د لاس رسي وړ اتصالات

منظور پښتين: خېبر کې پښتون قامي جرګه نن پيليږي


د خېبرپښتونخوا د ایالت اعلی وزیر علي امین ګنډاپور او منظور احمد پښتین د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې پښتنو قامي عدالت جرګه به په ټاکلي ځای کې د جمعې په ورځ پیل شي.
د خېبرپښتونخوا د ایالت اعلی وزیر علي امین ګنډاپور او منظور احمد پښتین د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې پښتنو قامي عدالت جرګه به په ټاکلي ځای کې د جمعې په ورځ پیل شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ، پي ټي اېم مشر منظور پښتين د خېبرپښتونخوا د اعلی وزیرعلي امين ګنډاپور سره د کتنې وروسته ویلي چې پښتون قومي جرګه به نن د جمعې په ورځ اکتوبر ۱۱(تلې ۲۰) په خپل ټاکلي وخت او ځای کې په سوله ییز ډول پيل شي.

د خېبرپښتونخوا اعلی وزیرعلي امين ګنډاپور د منظور پښتين سره د پنجشنې په ورځ ناوخته د کتنې وروسته خبریالانو سره په خبرو کې د جمعې په ورځ د ددغې جرګې جوړیدل تائید کړي دي.

د پاکستان حکومت د بي ټي اېم پر فعالیتونو باندې بندیز لګولی دی. د دغه حکومت د کورنیو چارو وزارت پر پي ټي اېم باندې د تحریک طالبان پاکستان "ټي ټي پي" او په افغاانستان کې د طالبانو حکومت سره د اړيکو او بهر هيوادونو څخه د پيسو ترلاسه کولو تورونه لګولي دي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي د اکتوبر پر نهمه (تله ۱۸) په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته وويل چې تر بنديز لاندې ډلو د غړيو بانکي حسابونه تړل کېږي او شناختي کارډ او پاسپورټ يې هم بندېږي. نوموړي زياته کړه، که هر چا له پي ټي اېم سره مرسته وکړه، نو د هغوی شناختي کارډ او پاسپورټ به هم وربندوي.

تر دې وړاندې د پاکستان د اطلاعاتو وزير عطاالله تارړ د اکتوبر پر اتمه (تله ۱۷) په اسلام اباد کې د يوې خبري غونډې پر مهال د څه ډول ثبوت وړاندې کولو پرته تور پورې کړ چې پي ټي اېم له "ترهګرو ډلو" سره تماسونه لري.

نوموړي ادعا وکړه چې پي ټي اېم "دولت ضد بيانيه" پر مخ وړي او په بهرنيو هېوادونو کې د پاکستان پر سفارتونو او کونسلګريو په بريدونو کې لاس لري.

د پي ټي اېم مشر منظور پښتين دغه ټول تورونه په کلکه رد کړي او په دې اړه د ثبوت وړاندې کولو غوښتنه یې کړې ده.

په پاکستان کې چې حکومت د یو سازمان نوم "تر بنديز لاندې ډلو" په نوملړ کې شامل کړي نو بیا یې شتمني کنګل کېږي، دفترونه یې تړل کېږي او پر مشرانو او غړو یې د ولسي غونډو جوړولو، د ویناګانو کولو او د لیکنو پر خپرولو بندیز لګېږي.

د خېبرپښتونخوا ایالت د مرکز پیښور سره نږدې د خېبر په سیمه کې د جرګې لپاره د څو ورځو راهیسې چمتوالی راوان وو، خو په نهم اکتوبر (تلې ۱۸) پولیسو د جرګې په ځای عمليات وکړل، اوښکی بهيونکی ګاز یې استعمال کړاو ډزې یې وکړې.

په دغو ډزو کې د خېبرپښتونخوا د وزير اعلی علي امين ګنډاپور په وينا، د پي ټي اېم څلور فعالان وژل شوي او لس نور ټپیان شوي وو. له دغه برید دمخه هم دوه ځلې د جرګې له ځای څخه د خلکو لرې کولو هڅې شوې وې.

خو ددغو اقداماتو سره سره منظور پښتين ویلي، چې جرګه به په هر صورت کيږي. د پي ټي اېم چارواکو ادعا کړې چې ددغې جرګې ځای ته د خلکو د ورتګ مخه نیول شوې اود هغوی په وينا په مختلفو سيمو کې ددغه غورځنګ له ۳۰۰ څخه زيات غړي نيول شوي دي.

د پاکستان د بشري حقون کميسيون په خيبر کې د پي ټي اېم پر پلويانو پر ډزو کولو "ژوره اندېښنه" څرګنده کړې ده. دغه کميسيون د اکتوبر پر نهمه (تله ۱۸) د اېکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه ويلي: "موږ د هغو مظاهرچیانو پر وړاندې، چې بې وسلې دي، د هر ډول غیر قانوني ځواک کارولو مخالفت کوو. [د پاکستان] دولت لا دمخه پر پي ټي اېم په بنديز لګولو سره غیر مناسب اقدام کړی او هڅه یې کړې چې د "قامي جرګې" مخه ونیسي، سره له دې چې د پېښور های کورټ (عالي محکمې) پرېکړه د پي ټي اېم د پلویانو په سوله ييز ډول د راغونډېدو حق خوندي کوي".

د خېبرپښتونخوا حکومت ویلي چې د پي ټي اېم له خوا د جرګې پر وړاندې دا عملیات د مرکزي حکومت له خوا شوي دي. ددغوعملیاتو وروسته پنجشنبې په ورځ د خېبرپښتونخوا اعلی وزیر د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي اود دغه ایالت د ګورنر ( والي) سره د یوې غوندې وروسته ویلي چې په دې غونډه کې ورته د پي ټي اېم سره د خبرو واک ورکړل شوی دی.

امين ګنډاپور او منظور پښتين خبریالانو ته ويلي، چې جرګه به په خپل ځای او خپل ټاکلي وخت کيږي.

منظور پښتين وويل، د پښتنو جرګه به په پرامنه توګه کيږي، کوم کسان چې وژل شوي د هغو دپاره دعا وشوه او ټول خلک پرې خفه دي. هغه زياته کړه، دلته د دې وطن د حقونو او جرګو په حواله خبرې وشوې.

ګنډاپور وويل، دی به د جرګې کوربه وي او چې جرګې کومې غوښتنې وړاندې کړی هغه به پرې په هر ځای کې خبره کوي.

هغه زياته کړه، د جرګې هيڅ شرطونه نه دي اېښودل شوي، دوی د جرګې کامیابي غواړي. ددې دمخه منظور پښتین ویلي چې د "پښتنو قامي عدالت" په نامه درې ورځنۍ جرګه کې به د پښتنو په سیمه کې د روانې ناامنۍ، جبري لادرکیو او د پښتنو د شتمنیو تر څنګ د يوشمېر نورو چارو په اړه بحث او ګډې پرېکړې کوي. منظور پښتين په خپل دغه ويډيويي پيغام کې ویلي چې د پښتنو پر خاوره "په منظمه توګه کاروباري او ډالري جنګونه وشول چې وينې د پښتنو پکې توی شوې او پيسې نورو پکې وګټلې"

ددې راپور په ترتیبولو کې د ډيوې راډیو د راپور څخه استفاده شوې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG