د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د پي ټي اېم لسګونه غړي نيول شوي


منظور احمد پښتين ويلي چې ټوله خيبر پښتونخوا کې د غورځنګ د پلويانو پر ضد د ايالتي پوليسو "ظالمانه ځپنه، شکنجه او پر کورونو ظالمانه چاپې" روانې دي.
منظور احمد پښتين ويلي چې ټوله خيبر پښتونخوا کې د غورځنګ د پلويانو پر ضد د ايالتي پوليسو "ظالمانه ځپنه، شکنجه او پر کورونو ظالمانه چاپې" روانې دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور احمد پښتين ويلي چې د خيبر پښتونخوا ايالت په بېلا بېلو برخو کې د غورځنګ د مشرانو او غړيو پر کورونو چاپې وهل شوي او نيول شوي دي.

نوموړي د اکتوبر پر څلورمه (تله ۱۳) پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه ليکلي دي چې ټوله خيبر پښتونخوا کې د غورځنګ د پلويانو پر ضد د ايالتي پوليسو "ظالمانه ځپنه، شکنجه او پر کورونو ظالمانه چاپې" روانې دي.

هغه زياته کړې: "په بنو کې د نيول شويو پښتنو شمېر ۳۴ ته رسېدلی دی. په جنوبي وزيرستان کې له ۲۰ زيات کسان نيول شوي او پر کورونو ډېرې ناوړه چاپې روانې دي."

د پښتين په خبره، پر دې سربېره په کورمه، ډېره اسماعيل خان، ټانک، بنو، پېښور، خيبر، مردان، صوابۍ، کرک، چارسده، بونېر، مومند، باجوړ، دير، شانګله، سوات او يوشمېر نورو سيمو کې د پي ټي اېم لسګونه فعالان نيول شوي دي. هغه زياتوي چې يوشمېر کسان پوليسو تښتولي چې تر اوسه يې درک نه شته.

دا په داسې حال کې ده چې د روان ۲۰۲۴ کال د اکتوبر پر ۱۱ (تله ۲۰) په خيبر قبايلي سيمه کې "د پښتنو قامي عدالت" په نامه د پي ټي اېم درې ورځنۍ لويې جرګې ته يوازې څو ورځې پاتې دي.

د پي ټي اېم لخوا پر ټولنيزې شبکې اېکس باندې د "پښتون قامي جرګې/عدالت" په نامه پر جوړې شوې ځانګړې پاڼې باندې په خپور شوي بيان کې د جرګې وياند عبدالصمد ويلي چې د دولتي چارواکو لخوا د پي ټي اېم د غړيو د نيولو "پرلپسې اقداماتو" موخه دا ده چې په پښتني ټولنه کې "د عدالت او سولې پلوي غږونه خاموشه کړي."

نوموړي په خپور کړي بيان کې د هغو کسانو نومونه هم ليکلي چې پوليسو يې پر کورونو چاپې وهلي او نيولي يې دي.

هغه زياته کړې: "د نيولو او ډارولو دغه څپه د هغو کسانو له حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده چې په سوله ييزه غونډه کې د ګډون او د خپل سياسي نظر د څرګندولو په لټه کې دي. د دولت دا کړنه یوازې د جرګې پر منتظمينو او پي ټي اېم برید نه دی، بلکې پر ډیموکراسۍ او د پښتنو پر حقونو پراخ برید دی."

د خیبر پښتونخوا حکومت او پولیسو لا د پي ټي اېم د پلويانو پر کورونو د چاپې او د هغوی د ګرفتاریو په اړه څه نه دي ویلي، خو د کراچۍ پوليسو ويلي دي چې هغوی د پي ټي اېم ځينې غړي په دې تور نيولي چې هغوی د سپټمبر پر ۲۷ (تله ۶) د هغه ښار په منګوپير سيمه کې د يوې غونډې پر مهال پر پولیسو ډزې وکړې او د هغوی موټر ته یې زیان ورسوه، خو پي ټي اېم دا تورونه رد کړي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښانو او غړيو د نيولو تر څنګ د خيبر پښتونخوا پوليسو په رېګي للمه ميدان کې د جرګې لپاره پر جوړ شوي انتظامي کېمپ څلور ځله چاپې هم وهلې دي. منظور پښتين او د انتظامي کېمپ مشرانو ويلي چې سلګونه پوليسو څو ځلې د دوی کيمپ ته اور ورته کړ او د غورځنګ پر غړو يې اوښکې بهېوونکی غاز وکاروه او مخامخ ډزې يې ورباندې وکړې.

تر دې پېښو وروسته د اکتوبر پر څلورمه (تله ۱۳) د دغې قضيې د اورېدنې پر مهال د پېښور عالي محکمې د پاکستان له مرکزي حکومت او د خيبر پښتونخوا له ايالتي چارواکو د خيبر په جمرود سيمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر پلويانو د ډزو او اوښکې بهېوونکي غاز کارولو او د هغوی د ځورلو په اړه د ليکلي ځواب غوښتنه کړې ده.

د پي ټي اېم د مرکزي کمېټې غړي او د جرګې وياند عبدالصمد د سپټمبر پر ۲۷ (تله ۶) پر ټولنيزې شبکې فېسبوک په یو ویډيويي بيان کې وویل چې څنګه د دې جرګې تاريخ رانېږدې کېږي، د پاکستان حکومت "انتقامي" اقدامات کوي.

عبدالصمد ویلي: "زموږ اکثره ملګري ګرفتار کېږي. دوی جېلونو ته اچول کېږي، دوی څارل کېږي، خو موږ به په هر صورت دا جرګه کوو."

نوموړي ادعا وکړه: "چې د کومو سیاسي ګوندونو مشرانو ته موږ په دې جرګه کې د ګډون بلنه ورکړې وه، په هغو کې اکثره مشرانو موږ ته دا خبره کړې ده چې موږ ته [د پاکستان] د پوځ مشر جنرال عاصم منیر پخپله ټېلیفونونه کړي او دا يې راته ويلي دي چې تاسو په دې جرګه کې په هېڅ صورت ګډون مه کوئ. خو بیا هم موږ ته خپلو سیاسي مشرانو دا باور راکړی دی چې موږ به په هر صورت په دې جرګه کې ګډون کوو."

د پاکستان پوځ او حکومت لا تر دې دمه د پي ټي اېم د دې ادعاوو په غبرګون کې څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې يې د غورځنګ يو شمېر غړي د ترهګرۍ، ولس پارونې، بغاوت او د عامه نظم د ګډوډۍ په قضيو کې نيولي او زنداني کړي دي.

عبدالصمد دا ادعا هم کړې وه چې پاکستان هڅه کوي چې منظور پښتین له منځه يوسي: "موږ له تېرې يوې اونۍ راهيسې داسې شواهد لرو چې د [پاکستان] رياست دا کوښښ کوي چې زموږ مشر منظور پښتین ته ځاني زيان ورسوي او دی له منځه يوسي، یا خدا دې نه کوي، دی په شهادت ورسوي."

د پي ټې اېم د مرکزي کمېټۍ بل غړي زکيم خان وزير د سپټمبر پر ۲۹ (تله ۸) پر ټولنيزه شبکه فېسبوک ليکلي چې په خيبر کې د جرګې د ځای تر پرانستې وروسته پېښور ته په لاره کې ځينو کسانو دوی تعقيبول چې وسله هم ورسره وه. نوموړی زياتوي: "وروسته بيا څو کسانو د پېښور حيات اباد بنګښ مارکېټ سره نېږدې پر ملي مشر [منظور پښتين] د بريد هڅه وکړه، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ ملګرو لخوا دغه کسان له وسلو سره يو ځای ونيول شول."

پښتين د سپټمبر پر ۲۹ (تله ۸) د خيبر د جمرود سيمې په رېګي للمه ميدان کې د هغې جرګې د ځای پرانسته کړې وه. تر دې وړاندې نوموړي ويلي وو چې هغه جرګه به په يو لوی ميدان کې کېږي چې ۳۰ يا ۴۰ زره کسان پکې ځايېږي او هلته به پر لوی سکرين باندې پر پښتنو شوي ظلمونه، ستونزې او د هغوی وسايل ورته وړاندې کوي او له جرګې به يې حللارې او پرېکړې اوري.

په پاکستان کې تر دې وړاندې هم د پښتنو وړې او لويې جرګې شوې دي. دا چې د پښتون ژغورنې غورځنګ جرګه به پښتنو ته د ورپېښو ستونزو په هوارولو کې څومره اغېزناکه ثابته شي؟ منظور پښتين وايي چې دا جرګه به له نورو بېله وي: "دا ځل موږ يو فرق درته ښيو. د جرګې دا معنا نه ده چې اعلاميه جاري کړي. د پښتنو روايت دی چې جرګه فيصله کوي چې [دا ځل به] موږ هم دا کوو".

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG