د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کانګو د تبې ناروغۍ په اړه اندیښنې؛ د عامه پوهاوي کمپاین پیل شو


د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي په تیرو دوو میاشتو کې په افغانستان کې د روان کال د دریو لومړیو میاشتو پرتله د کانګو د تبې په پیښو کې ۳۸ فیصده زیاتوالی راغلی دی.
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي په تیرو دوو میاشتو کې په افغانستان کې د روان کال د دریو لومړیو میاشتو پرتله د کانګو د تبې په پیښو کې ۳۸ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

په داسې حال کې چې د لوی اختر رارسیدلو ته ډیرې کمې ورځې پاتې، په افغانستان کې د کانګو د وینې بهیدونکي تبې پر ناروغۍ د اخته شویو کسانو شمیر کې د زیاتوالي په تړاو اندیښنو ته په پاملرنې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت په دغه هیواد کې د عامه پوهاوي کمپاین پیل کړی دی.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویلي چې ددغه وزارت د محیطي روغتیا د ارزونې او څارنې د ریاست ټیمونه د کانګو د ناروغۍ د خپریدو د مخنیوي لپاره قصابانو ته روزنه ورکوي.

دغه وزارت ویلي چې د کابل په مسلخونو او قصابیو کې د خبرتیا لپاره بروشورونه او اعلانونه یې نصب کړي ترڅو د څارویو د ذبیح پر مهال قصابان مهم ټکي په پام کې ونیسي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر اساس د دغه پنځه ورځیني کمپاین د پیل په لومړۍ ورځ د کونړ ولایت مرکز د اسعداباد ښار کې زرو کسانو ته د کانګو د ویروس د ناروغۍ په تړاو پوهاوی ورکړل شوی دی او په ۴۰۰ څارویو باندې د کانګو د ناروغۍ د مخنیوي لپاره درمل شیندل شوي دي.

همداشان د روغتیا د نړیوال سازمان په مرسته ددغه کمپاین په ترڅ کې د هرات د ولایت په مرکز او انجیل، ګذرې او پښتون زرغون ولسوالیو کې د خلکو د خبرتیا لپاره پوسترونه هم نصب شوي دي.

دغه وزارت ویلي: "ددغه کمپاین څخه ګټه اخیستونکي له ۳۰ زرو څخه زیات وو او وینې بهیدونکي تبې په اړه د هرات په ولایت کې د تلویزیوني شبکو له لارې به هم د اختر په ورځو کې مختلفې خپرونې ترسره شي".

ددې سربیره ټاکل شوې چې د هرات ولایت د کرهڼې او وترنرۍ ریاست د هرات د ولایت په ټولو نخاسونو کې پر څارویو باندې د درملو پاشل به د اختر تر ورځې دوام ولري.

د کانګو د تبې د مخنیوي لپاره دا کمپاین په داسې حال کې پیل شوی چې د تیرې دوشنبې په ورځ جون لسم (جوزا ۲۱) د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخیل وویل چې د روان ۲۰۲۴ کال په لومړیو پنځه میاشتو کې په افغانستان کې د کانګو د تبې ۲۰۳ پیښې ثبت شوي او په دغه موده کې شپږ تنه په دې ناروغۍ د اخته کیدو وروسته مړه شوي دي.

د شرافت زمان امرخیل د وینا له مخې دا شمیر د روان ۲۰۲۴ کال د دریو لومړیو میاشتو پرتله په تیرو دوو میاشتو کې تر ۳۸ فیصدو پورې د کانګو د تبې په پیښو کې زیاتوالی ښيي.

د روغتیا نړیوال سازمان هم د جون په ۱۲ ( جوزا ۲۳) په یو راپور کې ویلي چې په تیرو اوو اونیو کې په افغانستان کې د کانګو د تبې په ناروغۍ داخته ناروغانو په شمیر کې زیاتوالی راغلی او شمیر مخ په لوړ تللی دی.

دغه سازمان ویلي چې د روان ۲۰۲۴ کال له پیل څخه تراوسه په مجموعي ډول د کانګو د تبې ۹۸۶ مشکوکې پیښې په ټول افغانستان کې ثبت شوي دي، چې د تیرو دریو کلنو له اوسط څخه یې سږکال شمیر زیات دی.

د کانګو د ناروغۍ ویروس په ګڼو اهلي او وحشي څارويو کې ځای نیسي او وده کوي او تر ډیره حده هغه کسان ورباندې اخته کیږي، چې له څارویو سره سر او کار لري.

د وینې بهوونکي تبې یا کانګو ناروغۍ د کنې له لارې، د څاروي د ذبحې پر مهال او یا له ذبحې وروسته د مکروبي وینو او د څارويو د وړیو سره تماس په صورت کې خلکو ته انتقال کیږي. د لوی اختر په ورځو او شپو کې چې خلک خورا زیات څاروي ذبح کوي او د څارویو سره د خلکو تماس زیاتیږي د خپریدو احتمال یې هم د نور وخت پرتله زیات لیدل کیږي.

ډاکټران وايي هغه کسان چې قُرباني کوي او یا په څارویو لاس وهي، له دستکشو او نورو مخصوصو جامو څخه دې استفاده وکړي او د کنې د تشخیص لپاره سپینې او د روښانه رنګ لرونکې جامې واغوندي.

همداشان ډاکټران وايي، په انسان کې د کانګو د ناروغۍ نښې شدیده تبه، د سر او عضلاتو درد، د سترګو سوروالی، له رڼا څخه ویره، زړه بدوالی، کانګې، د ګیډې درد او نس ناستی دي او که چیرې دا ډول علایم په چا کې ولیدل شي، ژر ترژره دې نږدې روغتیايي مرکز ته ځان ورسوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG