د لاس رسي وړ اتصالات

د زیړي نړیواله ورځ؛ تېرکال افغانستان کې ۱۵زره کسان په دې رنځ اخته شوي


په تیر۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د زیړي د ناروغۍ د ۱۵ زرو پیښو څخه ۱۲ زره یې ددغې ناروغۍ د "بي" د بڼې او پاتې نورې یې د " سي" د بڼې پیښې تشخیص شوې وې.
په تیر۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د زیړي د ناروغۍ د ۱۵ زرو پیښو څخه ۱۲ زره یې ددغې ناروغۍ د "بي" د بڼې او پاتې نورې یې د " سي" د بڼې پیښې تشخیص شوې وې.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د هیپاتیت یا زیړي د نړیوالې ورځې سره هممهاله ویلي چې که څه هم په افغانستان کې پر دغې ناروغۍ د اخته ناروغانو دقیق شمیر معلوم نه دی، خو تیرکال پر دغې ناروغۍ د اخته ناروغانو ۱۵ زره پیښې ثبت شوې وې.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت مرستیال عبدالولي حقاني د یکشنبې په ورځ جولاۍ ۲۸ ( زمري اووم) د هیپاتیت یا زیړي د نړیوالې ورځې په مناسبت کابل کې یوې جوړې شوې غونډې ته په وینا کې وویل چې تیرکال د زیړي د ناروغۍ د ۱۵ زرو پیښو څخه ۱۲ زره یې ددغې ناروغۍ د "بي" د بڼې او پاتې نورې یې د " سي" د بڼې پیښې تشخیص شوې وې.

هغه وویل:" افغانستان کې دقیق ارقام نشته، خو د نیکه مرغه د راپورونو له مخې ددغې ناروغۍ کچه مخ په ټیټیدو ده. خو بیا هم دغه ناروغي د مختلفو دلایلو له مخې د خلکو ژوند ګواښوي".

حقاني د تیرې یوې لسیزې بحرانونو، د خلکو بې ځایه کیدل او کډوالي، نشه يي توکو استعمال، د معاینې پرته د وینې ورکول، د سلمانیانو د کارونې وسایلو ککړتیا او خال وهل په افغانستان کې پر دغې ناروغۍ د اخته کیدو په مهمو عواملو کې یاد کړل.

د طالبانو د حکومت دغه چارواکي دا ومنله چې په افغانستان کې ددغې ناروغۍ د تشخیص او درملنې په برخه کې د ناڅیزه امکاناتو له امله په زیړي اخته ناروغانو ته د درملنې په برخه کې خدمتونو وړاندې کول هم کم دي. هغه وویل چې اوس مهال د ایډز او د زیړي د ناروغۍ د وقایوي پروګرام لاندې په ۱۴ ولایتونو کې د تشخیص مرکزونه شته او په اتو ولایتونو کې ددغې ناروغۍ د درملنې مرکزونه فعال دي.

هغه وویل:" په نږدې راتلوونکې کې به په لسو نورو ولایتونو کې ددغې ناروغۍ د تشخیص د مرکزونو د پرانیستلو شاهدان اوسواو د عامې روغتیا وزارت ژمن دی چې سږکال به په ټولو ولایتونو کې وقایوي او د کنټرول خدمتونو چمتو کړي".

حقاني د ملګرو ملتونو او د روغتیا د سکټور له نورو ادارو څخه وغوښتل چې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت له پروګرام څخه ملاتړ وکړي او خپل مستقیم او غیر مستقیم مصارف راکم کړي او ددغه وزارت سره په مهغږۍ خپلې مرستې ترسره کړي.

د جولاۍ ۲۸ هر کال په نړۍ کې د هیپاتیت یا زیړي د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي. سږ کال دا ورځ د روغتیا نړیوال سازمان له خوا "اوس د اقدام وخت دی" تر شعار لاندې نمانځل کیږي.

په عین وخت کې په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان د دفتر رئیس ډاکټر اډوین سنیزا سالوادور ددغې ورځې په مناسبت د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د ټولو خلکو غوښتي چې ددغې ناروغۍ لپاره دې خپله وینه معاینه کړي.

هغه لیکلي:" زه د ټولو غواړم چې د معاینې، درملنې او واکسین باندې تمرکز وکړي. په ټوله نړۍ کې ۳۰۴ میلیونه وګړي د هیپاتیت یا زیړي د سختې ناورغۍ د 'بي' او 'سي' سره ژوند کوي. په هرو ۳۰ ثانیو کې یو ژوند د هیپاتیت یا زیړي د ناروغۍ اړوند ناروغیو له امله له لاسه وځي".

همداشان ډاکټر سالوادور ویلي چې په افغانستان کې په تیره یوه لسیزه کې ۱۰۰ زره کسان د هیپاتیت یا زیړي په ناروغۍ اخته شوي چې په کې ۷۰ زره د 'بي' او ۳۰ زره نور د 'سي' په ناروغۍ اخته شوي دي.

هغه وویل:"مونږ باید د خلکو د ژوند د ژغورنې لپاره د تشخیص او د ناروغۍ وړاندې درملنې د پایلو د ښه کیدو په برخه کې خپلې هڅې لا زیاتې اوګړندۍ کړو. مونږ په ګډه کولای شو چې د هیپاتیت یا زیړي ناروغۍ له منځه وړل په واقعیت باندې بدل کړو".

د هیپاتیت یا زیړي ناروغي انسانانو ته د هیپاتیت د شپږو ویروسونو څخه ( E,D,C,B,A) یا G څخه رسیږي.

ددغې ناروغۍ عامل هرڅه چې وي د ځګر د پړسوب سبب ګرځي او د ځګر فعالیت باندې اغیز کوي. ځګر ته د وینې نه رسیدل، زهرجن کیدلو، په زیاته اندازه د الکولو څښل ځګر ته زیان رسوي او هم د ځینو درملو مصرف هم کیدای شي د هیپاتیت یا زیړي ناروغۍ سبب وګرځي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG