د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: هڅه کوو د بیزو تڼاکې ناروغي د سرحد په صفري نقطو کې کنټرول شي


د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویلي چې تراوسه په افغانستان کې د اېم پاکس یا د بیزو د تڼاکې ناروغۍ کومه مثبته پیښه نه ده ثبت شوې.
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویلي چې تراوسه په افغانستان کې د اېم پاکس یا د بیزو د تڼاکې ناروغۍ کومه مثبته پیښه نه ده ثبت شوې.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د افغانستان په ګاونډي هیواد پاکستان کې د بیزو تڼاکې د ناروغۍ د پیښو د ثبت وروسته ویلي چې هڅه کوي چې په سرحدي صفري نقطو کې ددغې ناروغۍ مخنیوی وکړي او کنټرول یې کړي.

ددغه وزارت ویاند شرافت زمان امرخیل د سه شنبې په ورځ اګست ۲۰( زمري ۳۰) خبریالانو ته په یو استولي ویډیوي پیغام کې ویلي چې ددغې ساري ناروغۍ مثبتې پیښې د پاکستان په ګډون په ځینو هیوادونو کې ثبت شوي دي.

د امرخیل د وینا پر اساس د بیزو تڼاکې ساري ناروغۍ ته په پاملرنې ددغې ناورغۍ د مخنیوي لپاره مخکې له مخکې لازم اقدامات اړین دي، چې د همدې له امله د عامې روغتیا وزارت په اړه چمتوالی نیولی دی.

امرخیل وویل چې په تیرو څو ورځو کې د عامې روغتیا وزارت اړوند ریاستونو او ادارو ته وظیفه سپارل شوې چې په افغانستان کې ددغې ناروغۍ د خپریدو د مخنیوي لپاره اقدامات ترسره کړي.

هغه وویل: " مونږ په خپل ټول توان سره هڅه کوو ترڅو په افغانستان کې ددغې ناروغۍ د خپریدو مخه ونیسو، له نیکه مرغه مونږ سره په افغانستان کې ددغې ناروغۍ کومه مثبته پیښه نه ده ثبت شوې، البته کوښښ کوو چې د قوي تدابیرو په پلي کولو سره ددغې ناروغۍ د خپریدو مخه ونیسو".

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند وویل چې دا چې په افغانستان کې د بیزو د تڼاکې د ناروغۍ د خپریدو څخه څنګه مخنیوی وشي په دې اړه د نړیوالو او داخلي ادارو سره سلامشورې شوي دي او ځینې لومړنۍ کړنلارې په دې برخه کې ترتیب شوي هم دي.

امرخیل وویل:" ددغو کړنلارو پراساس کولای شو په صفري نقطو او هغو سیمو کې چې د چاڼولو امکانات شتون لري ددغې ناروغۍ د خپریدو مخنیوی وکړو".

همداشان د طالبانو د حکومت دعامې روغتیا وزارت ویلي چې ددغې ناروغۍ سره د مقابلې لپاره په پام کې لري چې د ظرفیت د لوړولو او عام پوهاوې په برخو کې پروګرامونه پیل کړي او هم په سرحدي سیمو کې ددغې ناروغۍ د چاڼوالو چارې زیاتې کړي.

په عین وخت کې ددغه وزارت سرپرست نورجلال جلالي د بیزو د تڼاکې ناروغۍ د مهارلو په تړاو یوې غونډې ته ویلي: هڅه کوو د هیواد په صفري نقطو کې ددې ناروغۍ مخنیوی وکړو او هیوادوال ددغې ناروغۍ څخه وژغورو. په دې تړاو د مختلفو نویوالو سازمانونو سره غونډې شوي دي او همدارنګه د همغږۍ او امکاناتو په چمتوکولو باندې بوخت یو".

د عامې روغتیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې ددغه وزارت د پالیسي او د روغتیا د پراختیا د معین محمد حسن غیاثي له قوله ویلي چې د روغتیا د نړیوال سازمان او د مهاجرت د نړیوال سازمان سره یې ددغې ناروغۍ د پیښیدو په صورت کې اړو کسانو ته د خدمتونو د برابرولو په لارو چارو هم خبرې کړي دي.

دغه وزارت ویلي چې دغو دواړو نړیوالو سازمانو ورته د مرستې د چمتو کولو ډاډ ورکړی دی.

د اېم پاکس یا د بیزو تڼاکې ناروغي یوه ساري ناروغي ده چې په دې ویروس د اخته څارویو څخه انسانانو ته انتقالیږي او د فزیکي تماس له لارې د انسانانو ترمنځ خپریږي. دا ناروغي په کانګو کې متمرکزه ده ، چې شاوخوا ۱۰۰ میلیون نفوس لري.

دا ویروس پخوا د بیزو د تڼاکو په نوم یادېده او په لومړي ځل په ۱۹۵۸ کې په ډنمارک کې په هغو بیزوګانو کې وموندل شو چې د څیړنو لپاره ساتل کیدې. دا ناروغي په انسانانو کې په لومړي ځل په ۱۹۷۰ کې په کانګو کې وموندل شوه.

د کانګو د روغتیا وزیر سمیول راجر کامبا پدې اونۍ کې په یو ویډیويي پیغام کې وویل چې په دغه هېواد کې سږکال ۱۶۰۰۰ د اېم پاکس احتمالي قضیې او له دې کبله د ۵۴۸ کسانو مړینه ثبت شوې ده.

هغه وویل چې حکومت د "اېم پاکس پروړاندې د واکسین کولو ملي ستراتیژیک پلان" ځای په ځای کړی، او د دې ناروغۍ د کنټرول لپاره د نورو اقداماتو پلي کولو هڅه کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG