د لاس رسي وړ اتصالات

په ختیځو ولایتونو کې یو شمېر کورنۍ لا هم د پولیو ویروس جدي نه ګڼي - مسؤولین


د واکسیناسیون د برخې رضاکاران وایي، چې دوی هیله من دي چې د چټکې مبارزې له لارې به له ختیځ زون د ګوزڼ ویروس ختموي.
د واکسیناسیون د برخې رضاکاران وایي، چې دوی هیله من دي چې د چټکې مبارزې له لارې به له ختیځ زون د ګوزڼ ویروس ختموي.

د افغانستان په ختیځ کې ځینې کورنۍ لا هم د پولیو خطر جدي نه نیسي او له رضاکارانو سره همکاري نه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پولیو ویروس دوه مثبتې پېښې په کونړ او نورستان کې ثبت شوي او په څلورو نورو ولایتونو کې یې ویروس هم موجود دی.

د ننګرهار اوسېدونکی، ببرک د امریکا غږ ته وویل، چې په سیمه کې د پولیو ویروس د شتون په اړه د روغتیایی چارواکو له خبرتیا سره سره، بیا هم ځینې خلک نظافت ته پام نه کوی. هغه زیاته کړه، دوی خپل ماشومان له چټلو او ناپاکو اوبو څخه نه منع کوي چې په دې توګه د ویروس پاکې سیمې له ګواښ سره مخ کوي.

نوموړي وویل: "که څه هم زمونږ سیمه کې روغتیاپالان خلکو ته د پولیو ویروس څخه د ماشومانو د ژغورنې لارې چارې ښایي، خو بیا هم خلک خپل چاپیریال پاک نه ساتي، د تشنابونو اوبه په لارو کوڅو کې روانې وي، خاورې او خځلي بې ځایه غورځول کېږي او همدارنګه ماشومان په ناپاکو اوبو کې لامبي."

هغه زیاته کړه، ګڼې نورې سرغړونې هم شته چې د ویروس په وده او پراختیا کې رول لوبوي، ځکه زمونږ په سیمه کې لا د وړاندې د ګوزڼ یوه مثبته پېښه ثبت شوې او روغتیایي ادرسونو موږ ته ویلي چې یاده سیمه په ویروس لړلې ده.

کونړ کې روغتیاپال، ډاکټر شکیب امریکا غږ ته وویل، که چیرته د طالبانو د حکومت عامې روغتیا وزارت او هغه نورې نړیوالې موسسې د پولیو سپارښتنې تطبیق نه کړي، نو د ګوزڼ ویروس به ډېر ژر له یوې سیمې بلې ته سرایت وکړي.

نوموړي وویل: "د ختیځو ولایتونو ټول ولسونه باید د طابانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت او نړیوالو موسسو ټولې هغه لارښوونې په کلکه تطبیق کړي چې د پولیو ویروس نه د ماشومانو د ژغورنې په اساس یې ورته کوي. کومې لارښوونې چې ولسونو ته کېږي، په ټوله نړۍ کې تجربه شوي دي او په تطبیق سره یې اکثریت هېوادونه د پولیو له مرګوني ویروس پاک شوي دي."

هغه زیاته کړه، له بده مرغه په یاده برخه کې ختیځ میشتي ولسونو بیا هم په تېرو څو کلونو کې ناغیړي کړې چې له امله یې اوس ویروس په دغه حوزه کې له ورځې بلې په زیاتېدو دی، خو که بیا هم خلک ځیر شي، نو دغه ویروس به لږ وخت کې له منځه ولاړ شي.

خو له دې ټولو اندېښنو سره سره، د واکسیناسیون د برخې رضاکاران وایي، چې دوی هیله من دي چې د چټکې مبارزې له لارې به له ختیځ زون د ګوزڼ ویروس ختموي. د دوی په خبره، اوس ټولو سیمو ته رسیدګي کولی شي او هیڅ ماشوم به له واکسین څخه نه پاتې کېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG