د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر په سیویس کې د پولیو په اړه غونډه کې ګډون کړی


د طالبانو د حکومت چاوراکي وايي د دوی د عامې روغتیا وزیر د روغتیا سازمان لخوا د پولیو په اړه په جوړې شوې غونډې برخه اخیستې په افغانستان کې په روغتیايي حالت غږېدلي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت له لورې رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي دي: "په یاده غونډه کې د طالبانو د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي په روغتیا برخه کې د یو شمېر نړیوالو سازمانونو له مشرانو سره د پولیو د محوه کولو او په افغانستان کې نورو ساري ناروغیو د کنترول او محوې کولو په تړاو خبرې وکړې."

په دې اعلامیه کې د ورغتیا د سرپرست وزیر د لیدنو په اړه لیکل شوي: "ښاغلي جلالي د یاد سفر پر مهال د روغتیا نړیوالې ادارې د مشر ډاکټر ټيډروس سره وکتل او د افغانستان د عمومي روغتیایي وضعیت سربېره یې د پولیو ناروغۍ اړوند اندېښنې ورسره شریکې کړې او په یاده برخه کې یې د همکاریو غوښتنه وکړه."

اعلامیه وايي چې هغه په خپلو خبرو کې ویلي: "روغتیا نړیوالې ادارې تر څنګ دې په روغتیايي برخه کې همکار سازمانونه د پولیو د محوې کولو او یو شمېر نورو ساري ناروغیو د کنترول لپاره د افغانستان عامې روغتیا وزارت سره لاس یو کړي او په یادو برخو کې دې د اړتیا سره سمې مرستې وکړي تر څو افغانستان د پولیو او یو شمېر نورو ساري ناروغیو له ګواښ وژغورل شي."

جلالي همدارنګه د یو شمېر نړیوالو روغتیایي ادارو له مشرانو سره هم بېلا بېلې ناستې تر سره کړي او په ټولو ناستو کې یې غوښتنه کړې تر څو د افغانستان روغتیایي سکتور سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي چې افغانان معیاري روغتیایي خدماتو ته لاسرسی ولري.

نوموړي زیاته کړه: "نړیوال شریکان دې په افغانستان کې د روغتیاي خدمتونو پر پراختیا، شفافیت او لا معیاري کولو کې له موږ سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي. موږ د روغتیا برخې د نړیوالو شریکانو تر څنګ له خپلې داخلي بودجې هم د روغتیایي اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره تر وروستي بریده استفاده کوو تر څو خپلو هېوادوالو ته د پولیو سر بېره په ټولو برخو کې په سم ډول رسېدنه وکولی شو."

په سویس هېواد کې د روغتیا نړیوالې سازمان او ګڼو نورو روغتیاي سازمانونو د مشرانو سره په غونډه کې د طالبانو د عامې روغتیا وزیر په داسې حال کې ګډون کوي چې په تېر کال کې نهه د پولیو مثبتې پېښې او همدارنګه نهه څلوېښت ساحوي سمپلونه تاید کړي خو خپله د طالبانو عامې روغتیا وزارت بیا د مثبتو پېښو لرل ردوي او یوازې د چاپیریال مثبتې پېښې یې له ارقامو پرته تایید کړي.

له دې وړاندې په قطر کې هم ورته ناسته جوړه شوې وه چې تر ډېره یې د بحث موضوع په افغانستان کې د ګوزڼ پر ضد مبارزه او د دې ویروس محوه کول و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG