او ويلي دي چې دا جرګه به نن د شنبې په ورځ اکتوبر ۱۲ (تلې ۲۱) د غرمې وړانډې په لسو بجو خپلې غونډې پیل کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پښتين ويلي دي چې د پښتنو په قامي جرګه کې به د ولس د راتلونکې په اړه پرېکړې کېږي.

نوموړې د اکتوبر پر ۱۱ (تله ۲۰) ماخستن مهال د خيبر په رېګي للمه ميدان کې د جرګې لپاره راغونډو شويو لسګونه زره کسانو ته په وينا کې وويل چې پښتانه مشران به په دې جرګه کې د پښتنو په سیمه کې د روانې ناامنۍ، جبري لادرکیو او د پښتنو د وسايلو تر څنګ د يوشمېر نورو چارو په اړه بحث او ګډې پرېکړې کوي.

نوموړي زياته کړه: "د خيبر له خاورې به ستاسو د امن او ښه ژوند زېری راپورته کېږي."

ټاکل شوې وه چې د اکتوبر پر ۱۱به د خيبر د جمرود سيمې په رېګي للمه ميدان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په نوښت د "پښتنو قامي عدالت" په نامه درې ورځنۍ جرګه پيل شوی وی، خو پښتين په خپله وينا کې په بخښنې سره وويل چې د دولت له خوا دوی ته ډېرې زياتې ستونزې جوړې شوې چې امله يې دوی ونه توانېدل چې د جرګې رسمي بهير په بشپړه توګه پر ټاکلي وخت پيل کړي.

نوموړي زياته کړه چې د اکتوبر پر ۱۲ (تله ۲۱) سهار ۱۰ بجې به لومړی پر يو لوی سکرين باندې د جرګې برخه والو ته له پښتنو سره د شوي ظلم او زياتي، د دوی د شتمنيو او وسايلو او د دوی د نورو ستونزو په اړه معلومات ورکول کېږي، او بيا به مشران بحثونه او مشورې کوي.

پښتين وويل چې هڅه به کوي چې جرګه په دوو ورځو کې راغونډه کړي او د شنبې پر ورځ د دوو ورځو کار وکړي.

له څه باندې يوې اونۍ راهيسې پوليسو په رېګي للمه کې د جرګې پر انتظامي کېمپ څو ځلې چاپې ووهلې او د غورځنګ پر غړيو او فعالانو يې د اوښکې بهېوونکي غاز شيندلو تر څنګ ډزې وکړې او د هغوی خېمې يې وروسوځولې او سامانونه يې ورڅخه يووړل. د پي ټي اېم د مشرانو په وينا، د اکتوبر پر نهمه (تله ۱۸) څاښت مهال پوليسو د جرګې پر منتظمينو يو ځل بيا مخامخ ډزې وکړې چې د غورځنګ څلور فعالان او غړي پکې ووژل شول او له ۱۰ زيات ژوبل شول.

د اکتوبر پر ۱۰(تله ۱۹) په رېګي للمه ميدان کې د وژل شويو کسانو د جنازې لمونځونه ادا کړل شول. د جنازې لپاره راټولو شويو زرګونو کسانو ته په وينا کې منظور پښتين د پي ټي اېم پر فعالانو چاپه او بريد په سختو ټکو وغانده او زياته يې کړه چې د جرګې تر اعلان او د جرګې لپاره له سياسي او ولسي مشرانو سره د پي ټې اېم د مشرتابه تر ليدو کتو وروسته دولت وارخطا شوی او پر پي ټي اېم يې په بنديز لګولو سره دا د ناقانونه ډلو په نوملړ کې اچولی دی، خو نوموړي زياته کړه چې د خپلو حقونو لپاره به سوله ييزه مبارزه روانه ساتي. پښتين زياته کړې چې د جرګې او د پښتنو د يووالي لپاره به "سرونه قربان کړي خو ټيټ به يې نه کړي".

پولیسو او د خيبر انتظامي چارواکو لا د پي ټي اېم د جرګې پر انتظامي کېمپ د چاپو او د غورځنګ پر پلويانو د ‌ډزو په اړه څه نه دي ویلي خو د خیبر پښتونخوا اعلی وزيرعلي امين ګنډه پور د اکتوبر پر ۱۰ ماخستن له منظور پښتين سره يو ځای خبريالانو ته د وينا پر مهال د دغې پېښې غندنه وکړه.

د پاکستان د بشري حقونو د کميسيون تر څنګ د ملتپالو پښتنو ګوندونو مشرانو هم په خيبر کې د پي ټي اېم پر پلويانو بريد غندلی او په دې اړه يې "ژوره اندېښنه" څرګنده کړې ده.

پښتين د اکتوبر پر ۱۱مه ماخستن د جرګې لپاره راغلو کسانو ته په وينا کې زياته کړه چې دا جرګه يوازې د پي ټي اېم نه ده بلکې دا د ټولو پښتنو شريکه جرګه ده. نوموړي زياته کړه چې دې جرګې ته د پښتنو د ټولو ګوندونو مشران او استازي راغلي دي.

هغه وویل: "دلته که زموږ علما دي، که زموږ مشران دي، که قبايلي ملکان دي، که د ټولنيزو تنظيمونو مشران دي، دا ستاسو د وطن خلک دي. د پېغورونو نه، بلکې د ننګ ميدان ته درته راغلي دي. ځوانانو! ښه ډاډګيرنه يې وکړئ. په دواړو لاسونو سلام ورته وکړئ چې دوی پر دې خاوره ستاسو د ژوند لپاره راټول شوي دي."

دا تر هغې وروسته ده چې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډه پور د اکتوبر پر ۱۰ شپې ناوخته په پېښور کې د غورځنګ له مشر منظور پښتین سره ولیدل او و یې ویل چې جرګه به "بریالۍ" وي.

تر دې مخکې د پاکستان حکومت د اکتوبر پر شپږمه د يو حکم په خپرولو پر پښتون ژغورنې غورځنګ بنديز ولګاوه او د ترهګرۍ مخنيوي د قانون له مخې يې "ناقانونه سازمان" وګرځاوه.

پي ټي اېم حکومتي اقدام "ظالمانه" وباله او د بشري حقونو کورنیو او نړیوالو سازمانونو، د پاکستان سیاستوالانو او فعالانو بندیز وغنده او ورباندې یې خواشیني وښوده.

ګنډه پور تر ملاقات وروسته له پښتین سره یوځای خبریالانو ته وویل چې د اعلی وزیر په حیث به د جرګې د پرېکړه لیکونو د عملي کولو هڅه کوي.

یو خبریال چې له ګنډه پوره وپوښتل چې د پاکستان مرکزي حکومت خو پر پي ټي اېم بندیز لګولی دی نو اوس څنګه جرګه کولای شي، نو نوموړي په ځواب کې وویل چې "کله جرګه کېږي نو بندیز معنا نه لري."

خو د ايالتي حکومت پر اجازې سربېره د پي ټي اېم مشران او غړي وايي چې لا هم ګڼ خلک د جرګې ځای ته نه دي ورغلي ځکه چې په تېرو ورځو کې پولیسو په بېلا بېلو ځایونو کې چاپې ووهلې، د دوی سلګونه فعالان او مشران یې ونیول او لارې یې ورته بندې کړې دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ په ۲۰۱۸ کال کې تاسیس شوی دی او له هغه وخت راهیسې یې د ناامنیو، د پوځ د تګلارو، د بشري حقونو سرغړونو، جبري لادرکیو، بې له محاکمې وژنو، د پښتنو په سیمو کې پر طبیعي زېرمو د ولس د واک او نورو یوشمېر موضوعاتو په اړه پراخ تظاهرات، پرلتونه او احتجاجي غونډې کړې دي.