د لاس رسي وړ اتصالات

سوریې کې په تازه جګړو کې لږ تر لږه ۴۴ تنه وژل شوي؛ څه باندې ۴۸ زره بې ځایه شوي


ملګري ملتونه وایي په سوریې کې د تیرې نومبر میاشتې ۲۶ مې نیټې څخه د روانې ډسمبر میاشتې تر لومړۍ نیټې پورې په تازه جګړو کې لږ تر لږه ۴۴ تنه وژل شوي او څه باندې ۴۸ زره نور اړ شوي چې خپل کور کلي پریږدي او نورو سیمو ته کډه شي.

د بشري چارو لپاره د ملګرو ملتونو د همغږۍ دفتر یا اوچا دوشنبه ډسمبر دویمه ( لیندۍ ۱۲) ویلي چې په وژل شویو کې لږ تر لږه ۱۲ یې ماشومان او اووه یې میرمنې وې.

د ملګرو ملتونو دې دفتر همدارنګه ویلي چې د یاغیانو او حکومتي ځواکونو تر منځ د جګړو له کبله څه د پاسه ۴۸ زره کسان پداسې حال کې بې ځایه شوي چې د روغتونونو، ښوونځیو، اوبو سټیشنونو په ګډون ګڼ شمیر زیربناوې له منځه تللي.

د یاغیانو تازه بریدونه د بشارالاسد حکومت په مقابل کې تر ټولو خطرناک بلل کېږي، په سوریې کې له ۲۰۲۰ راهېسې جګړه نسبتآ کمه شوې وه.

سرچېنې وایي چې د یاغیانو تر بریدونو مخکې، متحدو ایالتونو او متحدو عربو اماراتو په دې امکاناتو غږېدلي وو، چې بشارالاسد له ایران څخه راوګرځوي او ورته یې ویلي وو که یې حزب الله ته د وسلو د انتقال لاره بنده کړي، بندیزونه به ترې لېرې شي.

په سوریې کې له ۲۰۱۱ راهېسې د ولسمشر بشارالاسد له خوا د ډیموکراسۍ پلوه مظاهرو د ځپل کېدو راهیسې جګړه روانه ده، چې له کبله یې لږ تر لږه ۵۰۰ زره کسان وژل شوي او د سوریې نیمایي نفوس بې ځایه شوی دی.

څو ورځې مخکې د حيات التحرير الشام جهادي ډلې او متحدينو یې د سوريې په شمال لوېديځ کې د ترکيې پولې ته څېرمه ناڅاپي بريدونه پيل کړل، او د سوريې د دوهم ترټولو ستر ښار حلب په ګډون یې ډیرې سیمې د حکومت له کنترول څخه رابهر او ونیولې.

د یاغیانو مشري د حیات تحریر الشام په نامه ډله کوي چې د القاعده شبکې سره یې اړیکې درلودې خو هغه ملیشې هم ورسره مل دي چې ترکیه یې تر شا ولاړه ده.

دا ډله د سوریې اکثریت شمال ختیځې برخې کنټرولوي او پدې تیرو څو کالونو کې یې کوښښ کړی چې خپل دریځ نرم کړی او د القاعده شبکې سره یې هم اړیکې پرې کړیدي.

ګمان دا دی چې وسله والو د کالونو راهیسې ددې تعرضي عملیاتو لپاره چمتوالی نیوه او د شمال لویدیځ څخه چې ددې یاغیانو قوي مرکز دی، دا تعرضي عملیات کړیدي.

په همدې حال کې د سوریې او روسیې جنګي الوتکو په هغو سیمو باندې بمبارۍ کړې چې یاغیانو نیولي دي. سرچېنې او د ژغورنې ډلې وايي په بمباریو کې د بې ځایه شویو خلکو لپاره یو ځانګړی شوی ځای هم وېشتل شوی دی.

متحده ایالاتو او اروپایي اتحادیې دا بریدونه غندلي او د شخړو د کمیدو غوښتنه یې کړې.

عملیاتي مشري حیات تحریر الشام کوي، د ترکیې له ملاتړ برمخمن وسله وال هم پکې برخه لري. هغوي د چارشنبې په ورځ تعرضي عملیات پیل کړل، د ادلیب او حلب کلیوالې سیمې یې ونیولې او دوه ورځې وروسته د حلب ښار ته ننوتل.

یاغیانو په سیمه ایز وخت شنبه ماښام د حما په مرکزي ولایت کې څلور ښارګوټي ونیول او دا ادعا یې هم کړې چې د ولایت مرکز ته ننوتي دي.

د سوریې وسله والو ځواکونو په یوې اعلامیې کې ویلي چې د حلب په ولایت کې د خلکو ژوندانه بچ کولو لپاره یې اضافي سرتیري او وسایل سیمې ته استولي دي او د ځوابي برید لپاره چمتوالی نیسي

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG