د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان حکومت تر بنديز وروسته به د پي ټي اېم راتلونکی څه وي؟


د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د اکتوبر پر شپږمه (تله ۱۵) په یو حکم کې ویلي دي چې پي ټي اېم په خپلو فعالیتونو سره د هېواد سولې او امنیت ته زیان رسوي.
د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د اکتوبر پر شپږمه (تله ۱۵) په یو حکم کې ویلي دي چې پي ټي اېم په خپلو فعالیتونو سره د هېواد سولې او امنیت ته زیان رسوي.

د پاکستان د مرکزي حکومت له خوا پر پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د بنديز د لګولو وروسته ځينې شنونکي په دې نظر دي چې دا ګام ښايي په هغه هېواد کې د پښتنو "محرومي" او د دولت خلاف "کرکه" نوره هم زياته کړي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د اکتوبر پر شپږمه (تله ۱۵) په یو حکم کې ویلي دي چې پي ټي اېم په خپلو فعالیتونو سره د هېواد "سولې او امنیت ته زیان رسوي."

په دغه حکم کې زياته شوې چې له همدې امله حکومت "د ۱۹۹۷ کال د ترهګرۍ مخنیوي قانون" د واک په کارولو پر پښتون ژغورنې غورځنګ بندیز لګوي.

د پاکستان ګڼو رسنيو د کورنيو چارو وزارت دغه حکم خپورکړی چې د دغه هېواد بېلابېلو مرکزي او ايالتي ادارو ته د عملي کولو لپاره لېږل شوی دی.

په پېښور کې د سياسي چارو شنونکی حق نواز خان وايي چې په خيبر پښتونخوا ايالت، په ځانګړې توګه په قبايلي سيمو کې مېشت پښتانه يو خوا ترهګرۍ ځپلي او بلخوا د پوځي عملياتو له امله هم اغېزمن شوي دي، خو د هغه په وينا، د مرکزي حکومت دا ګام به دوی له دولت څخه نور هم ناهيلي کړي.

نوموړی زياتوي: "پر ځای د دې چې د دوی "پي ټي اېم " خبرې اورېدل شوي وای او دوی ته پاملرنه شوې وای، د دوی خلاف بنديزونه به پر سياسي کچه باندې په پښتنو کې کرکه نوره هم زياته کړي."

په پاکستان کې چې حکومت د یو سازمان نوم "تر بنديز لاندې ډلو" په نوملړ کې شامل کړي نو بیا یې شتمني کنګل کېږي، دفترونه یې تړل کېږي او پر مشرانو او غړو یې د ولسي غونډو جوړولو، د ویناګانو کولو او د لیکنو پر خپرولو بندیز لګېږي.

د پاکستان حکومت تر دې وړاندې هم پر ځينو سياسي او مذهبي ګوندونو او ډلو بنديزونه لګولي چې له ځينو يې بېرته پورته کړي او ځينو بيا تر نويو او بېلو نومونو لاندې بېرته خپل فعاليتونه پيل کړي دي.

دا چې په اوسنيو حالاتو کې به د پښتون ژغورنې غورځنګ راتلونکی څه وي؟ په پېښور کې د سياسي چارو شنونکي شميم شاهد امريکا غږ اشنا ته وويل چې حکومت کله پر ملتپاله، سياسي يا د عدم تشدد پلوو ګوندونو بنديزونه ولګوي نو پر هغو بنديزونو عمل ډېر باوري کوي، خو د نوموړي په وينا، پر هغو مذهبي تنظيمونو بيا بنديزونه تش په نامه وي چې له استخباراتو يا پوځ سره اړيکې لري.

نوموړی زياتوي: "زما په اند د پاکستان دولت به پر پي ټې اېم لګېدلی بنديز عملي کوي، ځکه چې حکومت د دولتي ادارو خلاف چيغې او نعرې نه شي زغملی."

د پاکستان وفاقي حکومت په داسې حال کې پر پښتون ژغورنې غورځنګ د بنديز لګولو حکم خپور کړی چې د روان ۲۰۲۴ کال د اکتوبر پر ۱۱ (تله ۲۰)په خيبر قبايلي سيمه کې "د پښتنو قامي عدالت" په نامه د پي ټي اېم درې ورځنۍ لويې جرګې ته يوازې څو ورځې پاتې دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران وايي چې پولیسو د اکتوبر له لومړۍ څخه تر درېیمې نېټې پورې څلور ځلې د خیبر ضلعې په رېګي للمه کې د جرګې پر انتظامي کېمپ چاپې وهلې دي. هغوی وايي چې پوليسو د دوی خېمې سوځولي، د پي ټي اېم پر فعالانو يې اوښکې بهېوونکی غاز کارولی او مخامخ ډزې يې ورباندې کړې دي.

په پېښور کې د بشري حقونو مدافع وکيل شبير حسين ګيګياني امريکا غږ ته وويل چې د مرکزي حکومت په حکم کې چې د پي ټي اېم خلاف د ترهګرۍ د کومو مادو ذکر شوی دی، هغه له پي ټي اېم سره هيڅ تړاو نه لري، ځکه پر پي ټي اېم د ترهګرۍ يا د ترهګرو د ملاتړ هيڅ ثبوتونه نه شته.

نوموړی زياتوي چې دا "يوه غلطه اعلاميه" ده چې پي ټي اېم يې پر ضد د پېښور په عالي محکمه کې عريضه کولای شي. "د دې حکومتي پرېکړې پر بنياد باندې قانوني او بنيادي حقونه پايمال شوي دي، نو مرکزي حکومت ته دغې پرېکړې ته د بيا کتنې تر خواست وړاندې لاره دا ده چې پي ټي اېم په پېښور های کورټ (عالي محکمه) کې د دغه بنديز خلاف يو درخواست وړاندې کړي. بلخوا دوی د اکتوبر ۱۱ جرګې لپاره هم له دغې محکمې د اجازې غوښتنه کولای شي، او محکمه کولای شي چې د مرکزي حکومت حکم معطله کړي."

تر دې وړاندې د پوليسو لخوا د پي ټې اېم پر انتظامي کېمپ تر چاپو وروسته د اکتوبر پر څلورمه (تله ۱۳) د پېښور عالي محکمې د پاکستان له مرکزي حکومت او د خيبر پښتونخوا له ايالتي چارواکو د خيبر په جمرود سيمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر پلويانو د ډزو او اوښکې بهېوونکي غاز کارولو او د هغوی د ځورلو په اړه د ليکلي ځواب غوښتنه کړې وه او پي ټي اېم ته يې د جرګې اجازه ورکړې وه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين پر غورځنګ د پاکستان د مرکزي حکومت د بنديز په غبرګون کې ويلي چې "تش په نامه مرکزي حکومت د پښتون دښمنۍ او افراطیت تر ټولو حدونو اوښتی دی."

نوموړي د اکتوبر پر شپږمه (تله ۱۵) پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه په اعلاميه کې زياته کړې ده چې ډېر ژر به د پي ټي اېم پر ضد د مرکزي حکومت د دغه "انتهايي ظالمانه عمل" په اړه تفصيلي پيغام په يو ويډيويي بيان کې خپور کړي.

پي ټي اېم تر دې مخکې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د پاکستان د اساسي قانون په چوکاټ کې دننه د پښتنو د حقونو لپاره سوله ییزه مبارزه کوي.

په عين حال کې د پاکستان د بشري حقونو کميسيون پر پي ټي اېم د بنديز پرېکړه غندلې ده. کميسيون د اکتوبر پر شپږمه ناوخته (تله ۱۵) پر خپله رسمي اېکس پاڼه په خپور کړي بيان کې ويلي چې "دا سخته پرېکړه نه شفافه ده او نه هم د منلو وړ ده."

کميسيون زياته کړې: "پي ټي اېم د حقونو پر بنسټ جوړ غورځنګ دی چې هیڅکله یې تاوتریخوالی نه دی کړی او تل یې د اساسي قانون په چوکاټ کې دننه د خپل مرام لپاره مبارزه کړې ده."

کميسيون ويلي چې دا حکم دې بيرته واخيستل شي او پي ټي اېم ته دې د خپل سوله ييز استدلال د دوام اجازه ورکړل شي.

پښتون ژغورنې غورځنګ په ۲۰۱۸ کال کې جوړ شوی دی او له هغه وخت راهیسې یې د ناامنیو، د پوځ د تګلارو، د بشري حقونو سرغړونو، جبري لادرکیو، بې له محاکمې وژنو، د پښتنو په سیمو کې پر طبیعي زېرمو د ولس د واک او نورو یوشمېر موضوعاتو په اړه پراخ تظاهرات، پرلتونه او احتجاجي غونډې کړې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG