د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د موسمي ناروغیو پیښې زیاتې شوي


د ملګرو ملتونو د یو راپور پراساس د افغانستان ۲۷ فیصده وګړي د ملاریا په ناروغۍ د اخته کیدو د لوړ خطر په سیمو کې او ۵۰ فیصده ددغې ناروغۍ د متوسط خطر په سیمو کې ژوند کوي.
د ملګرو ملتونو د یو راپور پراساس د افغانستان ۲۷ فیصده وګړي د ملاریا په ناروغۍ د اخته کیدو د لوړ خطر په سیمو کې او ۵۰ فیصده ددغې ناروغۍ د متوسط خطر په سیمو کې ژوند کوي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي چې د افغانستان په هغو ولایتونو کې چې د حرارت درجه په کې لوړه ده د نس ناستې، ملاریا اود خوړو د مسمومیت څخه د زیږیدلو ناروغیو پیښې زیاتې شوي دي.

ددغه وزارت ویاند شرافت زمان امرخیل رسنیو ته په استولي یو پیغام کې ویلي چې په دې وروستیو کې د نس ناستې د ناروغۍ پیښې زیاتې شوي، خو هغه ویلي چې د درملنې لپاره یې اقدامات هم شوي دي.

هغه ویلي: "په ولایتونو کې ځانګړې برخې لرو، کابل کې ددې ناروغۍ لپاره تخصصي روغتون لرو ترڅو خلکو ته خدمتونه وړاندې شي، له خلکو زمونږ هیله داده چې که چیرې په کورونو کې په نس ناستې باندې اخته ماشومان ولري روغتیايي مرکزونو ته دې مراجعه وکړي ترڅو د ماشومانو ژوند یې د ګواښ سره مخ نه شي."

امرخیل د نس ناستې پر ناروغۍ د اخته ناروغانو د شمیر په اړه څه نه دي ویلي، خو د روغتیا د نړیوال سازمان " ډبلیو اچ او" په یو راپور کې چې د اګست په دویم ( زمري ۱۲) خپور کړی ویلي چې د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې څخه د جولاۍ د تیرې میاشتې د ۲۷مې پورې د ۳۴ ولایتونو په ۳۳۲ ولسوالیو کې په مجموعي ډول سخت نس ناستې ۹۵۳۰۱ پیښې ثبت شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په دغه موده کې په افغانستان کې پر دغې ناروغۍ ۴۸ تنه مړه شوي دي.

په دې راپور کې ویل شوي چې پر دغې ناروغۍ د اخته شویو کسانو ۵۳ زره او ۴۰۰ یې د پنځه کلنو څخه د کم عمر ماشومان او شاوخوا ۵۰ فیصده یې ښځې وې.

ددغه راپور پر اساس د سخت نس ناستې د پیښو زیات شمیر یې په نیمروز، کابل او د جوزجان په ولایتونو کې ثبت شوي دي.

ډاکټران وايي چې د سخت نس ناستې ناروغي په چټک ډول د بدن د اوبو د کمیدو، سوتغذیه او حتی د ماشومانو د مړینې سبب شي.

ډاکټران سپارښتنه کوي چې که چیرې یو څوک درې ځلې نس ناستې تجربه کړي او د نس ناستې سره د خیټې درد او زړه بدوالی هم ولري باید دغسې ناورغ روغتیايي مرکز ته مراجعه وکړي.

ډاکټران وايي چې ککړې اوبه، خواړه، ترکاري او مکروبونو باندې ککړې تازه میوې او د زیاتې مودې لپاره دمخه پاخه شوي خواړه د نس ناستې په ناورغۍ د خلکو د اخته کیدو سبب ګرځي.

د ملاریا پیښې

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخیل په افغانستان کې د ملاریا د ناروغۍ د پیښو د زیاتیدو خبر هم ورکړی او ویلي دي چې په افغانستان کې د پخوا پرتله ددغې ناورغۍ پیښې زیاتې شوي دي.

خو ښاغلي امرخیل د ملاریا د پیښو د زیاتیدو یو علت د روغتیايي مرکزونو د شمیر زیاتوالی او روغتیايي مرکزونو کې ددغې ناروغۍ د پیښو د تشخیص له امله ګڼلی دی.

هغه ویلي:" د دوبي د موسم په رارسیدو مونږ ټولو هغو سیمو ته چې هوا یي ګرمه ده، د وقایوي تدابیرو سربیره په معالجوي برخه کې مو هم کار کړی دی، د ملاریا د ناروغۍ د مخنیوي لپاره په مختلفو سیمو کې د دوا د پاشلو او شیندلو او د پشه خانو د ویشلو کمپاینونه ترسره کړي دي. زمونږ هدف دا وو چې څنګه ددغې ناروغۍ د پراخیدو مخنیوی وکړو".

شرافت زمان امرخیل د ملاریا د ناروغۍ د پیښو د شمیر په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو هغه درې اونۍ دمخه ویلي و چې د ۲۰۲۴ کال په لومړیو شپږ میاشتو کې په ټول افغانستان کې د ملاریا د ناروغۍ ۵۰ زره پیښې ثبت شوي دي، چې د تیر کال د ورته مودې پرتله ددې ناروغۍ په پیښو کې ۳۰ فیصده زیاتوالی ښيي.

د ملګرو ملتونو د انکشافي پروګرام (UNDP ) د یو راپور پراساس د افغانستان ۲۷ فیصده وګړي د ملاریا په ناروغۍ د اخته کیدو د لوړ خطر په سیمو کې او ۵۰ فیصده ددغې ناروغۍ د متوسط خطر په سیمو کې ژوند کوي. ددې راپور پراساس ددغه هیواد د وګړو یوازې ۲۳ فیصده یې په هغو سیمو کې ژوند کوي چې د ملاریا پر ناروغۍ د اخته کیدو خطر په کې شتون نلري او یا هم ډیر کم دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG