مهاجرت نړیوال سازمان: له ایران څخه ۶۰ فیصده افغان راستنېدونکې جبري ایستل شوې دي

د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي چې د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ د میاشتې څخه د روان ۲۰۲۴ کال د جولاې د میاشتې پورې له ایران څخه ۱.۷ میلیونه افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي.

د مهاجرت نړیوال سازمان له ایران څخه د افغان کډوالو د ستنیدلو په اړه په یو راپور کې ویلي چې له دغه هیواد څخه تر ۶۰ فیصدو پورې ستنیدونکي کډوال په جبري ډول او یوازې ۴۰ فیصده یې په خپله خوښه افغانستان ته ستانه کیږي.

د ملګرو ملتونو دغه سازمان د دوشنبې په ورځ اکتوبر۱۴( تلې ۲۳) له ایران څخه د افغان کډوالو د ستنیدلو په شمیر کې په زیاتوالي باندې اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ د میاشتې څخه د روان ۲۰۲۴ کال د جولاې د میاشتې پورې له ایران څخه ۱.۷ میلیونه افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي چې اکثره یې له دغه هیواد څخه په جبري ډول ستنیدلو ته اړ شوي دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي چې د ایران څخه افغانستان ته د ستنیدونکو افغان کډوالو شمیر په بې ساري ډول زیات شوی چې او هره ورځ په زرګونو افغانا یا په جبري ډول او یا په خپله خوښه خپل هیواد ته ستانه کیږي.

په دې راپور کې ویل شوي: " د مهاجرت نړیوال سازمان او همکاران یې یو ځل بیا له ټولو هیوادونو څخه په جبري ډول د افغانانو د ستنیدلو د بهیر د بندیدو غوښتنه کوي که په لنډه او یا اوږده موده کې اوسي".

د ملګرو ملتونو د وینا له مخې ترهغې چې په افغانستان کې د سیمې د هیوادونو له خوا د افغان کډوالو د خوندي ستنیدلو د شرایطو څخه ډاډ نه وي ترلاسه شوی باید چې دغه هیوادونه د افغان کډوالو د ستنیدلو او شړلو بهیر بند کړي.

ددې دمخه ای او اېم په یو راپور کې ویلي وو چې یوارې د سپټمبر په میاشت کې له ایران څخه فغانستان ته ۲۳۰ زره افغانان ستانه شوي دي. د کډوالۍ نړیوال سازمان د شمیرو له مخې له ایران څخه افغانستان ته د ستنیدونکو افغانانو ۵۰ فیصده یې په خپله خوښه او ۴۳ فیصده یې د هغوی د رضا پر خلاف له دغه هیواد څخه شړل شوي دي.

له دې وړاندې دغه سازمان په یو راپور کې ویلي و چې د روان ۲۰۲۴ کال د اګست د میاشتې په وروستۍ اونۍ کې څه باندې ۶۸زره افغانان له خپل هیواد څخه ایران ته کډوال شوي دي.

په عین وخت کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي ویلي چې په ایران کې افغان کډوال له زیاتو ستونزو سره مخامخ دي‌. هغه له ایراني چارواکو څخه غوښتي چې پر افغان کډوالو "ترحم او شفقت" وکړي.

ستانکزي د یکشنبې په ورځ‌ اکتوبر ۱۳ (تلې ۲۲) په کابل کې یوې غونډې ته د وینا په وخت وویل چې په ایران کې یو شمېر رسنۍ او افراد د افغان کډوالو په خلاف ناسم معلومات خپروي او خلک لمسوي.

هغه وویل چې دا کار په ایران کې د افغان کډوالو د ځورولو لپاره ترسره کېږي او زیاته یې کړه:‌ "زموږ غوښتنه د ایران له حکومت او رهبرۍ نه دا ده چې هغوی دې ترحم نه کار واخلي،‌ د اسلامي شفقت او ورورګلوۍ نه کار واخلي او د ګاونډیتوب حقوق دې رعایت کړي."

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي‌ مرستیال په وینا په ایران کې افغان کډوال د ایران حکومت د "اوږو بار نه دي" او هلته په مختلفو برخو کې کار کوي او د "همدوی له برکته نن ایران اباد" دی.

عباس ستانکزي وویل چې په ایران کې افغان کډوال زیاتره کارګران دي او د ایران حکومت چې د دوی احسان نه مني نو ورسره ناسم چلند هم ونکړي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې اوسمهال په ایران کې ۴.۵ میلیونه افغان کډوال مېشت دي چې یو شمېر یې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

خو افغانستان لپاره د ایران د جمهور رئیس ځانګړي استازي او په کابل کې ددغه هیواد سفیر حسن کاظمي قمي تیره میاشت د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا سره په مرکه کې په ایران کې د میشتو افغانانو شمیر تر شپږ میلیونو تنو ښودلی وو.

د ایران د پولیسو عمومي قومندان احمد رضا رادان تیره اونۍ ایراني رسنیو سره په خبرو کې له دغه هیواد څخه د بهرنیو وګړو پر ایستلو ټینګار وکړ او ویې ویل چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال تر پایه به تر دوو میلیونو غیرقانوني کډوال خپلو هیوادونو ته ستانه کړي. ایراني رسنیو ویلي چې په دغه هیواد د ټولو میشتو بهرنیو کډوالو ۹۵ فیصده یې افغانان دي.

د ایران د پولیسو عمومي قومندان احمد رضا رادان ویلي چې تراوسه تر ۷۵۰ زرو پورې دغسې کډوال خپلو هیوادونو ته ستانه شوي دي.

هغه ویلي : "له ۵۰۰ زرو څخه زیاتن کسان مونږ نیولي او ایستلي مو دي، ددې هڅو له مخې د ۲۵۰ زرو څخه زیات نور کسان پخپله له سرحد اوړیدلي چې ورسره دا شمیر ۷۵۰ زرو ته رسیږي. مونږ حتمی دا کار کوو او له خلکو مو هم غوښتي ... هغوی ته کار ورکول هم جرم دی، هغوی ته کور په کرایه ورکول جرم دی".

دغه ایراني چارواکي د کوم هیواد د وګړو نوم نه دی اخیستی، خو دمخه ایراني رسنیو ویلي و چې په دغه هیواد کې د بهرنیو وګړو د ټول شمیر ۹۰ فیصده یې افغانان دي.

ددې دمخه د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني ویلي و چې ایران له دې زیات د افغان کډوالو د اوسیدانې ظرفیت نلري. هغه ویلي چې له ایران څخه د اوسیدانې د قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو ایستل ددغه حکومت په لومړیتوبونو کې ځای لري.

مومني د اکتوبر اول (تلې لسم) د ایران د نظامي قوماندانانو رئیسانو یوې غونډې ته وویل چې د غیر مجاز اوسیدونکو مسله یوه ملي مسله ده، چې د هغه په وینا " د خلکو او دولت غوښتنې ته په پاملرنې " لومړیتوب ګڼل کیږي.