د لاس رسي وړ اتصالات

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان کې د روغتیایي خدمتونو د کمیدو په اړه خبرداری ورکړی


د روغتیا د نړیوال سازمان ویلي اندیښنه ښودلې چې که چیرې روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو سیستم کې دوام ومومي ۷.۶ میلیونه افغانان به د اړتیا وړ ضروري روغتیايي مرستو څخه بې برخې شي.
د روغتیا د نړیوال سازمان ویلي اندیښنه ښودلې چې که چیرې روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو سیستم کې دوام ومومي ۷.۶ میلیونه افغانان به د اړتیا وړ ضروري روغتیايي مرستو څخه بې برخې شي.

د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د روغتونونو په ګډون په ۳۱۰ روغتیايي مرکزونو کې د روغتیايي خدمتونو د کیدو خبر ورکړی دی.

دغه سازمان د یکشنبې په ورځ جون نهم (جوزا ۲۰) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د بودیجې په کمبود باندې اندیښنه ښودلې ده.

د روغتیا د نړیوال سازمان د شمیرنو له مخې دا سازمان په افغانستان کې د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلنو لپاره د روغتیايي خدمتونو د دوام لپاره د ۲۹۴ میلیونو ډالرو د بودیجې له کمبود سره مخ دی.

دغه سازمان د اندیښنې په څرګندولو سره ویلي چې که چیرې روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو سیستم کې دا وضعیت دوام ومومي ۷.۶ میلیونه افغانان به د اړتیا وړ ضروري روغتیايي مرستو څخه بې برخې شي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د همغږۍ لپاره او د ژوند د ساتنې روغتیايي خدمتونو ته د اړمنو افغانانو د لاس رسي لپاره په فوري ډول ملاتړ ته اړتیا لري.

ددې دمخه دغه سازمان ویلي و چې افغانستان کې کیفیت لرونکو روغتیايي مراقبتونو ته لاس رسی په دغه هیواد کې لا هم یوه ډیره مهمه مسله ده.

افغانستان لپاره د روغتیا د نړیوال سازمان د دفتر سرپرست ډاکټر جمشید تانولي د اپریل اووم (حمل ۱۹) په یو تصویري پیغام کې ویلي و چې اوس مهال ۱۸ میلیونه افغانان روغتیايي بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.

هغه ویلي چې د ګاونډیو هیوادونو څخه د ستنیدونکو کډوالو په لوړ شمیر ستنیدلو د افغانستان په کمزوري روغتیايي سیستم باندې چې له وړاندې د ستونزو سره مخ دی لا فشار راوړي او د روغتیايي خدمتونو انعطاف وړ او ځواب ویوونکو سیستومونو ته اړتیا لا زیاتوي.

د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې مخ په زیاتیدونکي ډول انساني بحران او د خلکو اړتیاو زیاتیدو ته په کتنې ویلي چې روان ۲۰۲۴ میلادي کال به ددغه هیواد لپاره د ننګونو ډک کال وي.

دغه سازمان ویلي چې د ۲۰۲۴-۲۰۲۵ کلنو د ۴۲۳ میلیونو بودیجې د تکمیلیدو لپاره ۳۵۲ میلیونو ډالرو نورې اضافي بودیجې ته اړتیا لري.

ددې وړاندې د ملګرو ملتونو بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا ویلي وو چې افغانستان کې په روان ۲۰۲۴ کال کې ۱۷.۹ میلیونه وګړي به روغتیايي خدمتونو ته اړتیا ولري، خو ملګري ملتونه به ددغه شمیر یوازې ۱۲.۸ میلیونو ته مرستې برابرې کړای شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG