د لاس رسي وړ اتصالات

سویل ختیځ کې د پولیو د واکسین پر تطبیق د دیني عالمانو ټینګار


په خوست کې یو ماشوم ته د ګوزڼ واکسین ورکولو شیبه
په خوست کې یو ماشوم ته د ګوزڼ واکسین ورکولو شیبه

د سویل ختيځ زون -خوست، پکتیا، پکتیکا - د لرو پرتو سيمو يو شمېر اوسېدونکي چې د زده کړو کچه يې ټيټه ده، د پوليو واکسين مهم نه ګڼي او خپلو کوچیناینو ته يې نه تطبيقوي.

په افغانستان کې له څو کلونو راهیسې رسنیو، رضاکارانو او ملي او نړیوالو روغتیايي ادارو د پولیو د ویروس د له منځه وړلو په برخه کې خپلې هڅې جاري ساتلي، خو لا هم په لرو پرتو سیمو کې کم سواده خلک خپل اولادونه نه واکسینوي.

په دې وروستيو کې ديني عالمان کليو ته ورځي او د ځايي خلکو د قناعت لپاره هغوی هڅوي چې خپلو ماشومانو ته د پوليو ضد واکسين وکړي، خلک د دوی دا اقدام رغنده او مهم بولي.

دیني عالمان په افغاني ټولنه کې اغیز لرونکي دي او په دې برخه کې د دوی مبارزه مهمه بلل کیږي.

د دغو عالمانو څخه یو مفتي احسان الحق حنفي دی چې تازه د جنوب ختیځ زون په بیلابیلو ولایتونو کې خلکو ته د ګوزڼ له پوهاوي راستون شوی.

دی وایي په ولایتونو د ګرځیدو هدف یې دیني عالمانو او عامو خلکو سره د پولیو د مخنیوي په اړه په شرعي بحث او دلایلو ورټول وي.

نوموړي زیاته کړه، "زه تازه د پکتیکا له ولایت راستون شوی یم، مختلفو لرې پرتو سیمو لکه برمل، سروبي، اورګون، سرحوضې او نورو ولسوالیو ته لاړو؛ نو دا چې موږ د افغانستان په مختلفو ولایتونو ګرځو په ځانګړي ډول له دیني عالمانو سره خبرې کوو، اکثریت یې د ملګرتیا او موافقې غږ کوي او ډاډ راکوي چې موږ د پولیو په مخنیوي کې همکار یو."

د هغه په وينا، د لرو پرتو او وروسته پاتې سيمو لږ شمېر خلک اوس هم د بېلابېلو لاملونو له امله له شک او شبهو سره مخ دي.

مفتي احسان الحق وایي، د دیني عالمانو په ډله کې هم د یو شمېر علماوو ناسم ذهنیت او کم سوادي د دې لامل شوې چې په ځینو سیمو کې خلک د پولیو له واکسین انکاري شوي دي.

نوموړي وویل: "په ځینو سیمو کې د دیني عالمانو له منځه هم داسې کسان پیدا کیږي چې یا په پوره ډول دغې موضوع ته لاسرسی نه لري، یا غلط ذهنیت ورکړل شوی، یا هم په شریعي او طبي لحاظ د مطالعې له کمښت سره مخ دي."

بل خوا عام خلک د پولیو او یو شمېر نورو مسایلو په برخه کې د دیني عالمانو رول اغېزمن ګڼي.

د خان الدين انيس په نوم د خوست يو تن اوسېدونکى وايي، که ټول په ګډه خپل ديني رسالت ترسره کړي، ټولنه به له بدبختيو وژغورل شي.

نوموړي امریکا غږ ته وویل: "دا ډیر ښه اقدام دی ځکه دیني عالمان کولای شي د خلکو ذهنیت نه یوازې د پولیو په باره کې بلکې د نورو ډېرو موضوعاتو په اړه سمې خواته راوګرځوي؛ موږ خپله لیدلي دي چې ډېرو ځایونو کې خپله علما د ګوزڼ واکسین په اړه غلط ذهنیت په خلکو کې خپور کړی او خپله همدوی د واکسین مخالف دي؛ یعنی که هرسړی خپل دیني او انساني مسؤولیت ادا کړي، موږ د هر ډول مصیبتونو نه خلاصون موندلی شو."

کم سوادي، د ناسمو معلوماتوانتقال، د پوهاوي نه لرل، په ټولنه کې د مختلفو افواهاتو خپرېدل او په هغو بیا د خلکو باور د ګوزڼ په روانه مبارزه کې له لویو ننګونو بلل کیږي چې لا یې هم د افغانستان د لرې پرتو سیمو وګړي تراغېز لاندې دي او د همدې لاملونو له کبله سږ کال په افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې نهو ته رسیدلي او د چاپیریال ګڼې سیمې پر ویروس ککړې شوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG