د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف:اروپايي ټولنه افغان میرمنواو ماشومانو څخه ملاتړ لپاره ۱۵ میلیونو یورو مرسته کوي


د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره (یونیسف) وايي چې اروپايي ټولنې په ځوارځواکۍ د ښځو او ماشومانو د اخته کیدو د مخنیوي او درملنې او همدارنګه په افغانستان کې د پاتې شویو ناپاکو اوبو په برخه کې د خدماتو د ښه کیدو لپاره ۱۵ میلیونه یورو ځانګړي کړي دي.

یونیسف د شنبې په ورځ اپریل ۲۷( غوايي اتمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د اروپايي ټولنې پر دغه نوي مالي ملاتړ به د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې یو ۲۷ میاشتنی پروګرام پلی کړي، چې په ترڅ کې به یې ۱.۷ میلیونو ماشومانو او میندو ته د تغذیې په برخه کې مرستې برابرې شي.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي چې ددې سربیره به ددغې پروګرام له لارې ۸۰ زره کسانو ته د څښاک پاکې اوبه او ۲۰۶ تنو نورو ته د حفظ الصحې په برخه کې او شپږ زره نجونو ته به حرفوي زده کړې ورکړل شي.

ددغې خبرپاڼې د معلوماتو له مخې دا پروژه د اروپايي ټولنې له خوا د افغان ماشومانو د ژوند د ښه کیدو په برخه کې د مخکیني ملاتړ په دوام ترسره کیږي.

افغانستان لپاره د یونیسف استازي ډاکټر تاج الدین اویوالي ددې مرستې په اړه ویلي:" ددې لپاره چې افغان ماشومان د ګڼو ګواښونو سره لا هم مخ دي، مونږ بحران ته د ځواب ویلو او د ماشومانو او د هغوی د کورنیو د هوساینې او ژوند د ښه کیدو لپاره د خپلو شریکانو لکه اروپايي ټولنې په ملاتړ باندې حساب کوو. دغه د یو لاس مرستو نوې کڅوړه د هغوی د ډیرو اړینو اړتیاو پوره کولو په برخه کې مرسته کوي."

د یونیسف د وینا پر بنسټ، د اروپايي ټولنې دا مالي ملاتړ به د ملګرو ملتونو دغې ادارې ته ددې امکان ورکړي چې په روغتیايي مرکزونو کې په ورځیني ډول د خوار ځواکۍ د درملنې چارې پراخه کړي او د ګڼي ګوڼي لرونکو روغتیايي مرکزونو کې نوي روغتیايي کارکوونکي هم وګماري.

ددې سربیره به په دې مالي ملاتړ یونیسف د تغذيي، میندو او ځوانانونجونو د روغتیا او د مهارتونو د زده کړې له لارې د ځوانو نجونو د توانمندۍ او اوږدمهاله عاید ترلاسه کولو په برخو کې هم خدمتونه چمتو کړي.

یونیسف ویلي چې ددې پیسو څخه به په کلیوالو سیمو کې د لمر د انرژۍ پواسطه د اوبو د برابرولو ۴۰ شبکو په جوړولو کې هم کار واخیستل شي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې د معلوماتو له مخې په افغانستان کې شاوخوا ۲۹ میلیونه وګړي د هغې له ډلې ۱۵.۸ میلیونه ماشومان او ۱۱ میلیونه ښځې بشري مرستو ته اړتیا لري.

د اروپايي کمیسیون د نړیوالو همکارۍ د اسیا د څانګې یو مسوول پیتریس اوستوبس چې تیره اونۍ یې افغانستان ته سفر کړی و ویلي:" د اقلیم د بدلون د پرله پسې اغیزو لاندې، د محصولاتو د کچې ټیټیدل، د خوارځواکۍ سره مبارزه او د اوبو خدمتونو پراختیا، روغتیا او حفظ الصحې په برخو کې مرستې افغانانو سره اړینې دي."

افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې شارژدافیرې رافایل یودیچه هم ویلي چې دا نوې مرستې به افغانانو په ځانګړي ډول ماشومانو، ځوانو نجونو او ښځو سره د هغوی د ورځنیو اړتیاو په پوره کیدو کې مرسته وکړي.

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ د ادارې سره د اروپايي ټولنې ددغې مرستې دمخه تیره اونۍ دغې ټولنې د مهاجرت د نړیوال سازمان (ای او ایم) له لارې د ستنیدونکو افغان کډوالو اساسي خدمتونو ته د لاس رسي، اقتصادي فرصتونو د زیاتیدو او د حرکت په حال کې د افغانانو او د هغوی د کوربنو ټولنو څخه د ملاتړ لپاره د ۱۷ میلیونو یورو مرسته کړې وه.

اروپايي ټولنې د پنجشنبې په ورځ اپریل ۲۶( غوايي شپږمه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې ددې موافقې اساسي تمرکز به د افغان میرمنو او نجونو اړتیا ته اوسي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG