د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: له نشه یي توکو څخه د اغیزمنو افغان میرمنو د درملنې نوی نوښت پیل شوی


ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې نږدې څلور میلیونه وګړي یا د دغه هیواد د نفوس نږدې لس فیصده وګړي د نشه يي توکو د مصرف د اختلالاتو څخه اغیزمن شوي دي.
ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې نږدې څلور میلیونه وګړي یا د دغه هیواد د نفوس نږدې لس فیصده وګړي د نشه يي توکو د مصرف د اختلالاتو څخه اغیزمن شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې ویلي چې په افغانستان کې د نشه يي توکو د استعمال څخه د اغیزمن شویو افغان میرمنو او ماشومانو څخه د ملاتړ لپاره یې یو ګډ نوښت پیل کړی دی.

د ملګرو ملتونو دغو دوو ادارو په یوه ګډه اعلامیه کې چې د چهارشنبې په ورځ جولاۍ ۱۷(چنګاښ ۲۷) خپره کړې ددې د نوي نوښت هدف په ټولنه کې د هغو میرمنو او ماشومانو بیرته ادغام ښودلی چې د نشه يي توکو د مصرف د اختلالاتو څخه زیانمن شوي دي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي چې دغه نوی نوښت ددغې مهمې روغتیايي موضوع په اړه د روغتیا د نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د ښځو د ادارې ګډه هڅه ده چې د حفاظتي خدمتونو د وړاندې کولو له لارې په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو د نشه يي توکو د مصرف څخه د زیږیدلو اختلالاتو د درملنې او د روحي سلامتیا څخه په کې ملاتړ کیږي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "دا نوښت د جنسیت لپاره یوه جامع او حساسه لار د روحي او روحي ټولنیز ملاتړ او زیانمو شویو ښځو ته د نشه يي توکو د مصرف څخه د زیږیدلو اختلالاتو د درملنې په برخه کې کیفیت لرونکو خدمتونو ته د لاس رسي د وضعیت د ښه کیدلو سره مرسته کوي".

ددې سربیره ټاکل شوې ددې نوښت له لارې د ښځو او ماشومانو څخه د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو د روغتیا او ښځو ادارې د روغتيآيي کارکوونکو ظرفیت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په ځانګړي ډول د جنسیت اړوند او تروما د درملنې په برخه کې زیات کړي.

دغو دوو ادارو ویلي چې ددغو مسایلو ترڅنګ د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو د دوام څخه د ډاډ او د روحي سلامتیا او د نشه يي توکو د مصرف څخه د پیدا شویو اختلالاتو په برخه کې د "ننګ" د انګرینو د کمیدو په اړوند به هم په ټولنه کې د ګرځنده ساتنې د خدمتونو له لارې خدمتونه وړاندې شي.

د روغتیا نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په دې ګډه اعلامیه کې ویلي چې د څو لسیزو راهیسې افغانستان کې د نشه يي توکو د مصرف مشکل موجود دی، چې د پرله پسې جګړو او بې ثباتۍ له امله دا وضعیت لا خراب شوی او نږدې څلور میلیونه وګړي یا د دغه هیواد د نفوس نږدې لس په سلو کې وګړي د نشه يي توکو د مصرف د اختلالاتو څخه اغیزمن شوي دي.

افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان استازي ډاکټر ادوین سنیزا سالوادور، ویلي چې د ملګرو ملتونو د ښځو د ادارې سره ددغه سازمان همکاري په فوري ډول د نشه يي توکو د مصرف څخه د زیږدیدلو اختلالاتو د ګواښونو پر وړاندې ددغو دوو ادارو قوي ژمنه څرګندوي.

سالوادور ویلي: "د ښځو او ماشومانو اړتیاو ته د لومړیتوب په ورکولو سره مونږ په افغانستان کې د عامې روغتیا د خدمتونو په لوړولو سره او د یوې انعطاف منلې ټولنې په رامنځ ته کیدو کې چې روغتیا ته برابر لاس رسی په کې شتون ولري هڅې کوو".

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو د ادارې مشرې الیسون داویدیان په دغه ګډه اعلامیه کې ویلي: "روغتیا نړیوال سازمان سره زمونږ همکاري د هراړخیز ملاتړ په دوام او د ډیرې اړتیا وړ برخو کې به ترسره شي".

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمنو سره د مبارزې ادارې (UNODC) په یو راپور کې ویلي چې افغانستان د اعتیاد څخه د زیږیدلو ستونزو سره مخ دی او په دغه هیواد کې د هرو دریو کورنیو څخه یوه یې ددې ستونزې څخه زیانمنه شوې ده.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" د روان ۲۰۲۴ کال د جون په ۲۶ (چنګاښ شپږم) په یو راپور کې ویلي وو چې د یو میلیون څخه تر دوو میلیونو پورې افغانان په نشه يي توکو روږدې دي چې ددغه شمیر ۳۵ فیصده یې ښځې دي.

په افغانستان کې د ۲۰۱۴ کال وروسته د نشه توکو د معتادینو د شمیر د معلومولو لپاره کومه سروې نه ده شوې. په ۲۰۱۴ کال کې په دغه هیواد کې د ملګرو ملتونو او د پخواني جمهوري رژيم یوه ګډه سروې کې په افغانستان کې د معتادینو شمیر شاوخوا درې میلیونه ښودل شوی وو.

خو د طالبانو حکومت چارواکي وايي چې په افغانستان کې په نشه يي توکو د اخته کسانو شمیر پنځه میلیونو ته لوړ شوی، چې یو میلیون یې ښځې او ماشومان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG