د لاس رسي وړ اتصالات

د روغتیا نړیوال سازمان: کرونا لا تراوسه ختمه شوې نده


د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) د اروپا دفتر د سه شنبې په ورځ جون ۲۷ (چنګاښ شپږ) خبرداری ورکړ چې د کرونا خطر لا تراوسه له مینځه ندی تللی ځکه چې د کوویډ-۱۹ ناروغي اوس هم په سیمه کې هره اونۍ د شاوخوا ۱۰۰۰ کسانو د مړینې لامل کیږي.

ډبلیو ایچ او د مۍ پنځمه اعلان وکړ چې د کرونا وبا نور د یو "نړیوال روغتیایي بیړني حالت" په توګه نه پېژندل کیږي.

د اروپا لپاره د روغتیا نړیوال سازمان مشر هانس کلوګ خبریالانو ته وویل: "په داسې حال کې چې دا [ناروغي] ممکن د عامې روغتیا نړیوال بیړنی حالت نه وي، په هرصورت، کوویډ - ۱۹ لا تراوسه لمینځه نه دی تللی."

د روغتیا نړیوال سازمان د اروپا دفتر د مرکزي اسیا د څو هیوادونو په ګډون، ۵۳ هیوادونه په بر کې نیسي.

کلوګ زیاته کړه: "هره اونۍ په ټوله سیمه کې د کوویډ - ۱۹ له امله د ۱۰۰۰ نویو کسانو مړینې لا دوام لري، او دا شمېره هم ښايي کمه اټکل شوې وي ځکه چې یو شمېر هېوادونه اوس د پخوا په څېر ډبلیو ایچ او ته د کرونا د وضعیت په اړه منظم راپورونه نه ورکوي."

د روغتیا نړیوال سازمان دغه مقام د هیوادونو له چارواکو وغوښتل پکار ده ډاډ ترلاسه کړي چې لږ تر لږه ۷۰ سلنه د کرونا له امله زیان منونکو کسان ددغې ناروغۍ واکسین وکړي.

کلوګ دا هم وویل، اټکلونو ښودلې چې په سیمه کې په ۳۰ کې یو، یا شاوخوا ۳۶ میلیون خلکو په تیرو دریو کلونو کې "اوږد کوویډ" تجربه کړی، کوم چې "لا تراوسه یو پیچلی [روغتیايي] حالت دی او په اړه یې موږ ډیر لږ پوهیږو."

هغه زیاته کړه: "تر هغه چې موږ د اوږد کوویډ لپاره هراړخیز تشخیص او درملنه رامینځته نه کړو ، موږ به هیڅکله په ریښتیني ډول له دې وبا څخه و نه وځو." کلوګ په دې برخه کې د نورو څېړنو پر اړتیا ټینګار وکړ.

د روغتیا نړیوال سازمان همدارنګه خلکو ته خبرداری ورکړ چې د تودوخې څپې د روغتیايي اغیزو ترڅنګ د امپاکس (د بیزو تڼاکې) ناروغۍ د بیا راپیدا کیدو په اړه متوجه اوسي ځکه چې ددې سازمان د معلوماتو په اساس، د می په میاشت کې په ټوله سیمه کې د امپاکس ناورغۍ ۲۲ نوې قضیې ثبت شوي دي.

XS
SM
MD
LG