د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې خوارځواکۍ د پیښو زیاتوالی؛ بدخشان کې شپږو میاشتو کې ۲۶ ماشومان مړه شوي


د خوړو د نړیوال پرګرام د معلوماتو پراساس افغانستان کې څلور میلیونه ښځې او ماشومان د خوارځواکۍ سره لاس او ګریوان دي او د اضافي بودیجې د نه چمتو کولو په صورت کې به پر خوارځواکۍ د اخته کسانو شمیر نور هم زیات شي.
د خوړو د نړیوال پرګرام د معلوماتو پراساس افغانستان کې څلور میلیونه ښځې او ماشومان د خوارځواکۍ سره لاس او ګریوان دي او د اضافي بودیجې د نه چمتو کولو په صورت کې به پر خوارځواکۍ د اخته کسانو شمیر نور هم زیات شي.

د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې په خوارځواکۍ باندې د اخته کسانو د شمیر د زیاتوالي سره هممهاله، د بدخشان په ولایت کې روغتیايي چارواکو ویلي چې په تیرو شپږو میاشتو کې په دغه ولایت کې لږ ترلږه ۲۶ مشومان پر دغې ناروغۍ مړه شوي دي.

په فیض اباد کې د بدخشان د ولایتي روغتون رئیس شفیق الله همدرد د سپټمبر اول ( وږي ۱۱) د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر خبري اژانس ته ویلي چې په دې وروستیو میاشتو کې په دغه ولایت کې په خوارځواکۍ د اخته ناروغانو شمیر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د ښاغلي همدرد د وینا پراساس د ۱۴۰۳ روان لمریز کال له پیل څخه تراوسه پورې پر سختې خوارځواکۍ اخته ۳۲۶ ماشومان دغه روغتون ته راوړل شوي چې اکثره یې د درملنې وروسته بیرته خپلو کورونو ته استول شوي دي.

د بدخشان د ولایتي روغتون رئیس" لوږه او د خوړو نه خوندیتوب" په دغه ولایت کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د شمیر د زیاتیدو د اصلي عواملو په توګه یاد کړی دی.

د بدخشان ولایت ځینو اوسیدونکو د " پر لارود تګ راتګ سختوالي، روغتیايي مرکزونو او کلیو ترمنځ له حد څخه زیاته فاصله او د خلکو اقتصادي کمزوري په هغو ننګونو کې یادې کړي، چې له امله یې خلک پر وخت خپل ماشومان د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته انتقال کړي.

په عین وخت کې د پنجشیر په ولایت کې روغتیايي چارواکوهم په دغه ولایت کې د خوارځواکۍ د پیښو د زیاتیدو خبر ورکړی او ویلي دي چې په روان کال کې په خوارځواکۍ اخته له شپږ زرو څخه ماشومان روغتیايي مرکزونو ته وروړل شوي دي.

په پنجشیر ولایت کې د طالبانو د عامې روغتیا رئیس حجت الله محمدي ویلي چې اکثریت ددغو ماشومانو پر خوارځواکۍ باندې اخته شوي وو، چې په روغتیايي مرکزونو کې یې درملنه شوې ده.

د محمدي د وینا پراساس ددغو ماشومانو له ډلې څلور زره او ۶۲۶ تنه یې د منځنۍ کچې په خوارځواکۍ او یو زر او ۴۲۱ تنه نور پر سختې خوار ځواکۍ اخته شوي وو.

په افغانستان کې د خوارځواکۍ په پیښو کې د زیاتوالي په اړه دا خبر په داسې حال کې ورکړل شوي چې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP د بودیجې د کمښت له امله ) په افغانستان کې پر خوارځواکۍ د اخته ناروغانو په ګډون د خپلو ځینو پروګرامو لپاره د بودیجې د کمیدو په اړه اندیښنه ښودلې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام د اګست ۲۵ (وږي څلورم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې که چیرې دغې ادارې ته اضافي بودیجه برابره نشي نو کیدای شي چې به له یو میلیون څخه زیاتې ښځې په افغانستان کې ددې پروګرام مرستې نورې ترلاسه نشي کړلی.

د خوړو نړیوال پرګرام ویلي: "په افغانستان کې ښځې د بشري مرستولپاره د بودیجې د کمښت لویه بیه پرې کوي. له یو میلیون څخه زیاتې میندې او ماشومان د بودیجې د کمښت له امله د تغذيي د مرستو څخه نوره ګټه نشي اخیستلی."

د خوړو د نړیوال پرګرام د معلوماتو پراساس په افغانستان کې له وړاندې څلور میلیونه ښځې او ماشومان د خوارځواکۍ سره لاس او ګریوان دي او د اضافي بودیجې د نه چمتو کولو په صورت کې به وضعیت لا خراب شي.

د خوړو د نړیوال پروګرام سربیره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ هم د جولاې د میاشتې په وروستیو کې، په یو راپور کې په افغانستان کې د خپلو پرګرامونو د دوام لپاره د بودیجې د کمښت خبر ورکړی وو او ویلي یې و چې "د ټولنې د مشارکت او د ښځو د ځواکمنیدو، هوساینې او د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي" پرګرامونه یې د ګواښ او بحران سره مخ شوي او په بیړني ډول اضافي بودیجې ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د بشري اړتیاو د ځواب ویلو د پروګرام د راپور پر اساس، په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري چې په دې ډله کې ۵۲ فیصده یې ماشومان او ۲۵ فیصده یې ښځې دي.

همداشان د ملګرو ملتونو د راپور پراساس، په افغانستان کې په خوارځواکۍ باندې د اخته ماشومانو او میندو شمیر زیات شوي او ۶.۳ میلیونه افغانان په کور دننه د خپلو مینو څخه نورو سیمو ته کډه شوي دي.

د مرستې رسونې ځینو ادارو ټینګار کړی چې که څه هم بشري بیړنۍ مرستې د افغانانو د ژغورنې لاره ده، خو د بشري مرستو لپاره د بودیجې کمښت د افغانانو په ورځیني ژوند ناسمه اغیزه کړې ده.

ملګرو ملتونو د روان ۲۰۲۴ کال په سر کې په افغانستان کې اړمنو کسانو ته د بشري مرستو د برابرولو لپاره د نړیوالې تولنې څخه د ۳.۰۶ میلیاردو ډالرو د بږدیچې د برابرولو غوښتنه کړې وه چې د اګست د روانې میاشتې تر ۱۳ ورځې پورې نړیوالې ټولنې ددغې بودیجې یوازې ۲۵ فیصده برابره کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG