د لاس رسي وړ اتصالات

سږکال افغانستان کې ۱۲۵ زرو څخه زیات کسان د نس ناستې په ناروغۍ اخته شوي - راپور


د روغتیتا د نړیوال سازمان له قوله په راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۴ کال د پیل راهسیې د سخت نس ناستې د ناروغۍ سره د تړلو ناروغیو له امله ۶۰ تنه چې اکثره یې ماشومان وو هم مړه شوي دي.
د روغتیتا د نړیوال سازمان له قوله په راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۴ کال د پیل راهسیې د سخت نس ناستې د ناروغۍ سره د تړلو ناروغیو له امله ۶۰ تنه چې اکثره یې ماشومان وو هم مړه شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې نس ناستې ناروغۍ د خپریدو په اړه د اګست د میاشتې په راپور کې ویلي چې د روان ۲۰۲۴کال له پیل څخه د اګست تر۲۴ پورې په دغه هیواد کې ټول ۱۲۵ زره او ۴۷۱ کسان چې ۵۵.۴ فیصده یې د پنځه کلنو څخه د کم عمر ماشومان دي د نس ناستې په ناروغۍ اخته شوي دي.

د ریلیف په انټرنیټي پاڼه کې د روغتیتا د نړیوال سازمان له قوله په دې خپور شوي راپور کې ویل شوي چې په دغه موده کې د سخت نس ناستې د ناروغۍ سره د تړلو ناروغیو له امله ۶۰ تنه چې اکثره یې ماشومان وو مړه شوي دي.

په دې راپور کې ویل شوي: "د ۲۰۲۴ کال د پیل راهیسې مجموعآ د سخت نس ناستې ۱۲۵ زره او ۴۷۱ پیښې د ۳۴۱ ولسوالیو څخه په ترلاسه شویو راپورونو کې ددغې ناروغۍ سره تړلي ۶۰ تنو د مړینې راپور ورکړل شوي دی. ددې ټولو پیښو ۶۹ زره او ۵۴۷ پیښې چې د ټولو پیښو ۵۵.۴ فیصده کیږي د پنځه کلنو څخه د کم عمرماشومان وو او ۶۲ زره او ۲۷ پیښې چې د مجموعي پیښو ۴۹.۴ فیصده کیږي ښځینه ناروغانې وې".

په دې راپور کې ویل شوي چې د روان ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې نس ناستې د ناروغۍ د چټک تشخیص لپاره د شپږ زره او ۴۶۲ تنو د معاینې پایلې ښيي چې ددغه شمیر څخه ۹۳۸ پیښې چې د ټولو معاینه شویو پیښو ۱۴.۵ فیصده کیږي مثبتې وې.

ددې راپور له مخې د هرو لس زرو تنو د نفوس پر اساس ترټولو زیاتې پیښې په نیمروز کې (۹۱.۲) ورپسې په پکتیا کې (۹۰.۴)، لوګر کې (۷۰.۴) او کابل کې (۵۹.۲) فیصده ثبت شوي دي.

په دې راپور کې د نس ناستې د ناروغۍ د خپریدو د علتونو په اړه د نورو علتونو سربیره په افغانستان کې په اکثرو ولایتونو کې د سیلابونو راوتل ښودل شوي چې له امله یې د څښلو اوبه ککړې شوي وې.

په دې راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې د نس ناستې د ناروغۍ پیښې د روان ۲۰۲۴ کال د اپریل د میاشتې راهیسې مخ په زیاتیدو وې، خو د اګست په میاشت کې ددغې ناروغۍ په پیښو کې یو نسبي ثبات لیدل کیږي.

ددې دمخه د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویلي و چې د افغانستان په هغو ولایتونو کې چې د حرارت درجه په کې لوړه ده د نس ناستې، ملاریا اود خوړو د مسمومیت څخه د زیږیدلو ناروغیو پیښې زیاتې شوي دي.

ددغه وزارت ویاند شرافت زمان امرخیل رسنیو ته په استولي یو پیغام کې ویلي چې په دې وروستیو کې د نس ناستې د ناروغۍ پیښې زیاتې شوي، خو هغه ویلي چې د درملنې لپاره یې اقدامات هم شوي دي.

هغه ویلي: "په ولایتونو کې ځانګړې برخې لرو، کابل کې ددې ناروغۍ لپاره تخصصي روغتون لرو ترڅو خلکو ته خدمتونه وړاندې شي، له خلکو زمونږ هیله داده چې که چیرې په کورونو کې په نس ناستې باندې اخته ماشومان ولري روغتیايي مرکزونو ته دې مراجعه وکړي ترڅو د ماشومانو ژوند یې د ګواښ سره مخ نه شي."

امرخیل د نس ناستې پر ناروغۍ د اخته ناروغانو د شمیر په اړه څه نه دي ویلي، خو د روغتیا د نړیوال سازمان " ډبلیو اچ او" په یو راپور کې چې د اګست په دویم ( زمري ۱۲) خپور کړی ویلي چې د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې څخه د جولاۍ د تیرې میاشتې د ۲۷مې پورې د ۳۴ ولایتونو په ۳۳۲ ولسوالیو کې په مجموعي ډول سخت نس ناستې ۹۵۳۰۱ پیښې ثبت شوي دي.

ډاکټران وايي چې د سخت نس ناستې ناروغي په چټک ډول د بدن د اوبو د کمیدو، سوتغذیه او حتی د ماشومانو د مړینې سبب شي.

ډاکټران سپارښتنه کوي چې که چیرې یو څوک درې ځلې نس ناستې تجربه کړي او د نس ناستې سره د خیټې درد او زړه بدوالی هم ولري باید دغسې ناورغ روغتیايي مرکز ته مراجعه وکړي.

ډاکټران وايي چې ککړې اوبه، خواړه، ترکاري او مکروبونو باندې ککړې تازه میوې او د زیاتې مودې لپاره دمخه پاخه شوي خواړه د نس ناستې په ناورغۍ د خلکو د اخته کیدو سبب ګرځي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG