د لاس رسي وړ اتصالات

د خيبر قبايلي سيمې چارواکو پر هر ډول غونډو بنديز اعلان کړی دی


د خيبر پښتونخوا د خيبر قبايلي سيمې انتظامي د دفتر له خوا په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي، که هر چا د دې امر سرغړونه وکړه نو پر وړاندې به يې اقدام کوي.
د خيبر پښتونخوا د خيبر قبايلي سيمې انتظامي د دفتر له خوا په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي، که هر چا د دې امر سرغړونه وکړه نو پر وړاندې به يې اقدام کوي.

د خيبر پښتونخوا د خيبر قبايلي سيمې انتظامي مشر (ډپټي کميشنر) ثناالله خان په دغه ولسوالۍ کې له نن (د اکتوبر ۹) څخه د نومبر تر اوومې، د ۲۹ ورځو لپاره د پاکستان د جنايي قانون د ۱۴۴ مادې عملي کیدل اعلان کړي چې له مخې یې د پنځو یا تر پنځو څخه د زیاتو کسانو پرغونډېدو، جلسو او لاریونونو، د وسلې پر ګرځولو او د موټرسایکل پر غبرګې سپرلۍ بنديز لګیدی دی.

د خيبر پښتونخوا د خيبر قبايلي سيمې انتظامي د دفتر له خوا په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي، که هر چا د دې د امر سرغړونه وکړه نو پر وړاندې به يې اقدام وکړي.

دا وروسته له هغه ده چې د روان ۲۰۲۴ کال د اکتوبر پر ۱۱ (تله ۲۰) په خيبر قبايلي سيمه کې "د پښتنو قامي عدالت" په نامه د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) درې ورځنۍ لويې جرګې ته يوازې دوه ورځې پاتې دي. دا مهال د خيبر د جمرود سيمې په رېګي للمه ميدان کې د هغې جرګې لپاره چمتوالی روان دی او د غورځنګ مشرانو ويلي چې په هر حال کې به دا جرګه کوي.

تر دې څو ورځې وړاندې، د پاکستان د کورنيو چارو وزارت په یو حکم کې ویلي وو چې پي ټي اېم په خپلو فعالیتونو سره د هېواد "سولې او امنیت ته زیان رسوي" چې له امله يې حکومت "د ۱۹۹۷ کال د ترهګرۍ مخنیوي قانون" د واک په کارولو بنديز ورباندې لګوي.

بل خوا د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزير عطاالله تارړ د اکتوبر پر اتمه (تله ۱۷) په اسلام اباد کې د يوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وويل چې د يو سازمان يا ډلې خلاف له شواهدو او ثبوتونو تر لاسه کولو وروسته حکومت پر هغه بنديز لګوي.

نوموړي د څه ډول ثبوت وړاندې کولو پرته تور پورې کړ چې پي ټي اېم له "ترهګرو ډلو" سره تماسونه لري. "د پي ټي اېم روابط نه يوازې له تحريک طالبان افغانستان سره دي بلکې له تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره هم هغوی بشپړه روابط لري."

نوموړي ادعا وکړه چې پي ټي اېم "دولت ضد بيانيه" پر مخ وړي او په بهرنيو هېوادونو کې د پاکستان پر سفارتونو او کونسلګريو په بريدونو کې لاس لري.

تارړ زياته کړه چې پي ټي اېم ته له بهرنيو هېوادونو څخه د مالي مرستو لېږلو په اړه يې پلټنې روانې دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ د تارړ دعوې او تورونه بې اساسه او له حقيقته ليرې بللي او زياته کړې يې ده چې پښتانه پخپله د ترهګرۍ تر ټولو لوی هدف ګرځېدلي دي. پي ټي اېم د جرګې پر رسمي اېکس پاڼه په خپور کړي بيان کې ادعا کړې چې "ای اېس ای، اېم ای، د پاکستان پوځ او ټي ټي پي د يوې سکې بېلا بېل مخونه دي چې پښتانه ځوروي".

پي ټي اېم تر دې وړاندې هم په خپلو غونډو او بيانیو کې د وسله والو طالبانو په ګډون د هرډول ترهګرۍ او جنګ خلاف غږ پورته کړی او ويلي يې دي چې د پاکستان د ائين او قانون په چوکاټ کې دننه د پښتنو د حقونو لپاره "سوله ييزه مبارزه" کوي.

په عين حال کې د بشري حقونو سازمانونو د پاکستان له حکومته غوښتي چې له خپلې پرېکړې په شا شي. د بخښنې نړیوال سازمان د پاکستان پر حکومت غږ کړی دی چې پر پي ټي اېم دې لګول شوی بنديز "سمدستي" ليرې کړي.

سازمان د اکتوبر پر اتمه (تله ۱۷) پر ټولنيزه شبکه اېکس په خپاره کړي بيان کې ويلي دي چې پر پي ټي اېم د پاکستان د حکومت بندیز او د لږکيو ډلو د فعالانو او سوله يیزو مظاهرچیانو په نښه کولو لپاره د ترهګرۍ ضد قوانینو کارول په دغه هېواد کې "د سوله يیزو غونډو او د سازمانونو د ازادۍ پر حقونو تېری دی".

په بیان کې د جنوبي اسیا لپاره د سازمان مرستیال مشر بابو رام پنت ویلي دي چې دا بندیز د پي ټي اېم د سوله يیزو احتجاجونو د ځپلو يوه هڅه ده او حکومت غواړي چې په دې توګه د اکتوبر ۱۱مې د غونډې مخه ونیسي: "کلونه کېږي چې پاکستاني چارواکي د وروسته پاتې سیمو دا ډول خوځښتونه د لاقانونه زور، جبري لا درکيو او د هغوی د مظاهرو يا لاريونونو پر رسنيز پوښښ د بندیزونو له لارې ځپلي دي."

بيان زياتوي: "د بخښنې نړیوال سازمان له پاکستاني چارواکو غواړي چې د سوله ییزې غونډې د ازادۍ حق ته درناوی وکړي او د پښتنو قامي جرګې ته د خنډونو له جوړلو ډډه وکړي. د پي ټي اېم ټول فعالان او ملاتړي، چې په خپلسري توګه نیول شوي، باید سمدستي خوشې کړل شي."

بل خوا د پاکستان د بشري حقونو کميسيون هم پر پي ټي اېم د بنديز پرېکړه غندلې ده. کميسيون د اکتوبر پر شپږمه ناوخته (تله ۱۵) پر خپله رسمي اېکس پاڼه په خپور کړي بيان کې ويلي چې "دا سخته پرېکړه نه شفافه ده او نه هم د منلو وړ ده."

کميسيون زياته کړې: "پي ټي اېم د حقونو پر بنسټ جوړغورځنګ دی چې هیڅکله یې تاوتریخوالی نه دی کړی او تل یې [د پاکستان] د اساسي قانون په چوکاټ کې دننه د خپل مرام پرمخ وړل تعقیب کړي دي."

کميسيون ويلي چې دا حکم دې بيرته واخيستل شي او پي ټي اېم ته دې د خپلې سوله ييزې مبارزې د دوام اجازه ورکړل شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين پر غورځنګ د پاکستان د مرکزي حکومت د بنديز په غبرګون کې ويلي چې "تش په نامه وفاقي حکومت [مرکزي حکومت] د پښتون دښمنۍ او افراطیت تر ټولو حدونو تېری کړی دی."

نوموړي د اکتوبر پر شپږمه (تله ۱۵) پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه په اعلاميه کې زياته کړې ده چې حکومت پر پي ټي اېم په بنديز لګولو سره "انتهايي ظالمانه عمل" تر سره کړی دی.

په پاکستان کې چې حکومت د یو سازمان نوم "تر بنديز لاندې ډلو" په نوملړ کې شامل کړي نو بیا یې شتمني کنګل کېږي، دفترونه یې تړل کېږي او پر مشرانو او غړو یې د ولسي غونډو جوړولو، د ویناګانو کولو او د لیکنو پر خپرولو بندیز لګېږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران وايي چې پولیسو د اکتوبر له لومړۍ څخه تر درېیمې نېټې پورې څلور ځلې د خیبر ولسوالۍ په رېګي للمه ميدان کې د جرګې پر انتظامي کېمپ چاپې وهلې دي. هغوی وايي چې پوليسو د دوی خېمې سوځولي، د پي ټي اېم پر فعالانو يې اوښکې بهېوونکی غاز کارولی او مخامخ ډزې يې ورباندې کړې دي.

د پي ټي اېم مشر منظور پښتين د اکتوبر پر پنځمه (تله ۱۴) پر ټولنيزې شبکې اېکس لیکلي دي چې پولیسو د هغې جرګې د مخنیوي لپاره په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ايالتونو کې چاپو وهلو ته دوام ورکړی دی او تر اوسه یې د پي ټي اېم له ۲۰۰ زیات غړي نیولي دي.

په پېښور کې د سياسي چارو شنونکی حق نواز خان وايي چې په خيبر پښتونخوا ايالت، په ځانګړې توګه په قبايلي سيمو کې مېشت پښتانه يو خوا ترهګرۍ ځپلي او بلخوا د پوځي عملياتو له امله هم اغېزمن شوي دي، خو د هغه په وينا، د وفاقي حکومت له خوا پر پي ټي اېم د بنديز لګولو اقدام به دوی له دولت څخه نور هم ناهيلي کړي.

نوموړی زياتوي: "پر ځای د دې چې د دوی [پي ټي اېم] خبرې اورېدل شوي وای او دوی ته پاملرنه شوې وای، د دوی خلاف بنديزونه به پر سياسي کچه باندې په پښتنو کې کرکه نوره هم زياته کړي."

پښتون ژغورنې غورځنګ په ۲۰۱۸ کال کې تاسیس شوی دی او له هغه وخت راهیسې یې د ناامنیو، د پوځ د تګلارو، د بشري حقونو سرغړونو، جبري لادرکیو، بې له محاکمې وژنو، د پښتنو په سیمو کې پر طبیعي زېرمو د ولس د واک او نورو یوشمېر موضوعاتو په اړه پراخ لاریونونه، پرلتونه او احتجاجي غونډې کړې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG