د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د ملاریا د ناروغانو شمیر ۶۹ سلنه زیات شوی


ډاکټران وايي چې ملاریا یوه ناروغۍ ته چې د ملاریا د ماشي پواسطه انسان ته انتقالیږي.
ډاکټران وايي چې ملاریا یوه ناروغۍ ته چې د ملاریا د ماشي پواسطه انسان ته انتقالیږي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي چې د روان ۲۰۲۴ کال په لومړیو شپږ میاشتو کې یې په افغانستان کې د ملاریا د ناروغۍ نږدې ۵۰ زره پیښې ثبتې کړي چې د تیر ۲۰۲۳ کال د همدې مودې پرتله ۶۹ سلنه زیاتوالی ښيي.

ددغه وزارت ویاند شرافت زمان امرخیل، رسنیو ته په یو استولي پیغام کې ویلي چې تیر ۲۰۲۳ کال په لومړیو شپږ میاشتو کې په افغانستان کې ټولې ۳۵ زره د ملاریا پیښې ثبت شوې وې.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند ویلي چې د روان کال په لومړیو شپږ میاشتو کې ۳۷۰ زره ناروغان چې د ملاریا د ناروغۍ علایم په کې لیدل کیدل روغتیايي مرکزونو او روغتونونو ته مراجعه کړې وه چې ددغه شمیر څخه د ۵۰ زرو ناروغانو د ملاریا ټیستونه مثبت تشخیص شوي دي.

د امرخیل د وینا له مخې د اوړي د موسم د پیل او د هوا د ګرمیدو سره هممهاله د افغانستان په ګرمو سیمو کې د ملاریا ناروغۍ خپریدلو کې زیاتوالی راغلی دی.

هغه وویل:"ددې لپاره چې دا وقایوي تدابیر پلي شي، مونږ په ۲۰۲۲ کال کې په ګرمو سیمو کې شاوخوا دوه میلیونه پشه خانې ویشلې وې، چې ترڅنګ مو د خبرتیا پروګرام ترسره کړ، تیر ۲۰۲۳ کال کې هم ددې لپاره چې د ملاریا د ناروغۍ مخنیوی وکړو شاوخوا ۵۰۰ زره پشه خانې مو ویشلې وې."

امرخیل وویل چې په روغتیايي مرکزونو کې د ملاریا د درملنې امکانات شته دی او په ګرمو سیمو کې چې د ملاریا د ناروغۍ د پیښیدو احتمالات په کې ډیر زیات دي، هغو سیمو ته یې په کافي اندازه درمل انتقال کړي دي.

ډاکټران وايي ملاریا یو وژونکې خو په عین حال کې د مخنیوي او د درملنې وړ پرازیتي ناروغي ده ، چې د ملاریا د ماشي پواسطه انسان ته انتقالیږي .

د ملاریا د ناروغۍ په علایمو کې تبه، لړزه، کمزوري او انفولانزا د ناروغۍ ورته نور علایم شامل دي. د روغتیا نړیوال سازمان ددغې ناروغۍ څخه د بچ پاتې کیدو لپاره د پشه خانې استعمالول، د ملاریا د ماشي ضد موادکارول، د کورونو په کړکیو کې جالۍ نصبولو سپارښتنه کوي.

کانګو (وینې بهونکې تبه)

همداشان د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د روان ۲۰۲۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د کانګو د وینې بهوونکې تبې د ناروغۍ ۱۰۷۷پیښو د ثبت خبر هم ورکړی دی.

ددغه وزارت ویاند ویلي چې د کانکو د تبې د ناروغانو د درملنې لپاره یې کافي درمل په روغتونونو کې ځای پرځای کړي دي او ددې سربیره یې په ګرمو سیمو کې پشه خانې هم ویشلې دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تیر ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د کانکو د ناروغۍ ټولې ۱۴۶۶ پیښې ثبت شوې وې.

ډاکټران وايي چې د سر درد،‌ د بدن د عضلاتو درد، زړه بدوالی،‌ د ګیډې درد،‌ نس ناستې،‌ د سترګو سوروالی او د غاړې درد د کانګو ناروغۍ عمده علایم دي او د څرګندیدو په صورت کې یې باید ژر روغتون ته مراجعه وشي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې کانګو یوه وژونکې ویروسي ناروغي ده او د څارویو د وینې،‌ غوښې او د بدن غړو سره د تماس له لارې انسان ته سرایت کوي.

یو ډول کنه چې د څارویو په څرمن او وړیو کې ژوند کوي انسان ته د کانګو د ناروغۍ د انتقال عمده لامل بلل کیږي.

د روغتیا نړیوال سازمان سپارښتنه کړې چې له دغې ناروغۍ څخه د ژغورنې لپاره باید وقایوي تدابیر په جدي ډول رعایت شي.

دغه سازمان ټینګار کړی چې د څارویو په ځانګړې توګه د غویانو او پسونو د حلالولو پر مهال باید له دستکشو او اوږدو چپنو څخه استفاده وشي.

همداشان سپارښتنه شوې چې د څارویو له وینې او څرمنې سره له تماس وروسته باید لاسونه په اساسي‌ ډول په صابون او اوبو ووینځل شي.

د روغتیا نړیوال سازمان له افغانانو غوښتي چې په څارویو کې د کنو د له منځه وړلو لپاره د کرنې او مالدارۍ وزارت له خوا د تایید شویو درملو په واسطه پر څارويو او غوجلو درمل وشیندل شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG