د لاس رسي وړ اتصالات

د بلوچستان په ژوب کې سياسي ګوندونو او قبايلي مشرانو د ناامنۍ خلاف جرګه کړې


د پاکستان امنيتي چارواکو لا تر اوسه د جرګې د مشرانو د تورونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې يې دا ډول ادعاوې رد کړي او ويلي يې دي چې د وسله والو خلاف بې توپيره عمليات کوي.
د پاکستان امنيتي چارواکو لا تر اوسه د جرګې د مشرانو د تورونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې يې دا ډول ادعاوې رد کړي او ويلي يې دي چې د وسله والو خلاف بې توپيره عمليات کوي.

د پاکستان د بلوچستان ایالت په پښتون مېشتې ولسوالۍ ژوب کې د ژوب او شيراني سيمو سياسي ګوندونو او قبايلي مشرانو د اکتوبر پر شپږمه (تله ۱۵) د ناامنۍ او ترهګرۍ خلاف جرګه وکړه چې زرګونو کسانو ګډون پکې کړی وو.

جرګې ته په وينا کې ولسي مشر قايم خان شيراني وويل چې د امنيت ټينګولو لپاره مشرانو ته په کار ده چې په لومړي قدم کې په خپلو قبيلو کې هغه کسان معلوم کړي چې له پوځ او يا له طالب سره اړيکې لري. "داسې کسان بايد له دې کارونو راوګرځول شي او که نه راګرځي نو بيا دې له هغې سيمې و ايستل شي."

نوموړي د پاکستان پر امنيتي ادارو تور پورې کړ چې د وسله والو ملاتړ کوي. د هغه په وينا د امنيتي ادارو له ملاتړ پرته وسله وال د بريدونو او ناامنيو جوړولو توان نه لري.

د پاکستان امنيتي چارواکو لا تر اوسه د جرګې د مشرانو د تورونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې يې دا ډول ادعاوې رد کړي او ويلي يې دي چې د وسله والو خلاف بې توپيره عمليات کوي.

دا جرګه تر هغه وروسته جوړه شوې چې په دا وروستيو کې په ژوب او شيراني ولسواليو کې د ناامنۍ پېښې زياتې شوې دي. تېره اونۍ په شيراني کې نامعلومه وسله والو يو تنکی ځوان حلال کړی وو. تر هغه وړاندې، د سپټمبر پر ۲۱ (وږي ۳۱) ناڅرګنده وسله‌ والو د ژوب په شیراني ماڼۍ سیمه کې د پوليسو د ترهګرۍ ضد ځواک سرتېرو پر موټر ډزې وکړې او درې عسکر يې پکې ووژل.

دا بريدونه تر هغه وروسته شوي چې له تېرو څو اونیو راهیسې پر ټولنیزو شبکو په ژوب او د شیراني ولسواليو په غرنیو سیمو کې د وسله‌ والو طالبانو د فعالیتونو ویډیوګانې خپرېږي او د سیمې اوسېدونکي هم د طالب وسله ‌والو د لیدلو ادعاوې کوي.

په ژوب کې د اکتوبر شپږمې تر جرګې وړاندې، د سياسي ګوندونو اتحاد او سوداګرو د سپټمبر پر ۲۳ (تله ۲) د ناامنۍ پر ضد کاربنديز او احتجاجي مظاهره هم کړې وه چې له امله یې په هغه ورځ دوکانونه او کاروباري مرکزونه تړل شوي وو.

د ژوب جرګې ته په وينا کې عبدالخالق ناصر وويل چې د سياسي او قبايلي مشرانو جرګې په سيمه کې د ترهګرۍ او ناامنۍ مخنيوی کولای شي. "په دې وخت کې موږ د دې جرګې له لارې ترهګري ختمولای شو. که تر دې تېره شوه، بيا يې په ټوپک هم مخ نه شو راګرځولای؟"

جرګې ته د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند مرستيال مشر رضا محمد رضا وويل چې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې په پښتني سيمو کې په ناامنيو کې لاس لري او هلته پښتانه له بنيادي حقونو محرومه دي.

نوموړي زياته کړه: "له افغانستان سره په لکونو او کروړونو پښتنو تجارت کاوه، نن يې له چمن څخه تر باجوړه ټولې لارې بندې کړې دي. هغوی د ماښام ډوډۍ نه لري. د سر او مال ساتنه يې نشته. پښتون څوک په حساب کې نه راولي... ټول مرګونه په پښتون وطن کې کېږي."

نوموړي وويل، که امنيتي ادارو په هغو سيمو کې امن پر ځای نه کړ او د وسله والو مخه يې ونه نيوله نو بيا به سړکونو ته راوځي او پاڅونونه به کوي.

په ژوب کې دا جرګه په داسې حال کې شوې چې د بلوچستان په ګاونډ کې د خيبر پښتونخوا ايالت په يوشمېر سيمو کې هم له تېرو څو کلونو راهيسې ولسي وګړي، سياسي او قبايلي مشران او د حقونو فعالان وخت په وخت د امن لپاره احتجاجونه او جرګې کوي او د پاکستان له حکومت او پوځ څخه د امنيت ټينګولو غوښتنه کوي.

په خيبر پښتونخوا کې د " امن پاڅون" په نوم احتجاجونه په دا وروستيو کې په پراخه او منظمه کچه روان دي چې پر حکومتي تګلارو تندې نيوکې پکې کېږي او د امنيتي ادارو پر رول پوښتنې راپورته کېږي چې ولې د امنيت په ټينګولو او د ولس د سر او مال په ساتلو کې پاتې راغلې دي.

د پاکستان حکومت د روان ۲۰۲۴ کال د جون پر ۲۲ د ترهګرۍ پرضد د "عزم استحکام" په نامه نوي پوځي عملیات اعلان کړي دي. پوځ او حکومت ادعا کوي چې د ناامنۍ د ختمولو لپاره دا عملیات ضروري دي خو د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې د نويو پوځي عملیاتو پرضد پراخ احتجاجونه شوي دي او خلک وایي چې تر دې وړاندې هم هلته پوځي عملیات شوي دي خو نه یوازې خلکو ته پکې زیانونه رسېدلي بلکې امنیت هم نه دی ورسره ټینګ شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG