د لاس رسي وړ اتصالات

قطر د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې ۱۰ روغتیايي مرکزونه جوړوي


د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي چې اوس مهال په افغانستان کې څلور زره او ۹۰۰ روغتیايي مرکزونه فعال دي. ۰عکس ارشیف)
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي چې اوس مهال په افغانستان کې څلور زره او ۹۰۰ روغتیايي مرکزونه فعال دي. ۰عکس ارشیف)

د قطرد سرې میاشتې ټولنه وايي چې ددغې ټولنې د مرستو او نړیوالې پرمختیا د چارو رئیس محمد صلاح ابراهیم افغانستان ته د خپل سفر پرمهال ددغه هیواد په لرو پرتو سیمو کې د لسو روغتیايي مرکزونو د جوړیدو ژمنه کړې ده.

دغې ټولنې په یوه اعلامیه کې چې د یکشنبې په ورځ مۍ ۲۶ ( جوزا شپږم) خپره شوې ویلي چې دا روغتیايي مرکزونه به د دوو کلنو لپاره خلکو ته د لومړنیو روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو سربیره د مور او ماشوم د روغتیا په برخه کې هم خدمتونه وړاندې کړي.

د قطر د سرې میاشتې ټولنې ویلي چې دا مرکزونه به په کال کې ۲۵۰ زره کسانو ته په ځانګړي ډول میندو او ماشومانو ته روغتیايي خدمتونه چمتو کړي.

د قطرد سرې میاشتې د ټولنې د مرستو او نړیوالې پرمختیا د چارو رئیس افغانستان ته د خپل دغه سفر په ترڅ کې د طالبانو د حکومت اود مرستې رسونې د څو ادارو د چارواکو سره د لیدو کتو سربیره څو ولایتونو څخه هم لیدنه کړې ده.

د قطرد سرې میاشتې ټولنې په اعلامیه کې ویل شوي:" ډاکټر ابراهیم د کندهار ولایت د ډنډ په ولسوالۍ کې د یو روغتیايي مرکز د جوړیدو د بنسټ ډبره کیښوده چې دا مرکز به ددغې ولسوالۍ او اړوند سیمو ۱۸ زره او ۷۲۰ کسانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي. دغه پروژه به ددغه مرکز د جوړولو د کار سربیره مرکز ته وسایل او تجهیزات او هم د کارکوونکوعملیاتي چارې [معاش]، درمل اود ۱۸ میاشتو بودیجه هم برابره کړي".

همداشان دغه قطري چارواکي د کندهار په درییمه ناحیه کې ددغه هیواد د سرې میاشتې د ټولنې په مالي ملاتړ د روغتیايي مرکز څخه هم لیدنه کړې چې د ۲۰۱۸ کال راهیسې هرکال په اوسط ډول ۴۶ زره کسانو ته په ځانګړي ډول میندو او ماشومانو ته روغتیايي خدمتونه برابروي هم لیدنه کړې ده.

د قطر د سرې میاشتې ټولنې په دې اعلامیه کې ویلي چې دغې ټولنې د ۲۰۲۷ کال پورې ددغه مرکز څخه د مالي او دارو درملو په ګډون د طبي وسایلو او د تجهیزاتو د برابرولو په برخه کې د خپل ملاتړ موده غځولې ده.

ټاکل شوې د قطر ددې نوې پروژې څخه د فراه، فاریاب او هلمند په ولایتونو کې په سلګونو کورنۍ ګټه پورته کړي.

د قطرد سرې میاشتې د ټولنې د مرستو او نړیوالې پرمختیا د چارو رئیس محمد صلاح ابراهیم بغلان ولایت ته هم د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت بغلان جدید او برکه ولسوالیو کې د زرو سیلاب ځپلو کورنیو سره هم د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې کړي دي.

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته دغه هیواد سره نړیوالې مرستې کمې شوي دي. د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې د کیفیت لرونکو روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی اوس هم یوه ډیره مهمه مسله ده.

د روغتیا د نړیوال سازمان شمیرې ښيي چې شاوخوا ۱۸ میلیونه افغانان د روغتیا په برخه کې روغتیايي مرستو باندې متکي دي. خو د ګاونډیو هیوادونو څخه د افغان کډوالو ستنیدلو د افغانستان په روغتیايي سیستم چې له وړاندې د ستونزو سره مخ وو لا تر فشار لاندې راوستی دی.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي چې اوس مهال په کابل او یو شمیر ولایتونو کې د دولتي او خصوصي روغتونونو سربیره څلور زره او ۹۰۰ روغتیايي مرکزونه فعال دي.

ددغه وزارت د شمیرنو له مخې تیرکال ۸۰ میلیونو ناروغانو ته په دولتي روغتونونو او روغتیايي مرکزونو کې روغتیايي خدمتونه برابر شوي وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG