د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د شري پیښې نږدې ۴۰ زرو ته ورسیدلې


د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې د روان ۲۰۲۴ کال له پیل څخه افغانستان کې د شري ناروغۍ مخ په زیاتیدو وه او ددې کال د پیښو شمیر د ۲۰۲۳ کال د پیښو د اوسط څخه زیات دی.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې د روان ۲۰۲۴ کال له پیل څخه افغانستان کې د شري ناروغۍ مخ په زیاتیدو وه او ددې کال د پیښو شمیر د ۲۰۲۳ کال د پیښو د اوسط څخه زیات دی.

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په یو راپور کې ویلي چې د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې څخه د جولاۍ د میاشتې تر ۲۰ ورځې پورې افغانستان کې د شري د ناروغۍ ۳۹ زره او ۸۲۶ شکمنې پیښې او پر دغې ناروغۍ د ۱۷۰ تنو د مړینې پیښې ثبت شوي دي.

ددې راپور له مخې چې د پنجشنبې په ورځ جولاۍ ۲۵( زمري څلورم) خپور شوی د شري په شکمنو پیښو کې ۳۱ زره او ۸۹۷ پیښې د پنځه کلنو څخه د کم عمرماشومانو وې او ۱۸ تنه نور پر دې ناروغۍ اخته ناروغانې ښځې وې.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې د روان کال له پیل څخه د شري ناروغۍ مخ په زیاتیدو وه چې ددې کال د پیښو شمیر د ۲۰۲۳ کال د او دوو نورو دمخه کلنو د اوسط څخه زیات دی.

د ډبلیو ایچ او راپور کې ویل شوي چې د شري مشکوکې پیښې خوست، بلخ، سمنګان او جوزجان ولایتونو کې په ترتیب سره د نورو ولایتونو پرتله ډیرې ثبت شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د شري د ناروغۍ د مدیریت لپاره د کال له پیل څخه ۱۰۳ دوه کسیزه ټیمونه د شري د ناروغۍ د ناروغانو څخه د نمونو د راټولولو، ذخیره کولو او د نمونو د انتقال په برخه کې په مرکزي، لودیځ او جنوبي زونونو کې روزلي او هم یې د شري د ناروغۍ د مدیریت لپاره ۱۲۶ کڅګوړې په ټول افغانستان کې په روغتیايي مرکزونو کې ویشلي دي.

همداشان د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په روان کال کې د نهو میاشتو څخه د ۵۹ میاشتو عمر لرونکو شاوخوا ۵۹۴ زره ماشومانو ته په دوو پړاونو کې د څو ناروغیو پروړاندې واکسین تطبیق شوی دی.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت تراوسه د روغتیا نړیوال سازمان دغه راپور ته غبرګون نه دی ښودلی.

ددې دمخه د بې پولې ډاکټرانو سازمان (MSF) په افغانستان کې د شري ناروغۍ د پیښو په زیاتیدو اندیښنه ښودلې وه او د دغې ناروغۍ د مخنیوي لپاره یې د کلکو وقایوي اقداماتو په اړتیا باندې ټینګار کړی وو.

د بې پولې ډاکټرانو سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي چې ددغه سازمان ډاکټرانو د روان ۲۰۲۴ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د افغانستان په دریو ولایتونو کې په هغه روغتیایي مرکزونو کې چې د دغه سازمان له خوا اداره کیږي د شري په پیښو کې زیاتوالی لیدلی، چې له امله یې ډیر پکې واړه او تنکي ماشومان اغیزمن شوي.

دغه سازمان ټینګار کړی :" زموږ وړاندیز دادی چې په افغانستان کې د واکسین عمر وغځول شي او هغه ماشومان چې شپږمیاشتي لري او له واکسین څخه پاتې دي او اوس مهال په غیر متناسب ډول اغیزمن شوي دي ترپوښښ لاندې ونیول شي".

د روان ۲۰۲۴ کال له پیل څخه د جولاۍ د میاشتې تر ۲۰ ورځې پورې د شري د ناروغۍ د شکمنو پیښو شمیر په داسې حال کې تر ۴۰ زرو رسیدلي او پر دغې ناروغۍ د مړو شیو شمیر ۱۷۰ ته رسیدلی چې د روغتیا نړیوال سازمان د تیر ۲۰۲۳ کال په ۱۲ میاشتو کې په افغانستان کې د شري د ناروغۍ د شاوخوا ۲۵ زرو پیښو خبر ورکړی وو او ویلي و چې په دغه موده کې د شري په ناروغۍ ۶۴ کسان مړه شوي وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG