د لاس رسي وړ اتصالات

څه باندې ۶۶۰زره اړمنو افغانانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي ـ راپور


د روغتیا نړیوال سازمان ویلي په افغانستان کې د مرستې رسونې ۴۶ ادارو ددغه هیواد د ۳۴ ولایتونو کې د ۷۴۶ روغتیايي مرکرونو له لارې ۶۶۶ زرو څخه زیاتو کسانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي په افغانستان کې د مرستې رسونې ۴۶ ادارو ددغه هیواد د ۳۴ ولایتونو کې د ۷۴۶ روغتیايي مرکرونو له لارې ۶۶۶ زرو څخه زیاتو کسانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په یو راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د مرستې رسونې ۴۶ ادارو چې د روغتیا په برخه کې کارکوي ددغه هیواد په۲۸۴ ولسوالیو کې د ۷۴۶ روغتیايي مرکرونو له لارې له ۶۶۶ زرو څخه زیاتو کسانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د دوشنبې په ورځ اګست ۲۶( وږي پنځم) په یو راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۳ کال د نومبر د میاشتې څخه د روان ۲۰۲۴ کال د جولاې د میاشتې تر ۳۱ ورځې پورې د مرستې رسونې ددغو ادارو له خوا له ګاونډیو هیوادونو څخه ۵۷۸ زرو ستنو شویو کډوالو ته روغتیايي خدمتونه برابر شوي دي.

په دې راپور کې ویل شوي چې هغو کسانو ته چې روغتیايي مرستې برابرې شوي له ۲۰۸ زرو څخه زیاتې یې ښځې، له ۱۹۰ زرو څخه زیات سړي، شاوخوا ۹۶ زره نجونې او ۸۴ زره ماشومان شامل دي.

په دې راپور کې ویل شوي:" د ټولو هغو کسانو چې ددغو مرستو یې ګټه اخیستې ۲۶۵ زرو او ۹۵۳ کسانو د لومړنیو روغتیايي خدمتونو په برخه کې مشورې ورکړل شوي، ۲۶ زره او ۳۸۵ کسانو ته د ثانوي روغتیا په برخه کې خدمتونه وړاندې شوي، ۲۰۵ زره او ۵۳۸ کسانو ته د سلامتیا د ارتقا، ۳۵ زره او ۱۵۲ کسانو ته د مور او ماشوم د روغتیا په برخه کې خدمتونه وړاندې شوي، ۴۴ زره او ۱۶ کسانو ته د روحي او ټولنیزې درملنې په برخه او۹۴۲ کسانو ته د ټروما د درملنې په برخه کې مرستې برابرې شوي دي".

په عین وخت کې په دې راپور کې ویل شوي چې افغانستان د پام وړ روغتیايي ګواښونو سره مخ دی چې د روغتیايي د نازک وضعیت او د کلیوالو سیمو په ګډون په دغه هیواد کې د نابرابرو روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولوڅخه خلک ورسره مخ دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په دې راپور کې ترانسپورټي ستونزې، د روغتیايي څارنې د متخصصانو کمبود اود کیفیت لرونکو روغتیايي خدمتونو په ځانګړي ډول کلیوالو سیمو کې د نشتون یادونه کړې ده.

بشري اړتیاو ته او د ۲۰۲۴ کال د بشري اړتیاو د ځواب ویلو طرحې ته په پاملرنې په افغانستان کې له ۱۷.۹ میلیونو څخه زیات کسان چې روغتیايي مرستو ته اړتیا لري ۱۲.۸ میلیونه یې د مرستې رسونې روغتیايي ادارو له خوا تر پوښښ لاندې راغلي دي.

په دې راپور کې ویل شوي: "د ۱۷.۹ میلیونو کسانو له ډلې چې روغتیايي مرستو ته اړتیا لري، ۵۲ فیصده یې ماشومان دي. ۴۶ فیصده یې لویان او دوه فیصده یې د لوړ عمر لرونکي کسان دي، اته فیصده یې معلولین دي".

د مرستې رسونې ادارو له ګاونډیو هیوادونو څخه په زیات شمیر د افغان کډوالو د ستنیدلو څپې، د احتمالي زلزلو او سیلابونو او په افغاسنتان کې د روغتیا زیربناو ته په کتنې په دغه هیواد کې د ناروغیو د خپریدو په اړه هم اندیښنه ښودلې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان د اندیښنې د څرګندولو په ترڅ کې ویلي چې د ناروغیو خپریدل، ساري ناروغۍ، د مور او ماشوم اړوند ناروغۍ، سوتغذیه او غیرساري ناروغۍ په افغانستان کې په مړینو کې نقش لري.

ناروغۍ

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په روان ۲۰۲۴ کال کې تراوسه یې په افغانستان کې په مجموعي ډول شاوخوا ۸۶۶ زره د سختې تنفسي ناروغۍ او پر دغې ناروغۍ د اخته کیدو وروسته د دوه زره او ۶۷ کسانو د مړینې پیښې ثبت کړي دي.

همداشان ددغه سازمان د وینا پراساس په روان ۲۰۲۴ کال کې په مجموعي ډول د سخت نس ناستې ۱۰۱ زره او۶۷۰ پیښې او پر دغې ناروغۍ د ۵۰ تنو د مړینې پیښې یې هم ثبت کړي دي.

ددغه راپور پر اساس د روان ۲۰۲۴ کال د پیل څخه د جولاې د میاشتې ترپایه پورې شري ۴۲ زره او ۸۰۰ مشکوکې پیښې او پر دغې ناروغۍ د ۱۸۸ تنو د مړینې پیښې هم ثبت شوي دي. ددې سربیره دغه سازمان ویلي چې د کانګو د وینې بهوونکې تبې ۷۷۱ پیښې او له امله یې د ۶۳ کسانو د مړینې پیښې هم ثبت کړي دي. همداشان د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د روان کال د پیل څخه د جولاې د میاشتې ترپایه یې په افغانستان کې د ملاریا د ناروغۍ ۳۴ زره او ۷۶۰ مشکوکې پیښې هم ثبت کړي دي. دغه سازمان ویلي چې سږکال یې تراوسه د ملاریا په ناروغۍ د یو تن د مړینې پیښه هم ثبت کړې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې په ژمي کې د ژمي د موسمي شرایطو له امله د ماشومانو او زیانمنوونکو ډلو روغتیايي سلامتیا ته ګواښونه زیاتیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG