ایراني چارواکي: هغه کډوال چې د اوسیدو موده یې غځول شوې نه ده، شړل کیږي

د تهران د پولیسو د ځواکونو قومندان یو خبري کنفرانس ته ویلي چې په ایران کې میشت بهرني وګړي باید د اوسیدلو جواز ولري او د نلرلو په صورت کې هغوی مجرم ګڼل کیږي.

په تهران کې امنیتي چارواکي وايي چې په دغه هیواد کې میشت هغه بهرني اوسیدونکي چې د اوسیدلو د مودې نیټه یې پای ته رسیدلې او تمدید شوې نه وي له دغه هیواد څخه به وشړل شي.

د تهران د پولیسو قومندان عباس علي محمدیان د یکشنبې په ورځ اګست ۱۸ ( زمري ۲۸) یو خبري کنفرانس ته وویل چې په ایران کې میشت بهرني وګړي باید د اوسیدلو جواز ولري او د نه لرلو په صورت کې به مجرم ګڼل کیږي.

هغه ټینګار وکړ که ایرانیان دغسې بهرني وګړي په کار وګماري جرم کوي او د کار د ادارې له خوا به له سختې سزا سره مخ شي.

د تهران د پولیسو دغه چارواکي وویل: " مونږ سرحد ته د انتقالولو لپاره د ټولولو او اخراج ظرفیت زیات کړی او ورته به دوام ورکړو. لومړیتوب هغه کسان دي چې هیڅ ډول اسناد ونه لري او ورپسې هغه کسان دي چې د اوسیدلو موده یې نه وي تمدید شوي."

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا په یو راپور کې ویلي چې د دغه هیواد د سیستان او بلوچستان په ولایت کې د جرم د پیښیدو وړاندې د مخنیوي د ادارې سرپرست مدیر د یکشنبې په ورځ ویلي چې څه باندې ۵۶زره بهرني اوسیدونکي د روان لمریز کال په لومړیو څلورو میاشتو کې ددغه ولایت د سرحدي لارو څخه خپلو هیوادونو ته استول شوي دي.

د هغه د وینا له مخې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال له پیل څخه د سیستان او بلوچستان په ولایت کې د پولیسو له خوا د غیرقانوني کډوالو د نیولو بهیر کې ۱۷ فیصده زیاتوالی راغلی دی. د ایران د حکومت د عدلیې د ادارې دغه چارواکي ویلي چې په دې موده کې تر ۳۰ زرو پورې بهرني وګړي نیول شوي دي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د افغان امنیتي ادارو د کارکوونکو په ګډون په سلګونو زره افغانان د طالبانو له خوا د غچ اخیستلو د ویرې د اندیښنو له امله بهرنیو هیوادونو په ځانګړي ډول ایران او پاکستان ته تللي دي.

اکثره دا شمیر افغانان دغو دوو هیوادونو ته په پاسپورت او ویزو سفر کړی، خو اوس د اکثرو دغو افغانانو د ویزو قانوني موده پای ته رسیدلې او په ایران او پاکستان کې د جبري ایستلو د ګواښ سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشینرۍ شمیرنې ښيي چې اوس مهال په ایران کې ۴.۵ میلیونه افغان کډوال د کډوالۍ په قانوني اسنادو، د اوږدې مودې د اوسیدلو پر ویزو او پرته د هرډول قانوني اسنادو ژوند کوي.

د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي چې د ۲۰۲۲ کال راهیسې نږدې اته میلیونه افغانانو مهاجرت کړی، چې ۸۵ فیصده یې ګاونډیو هیوادونو عمدتا ایران او نږدې یو میلیون افغانانو اروپايي هیواد ته تللي دي.

همداشان دغه سازمان ویلي چې له ایران څخه افغانستان ته هم د ستنیدونکو افغان کډوالو شمیر خورا زیات دی او دغه سازمان په تیر ۲۰۲۳ کال کې له ایران څخه خپل هیواد ته د نږدې یو میلیون افغان کډوالو ستنیدل ثبت کړي دي.

ددغه سازمان د راپور له مخې ددغو ستنو شویو افغان کډوالو ۷۰ فیصدو یې په ایران کې د اوسیدلو قانوني اسناد نلرل او تر ۶۰ فیصدو پورې ستانه شوي کډوال د ایران د حکومت له خوا په زور له دغه هیواد څخه ایستل شوي وو.