د لاس رسي وړ اتصالات

په نړۍ کې د شري ناروغۍ پېښې ۷۹ سلنه زیاتې شوي - راپور


د شري د ناروغانو د شمیر د زیاتوالي لوی لامل ددې ناروغۍ د واکسین د تطبیقولو ټیټه کچه ښودل شوې.
د شري د ناروغانو د شمیر د زیاتوالي لوی لامل ددې ناروغۍ د واکسین د تطبیقولو ټیټه کچه ښودل شوې.

د روغتیا نړیوال سازمان په نړۍ کې د شري ناروغۍ د چټکې خپرېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

دغه سازمان د سه شنبې په ورځ فبروري ۲۰ (کب ۱) وویل چې په تېر کال کې په نړۍ کې د شري ۳۰۶ زره پېښې ثبتې شوي چې د ۲۰۲۲ په پرتله ۷۹ سلنه زیاتوالی ښيي.

د ملګرو ملتونو ددې سازمان د شري او روبیلا ناروغیو سلاکارې نتاشا کروکرافټ وویل: "موږ په نړۍ کې د شري په اړه خورا اندیښمن یو." هغې وویل چې په نړۍ کې د شري د واقعاتو اصلي شمېره تر هغه ډېره زیاته ده چې په رسمي ډول ثبتې شوي دي.

د دقیقو ارقامو ترلاسه کولو لپاره، د ملګرو ملتونو د روغتیا دا اداره هر کال په شري د اخته کسانو تخمین خپروي. د وروستي اټکل له مخې، په ۲۰۲۲ کې د شري ۹.۲ میلیون پیښې ښودل شوي او ۱۳۶۲۱۶ تنه ددې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

که څه هم د تیر یو کال د پاره دغه تخمین تراوسه نه دی خپور شوی، خو کروکرافټ وویل چې په ۲۰۲۲ کې د شري له کبله د ناروغانو د مړینې شمېر د تېر یو کال په پرتله ۴۳ سلنه زیاتوالی ښيي.

هغې د مصر له پایتخت قاهرې څخه د ویډیو کنفرانس له لارې په جنیوا کې خبریالانو ته وویل: "موږ په ۲۰۲۳ کې د مړینو په کچه کې د لا زیاتوالي اټکل کوو...سږ کال به ډیر ستونزمن وي."

کروکرافټ خبرداری ورکړ چې اوس مهال د نړۍ په کچه له نیمایي څخه په ډېرو هیوادونو کې د روان کال تر پایه د شري ناروغۍ د خپرېدو امکان لوړ دی او اټکل کیږي چې شاوخوا ۱۴۲ میلیونه ماشومان په دغې ناروغۍ د اخته کیدو له خطر سره مخامخ دي

شره یوه ساري ناروغي ده چې د ویروس له امله زیاتره په ماشومانو کې رامنځته کیږي. تر ټولو جدي پیښو کې ړوندوالی، د مغزو پړسوب او شدید تنفسي انتانات شامل دي.

کروکرافټ وویل چې د شري د ناروغانو د شمیر د زیاتوالي لوی لامل ددې ناروغۍ د واکسین د تطبیقولو ټیټه کچه ده.

د دې ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي دپاره د نړۍ په کچه لږ تر لږه ۹۵ سلنه ماشومان واکسین ته اړتیا لري چې دغه شمېره اوس ۸۳ سلنې ته ټیټه شوې ده.

کروکرافټ وویل چې د شري له امله لږ تر لږه ۹۲ سلنه د ماشومانو مړینه د نړۍ په څلورمه برخه د ټیټ عاید لرونکو هېوادونو کې رامنځته شوې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG