د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: ۲۵ افغان کډوال د عراق له زندانونو څخه خوشې شوي دي


د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت ویلي چې راخوشې شویو افغان بندیانو د عراق په زندانونو کې تر شپږو میاشتو بند تیر کړی دی.
د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت ویلي چې راخوشې شویو افغان بندیانو د عراق په زندانونو کې تر شپږو میاشتو بند تیر کړی دی.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې د عراق له زندانونو څخه د ۲۵ افغان ګډوالو د خوشې کیدو خبر ورکړی او ویلي چې دا راخوشې شوې افغانان د ایران له لارې افغانستان ته رسیدلي دي.

دغه وزارت د شنبې په ورځ اکتوبر ۱۲(تلې ۲۱) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا افغانان په عراق کې د اوسیدانې د قانوني اسنادود نلرلو له امله د پولیسو له خوا نیول شوي وو اوددغه هیواد په زندانونو کې د تیرو څو میاشتو راهیسې بندیان وو.

دغه وزارت ویلي چې دغو راخوشې شویو افغان بندیانو د عراق د پایتخت په زندانونو کې لږ ترلږه تر شپږو میاشتو بند تیر کړی، چې د خوشې کیدو وروسته د ایران له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت ویلي: "۲۵ افغان بندیان د عراق هېواد له بندخونو ازاد او د تلې په ۲۰ مه هېواد ته راستانه شول. د نیمروز ولایت د سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، دا کسان د قانوني اسنادو نه لرلو له امله ۶ میاشتې د عراق د هېواد مختلفو ولایتونو بندخونو کې بندیان وو، چې له ازادېدو سره سم په عراق کې د افغانستان سفارت د ایران له لارې هېواد ته راستولي دي".

همداشان دغه وزارت ویلي چې راخوشې شوي بندیان د نیمروز په سرحدي امریت کې له ثبت وروسته د مرستو تر لاسه کولو په موخه د مهاجرت نړیوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.

ددې دمخه د طالبانو د حکومت د زندانونو چارو د سمون ادارې د روان ۲۰۲۴ کال د سپتمبر اول (وږي ۱۱) کابل کې خبریالانو ته ویلي و چې اوس مهال د ایران او پاکستان په ګډون په ۱۲ هیوادو نو کې تر ۸۰۰۰ پورې افغانان بندیان دي، چې ددغو بندیانو د انتقال لپاره له یو شمیر هیوادونو سره اړیکې هم نیول شوي دي. ددغې ادارې رئیس محمد یوسف مستري خبریالانو ته ویلي و چې د بهرنیو هیوادونوپه زندانونو کې ترټولو زیات شمیر افغانان په ایران کې بندیان دی.

د طالبانو د حکومت د زندانونو چارو د سمون د ادارې عمومي رئیس وویل چې نږدې لسو هیوادونو سره یې د بندیانو د انتقال لپاره خبرې کړي، خو تراوسه د ایران پرته لا په دې برخه کې د نورو هیوادونو سره د بندیانو د انتقال موافقه نه ده شوې.

هغه د تیرکال په اوږدو کې د چین، د عمان د سلطنت، کویټ، متحده عربي اماراتو له زندانانو د یو شمیر افغان بندیانو د انتقالیدو یادونه وکړه او ویې ویل چې د چین څخه تیرکال افغانستان ته یو انتقال شوی بندې لا هم د څرخي پله په زندان کې د خپل بند پاتې موده تیروي. همداشان هغه وویل چې د چین څخه یې د یو افغان بندي مړی افغانستان ته هم انتقال کړی دی.

د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې وروسته چې په افغانستان کې طالبانو بیا واک ترلاسه کړی ددغه هیواد څخه بهرنیو په ځانګړي ډول ایران او پاکستان د تلوونکو افغانانو شمیر کې ډیر زیاتوالی راغلی دی.

اکثره افغانان د طالبانو د غچ اخیستلو د اندیښنو په ګډون د اقتصادي ستونزو له امله بهرنیو هیوادونو ته ځي، چې زیات شمیر يې په دغو هیوادونو کې د اوسیدانې قانوني اسناد نلري.

اکثره دغسې افغانان په کوربه هیوادونو کې هم خپل هیواد ته د شړلو د ګواښ په ګډون د ډیرو ستونزو سره مخ دي. د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي چې یوازې د روان ۲۰۲۴ سپټمبرپه تیره میاشت کې له ایران څخه ۲۳۰ زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي چې نږدې نیمايي یې له هیواد څخه شړل شوي افغانان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG