د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیا نړیوال سازمان: سیلاب ځپلو ولایتونو کې وضعیت لا هم بحراني دی


افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې د سر ډیر زیان د بغلان، فاریاب او غور په ولایتونو کې خلکو ته رسیدلی دی.
افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې د سر ډیر زیان د بغلان، فاریاب او غور په ولایتونو کې خلکو ته رسیدلی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان په یو راپور کې ویلي چې د افغانستان په شمال، شمال ختیځ او لویدیځ کې د وروستیو سیلابونو څخه په اغیزمن شویو ولایتونو کې وضعیت لا هم بحراني دي او دغو ولایتونو ته په فوري ډول د منابعو د استولو او د سیلاب ځپلو مخ په زیاتیدونکې ډول بشردوستانه او روغتیايي اړتیاو ته ځواب ویلو ته اړتیا لیدل کیږي.

ددغه سازمان د راپور پر اساس د روان ۲۰۲۴ کال د مۍ د میاشتې له لسم څخه تر ۲۳ پورې له ۲۰۰ ټنو څخه زیات درمل او طبي وسایل د مختلفو ذخیرو څخه سیلاب ځپلو سیمو ته استول شوي دي.

په دې راپور کې ویل شوي چې له ۲۵ ټنو څخه زیات درمل او د اړتیا وړ طبي سامان الات د هغې له ډلې د ژوند د ژغورنې طبي کڅوړې د سیلاب ځپلو د درملنې لپاره د غور ولایتي روغتون او ګرځنډه ټیمونو ته سپارل شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي: "د مۍ د میاشتې د لسم څخه تر شلم پورې د روغتیا په برخه کې شریکو ادارو په درې شمال ختیځو ولایتونو بغلان، بدخشان او تخار کې شاوخوا ۲۶۶۲۸ کسانو (۱۶۳۰۳ تنو ښځو او ۹۷۲۵ سړیو) ته د اړتیا وړ روغتیايي خدمتونه برابر کړي دي.

په دې راپور کې ویل شوي چې د روغتیا نړیوال سازمان او د روغتیا په سکټور کې شاملو ادارو ددغو ولایتونو د ولسوالیو په کلیوالو سیلاب ځپلو سیمو کې پیښ شویو روغتیايي ګواښونوته په همغږۍ سره ځواب ورکوي.

په دې راپور کې ویل شوي: "د سیلابونو له امله مصیبت ځپلو سیمو کې د خلکو او ټولنو د درد او کړاونو د کمیدو لپاره لا ډیرو روغتیايي منابعو او تجهیزاتو ته اړتیا ده".

د روغتیا نړیوال سازمان د غور په ولایت کې د سیلابونو کې سیلاب ځپلو سره د مرستو د برابرولو لپاره ۲۵ ټنه عاجلې روغتیايي کڅوړې، خیمې او د لمر د انرژۍ د بریښنا څراغونه د روغتیايي مرکزونو او سیلاب ځپلو ټولنو څخه د ملاتړ لپاره دغه ولایت ته برابر کړي دي.

همداشان دغه سازمان پنځه ټنه درمل او روغتیايي توکي د فاریاب ولایتي روغتون او د دغه ولایت په سیلاب ځپلو ولسوالیوکې ګرځنده روغتیايي ټیمونو برابر کړي دي.

په دې راپور کې ویل شوي: "روغتیايي کڅوړو کې د نس ناستي او ټټر د ناروغیو درمل هم ځای پرځای شوي. په ټولو سیلاب ځپلو سیمو کې ګرځنده روغتیايي ټیمونو ته لومړني عاجل روغتیايي خدمتونو په ګډون واکسین، پانسمان او د روغتیايي زده کړو مواد برابر شوي دي".

د روغتیا د نړیوال سازمان د شمیر له مخې د بغلان، بدخشان او تخار په ولایتونو کې په وروستیو سیلابونو کې د ۳۴۷ تنو مړینه او د ۱۶۵۱ تنو نور ټپي کیدل ثبت شوي دي.

په شمالي ولایتونو کې ۸۴ کسانو مړینه، پنځه تنو ټپي کیدل او نږدې ۴۰ تنو نورو لادرکه کیدل ثبت شوي او هم په لویدیځو ولایتونو کې پنځه تنو مړینه او له سلو څخه د زیاتو نورو ټپي کیدلو راپور ورکړل شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې ۸۶۹۶ کورنۍ په بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو کې زیانمنې شوي دي او همداشان په دغو ولایتونو کې زیربنايي تاسیساتو لکه سړکونو، پلونو، روغتیايي مرکزونو او ښوونځیو ودانیو ته زیانونه رسیدلي دي.

همداشان د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په وروستیو سیلابونو کې شاوخوا اته زره کورنۍ د افغانستان په شمال او لویدیځ زونونو کې زیانمنې شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG