د ایران د کورنیو چارو وزارت یو چارواکي ویلي چې په تیرو دریو کلنو کې لږ ترلږه درې میلیونه افغانان چې په غیرقانوني ډول دغه هیواد ته تللي وو بیرته خپل هیواد ته ستانه کړي، خو دغه شمیر افغانان په خپل هیواد کې د ستونزو له امله بیرته ایران ته تللي دي.
د ایران نیمې رسمي خبري اژانس ایلنا ددغه هیواد د کورنیو چارو وزارت کې د بهرنیو اوسیدونکو او کډوالو د چارو رئیس نادر یاراحمدي له قوله ویلي چې حکومت یې له دغه هیواد څخه د افغان کډوالو ایستلو ته ژمن دی.
هغه ویلي: "په تیرو دریو کلنو کې شاوخوا درې میلیونه غیر قانوني اوسیدونکي شړل شوي دي، خو پر افغانستان باندې د سختو حاکمو شرایطو له امله هیواد ته [ایران] دغه کسان بیرته ستانه شوي دي، چې د امنیتي ځواکونو د پریکنده اقداماتو په لړ کې به ددغو کسانو د بیرته ایستلو شاهد اوسو".
دغه ایراني چارواکي په دغه هیواد کې له میشتو افغان کډوالو غوښتي چې ایران ته دې په غیر قانوني ډول له تللو څخه ډډه وکړي او پرځای دې د قانوني لارو په ځانګړي ډول د ویزو د ترلاسه کولو له لارې سفر وکړي.
یاراحمدي ویلي چې ددې سربیره په زرګونو افغانان په قانوني اسنادو ایران ته داخلیږي او هغوی د اوږدو کلنو راهیسې د عامه خدمتونو په برخه کې په کاربوخت دي.
هغه ویلي چې اوس همهال یوازې شاوخوا ۷۰۰ افغان ډاکټران په ایران کې حضور لري او په روغتونونو کې په کار بوخت دي: " له نیکه مرغه ډیر دغه کسان تعلیم یافته کسان دي، نږدې ۷۰۰ ډاکټر د تخصص فوق او افغان متخصصان په هیواد کې لرو چې په روغتونونو کې په کاربوخت دي او ښه ده چې خلک هم په دې اړه اطلاع ولري".
د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو وګړو او کډوالو د چارو رئیس د معلوماتو پراساس اوس مهال هره ورځ د ۳۰۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ پورې افغانان په قانوني اسنادو ایران ته داخلیږي.
د هغه د وینا له مخې کال کې له یو میلیون څخه زیات افغان کډوال په غیر قانوني ډول ایران ته تللي وو، چې د پولیسو له خوا نیول شوي او خپل هیواد ته ستانه کړای شوي دي.
ددغه ایراني چارواکي ددغو څرګندونو دمخه د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت ویلي وو چې په تیرو نهه میاشتو کې شاوخوا یو میلیون افغان کډوال له بهرنیو هیوادونو په ځانګړي ډول له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.
ددغه وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلویزیون ته په مرکه کې ویلي چې ددغو ستنو شویو کډوالو شاوخوا ۹۰۰ زره یې له ایران څخه په جبري او یا په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.
هغه ویلي: "شاوخوا یو میلیون افغانانو په تیرو نهو میاشتو کې د حمل د میاشتې څخه د قوس د میاشتې تر پایه افغانستان ته راغلي دي چې په دې کې شاوخوا ۹۳۰۰۰ له پاکستان څخه، ۱۷۰۰۰ له ترکیې څخه او داسې نور له ایران هیواد څخه په اجباري او خپله خوښه راستانه شوي دي."
ددې دمخه ایراني چارواکو ویلي و چې په پام کې لري چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال تر پایه له دغه هیواد څخه تر دوو میلیونو پورې د قانوني راسنادو نلرونکي بهرني وګړي له هیواد څخه وباسي. ایراني رسنیو د راپور له مخې په ایران کې د میشتو بهرنیو وګړو تر ۹۰ فیصدو پورې افغانان دي.
د مهاجرت نړیوال سازمان په راپور کې ویلي: "سږکال د آی او ایم د غبرګون ټیمونو ایران او پاکستان سره په څلورو سرحدي بندرونو کې وطن ته ۱.۲ میلیونو د اوسیدانې قانوني اسنادو نلرونکي افغان کډوالو ستنیدل او هم د کابل په هوايي ډګر کې د ۱۰۰ زره کسانو ستنیدل ثبت کړي دي.
دغه سازمان ویلي چې له ۱.۱ میلیونو څخه زیات د قانوني اسنادو نلرونکي افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي، چې ددغه شمیر ۶۶ فیصده یې له ایران څخه افغانستان ته شړل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوال سازمان (IOM)، د ډسمبر ۱۸ (لیندۍ ۲۸) د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یو راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د ناورینونو، اقتصادي بې ثباتۍ او د لسیزو جګړو د اغیزو سره مخ شوي میلیونه افغانان د یوې سختې پریکړې سره مخ دي، چې د ښه اقتصادي فرصتونو، ثبات او خوندیتوب په لټه کې دننه په هیواد کې له خپلو سیمو څخه بې ځایه شي او که بهر ته کډه وکړي.
افغانستان د نړۍ په هغو څو هیوادونو کې شامل دی چې شاوخوا اته میلیونه وګړي یې په بهرنیو هیوادونو په ځانګړي ډول ګاونډیو هیوادونو کې او شاوخوا شپږ میلیونه نور په کوردننه له خپلو سیمو څخه بهر په نورو سیمو کې اوسیږي.