د لاس رسي وړ اتصالات

د دمشق او مسکو جټ الوتکو سوریې کې په یاغیانو باندې بریدونه زیات کړي


په سوریې کې په روانو بمباریو کې یوه وشتل شوې سیمه
په سوریې کې په روانو بمباریو کې یوه وشتل شوې سیمه

د سوریې پوځي سرچېنې وايي د یکشنبې په ورځ ډسمبر لومړۍ (لیندۍ ۱۱) د سوریې او روسیې جنګي جټ الوتکو په ادلب کې د یاغیانو تر کنترول لاندې سیمو باندې بمباریو ته زور ورکړی دی.

د دغو بریدونو هدف د یاغیانو شړل ښودل شوي چې د حلب په ښار یې برید کړی دی.

په همدې حال کې د اردن پادشاه دویم ملک عبدالله په سوریې کې روان وضعیت ته په کتو ویلي،‌ چې هېواد یې د یاغیانو او د ترکیې د ملاتړو وسله والو په مقابل کې د سوریې تر څنګ ولاړ دی.

نوموړي د عراق له صدراعظم محمد شیعه السوداني سره په تیلیفوني خبرو کې ویلي دي چې «اردن به په سوریې کې د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا، ازادۍ او ثبات لپاره د خپلو وروڼو ترڅنګ» ولاړ وي.

د سیمې خلک وايي په هوايي بریدونو کې د ادلب په ښار کې د استوګنې یوه سیمه هم وېشتل شوې، دا سیمه د ترکیې سرحد ته نژدې ده او شاوخوا څلور میلیون خلک په کې په موقتي درول شویو کېږدیو کې اوسېږي.

مرسته رسوونکي وايي په دغو بریدونو کې حد اقل څلور تنه وژل شوي او لسګونه نور ژوبل دي.

د سوریې او روسیې پوځ او ملاتړي یې وايي چې د دغو هوايي بریدونو هدف د یاغیانو د مرکزونو وېشتل دي او د ولسي خلکو په سیمو یې د هر ډول بریدونو خبره رد کړې ده.

تېره ورځ هم دوی د یاغیانو تر کنترول لاندې سیمو باندې سختې بمبارۍ وکړې.

دا په سوریې کې د جګړې له پیل راهېسې د یاغیانو تر ټولو خطرناک بریدونه بلل کېږي. د جمعې په ماښام یاغیانو د ادلب ولایت د حلب په ښار برید وکړ او د سوریې پوځ یې اړ کړ چې سیمې ته نور مرستندوی ځواکونه واستوي، دا په وروستیو کلونو کې د بشارالاسد د رژیم لپاره یوه لویه ننګونه ده.

د سوریې پوځ وايي چې په بریدونو کې یې لسګونه سرتېري وژل شوي، د سوریې پوځ په اعلامیې کې ویلي چې یو شمېر سیمې چې د یاغیانو تر کنترول لاندې وې، بېرته نیولې دي.

د یاغیانو د ایتلاف مشري «حیات التحریر الشام» کوي چې ورسره د ترکیې له ملاتړه برخمن وسله وال هم دي. متحده ایالتونه، روسیه او نور هېوادونه د «حیات التحریر الشام» ډله یوه ترهګره ډله پېژني او روسیه بیا د بشار الاسد د رژیم کلکه ملاتړې ده.

په سوریې کې په ۲۰۱۱ کال کې جګړه پیل شوې چې تر دې دمه سلګونه زره خلک په کې وژل شوي او ژوبل شوي او میلیونونه نور له خپلو سیمو څخه نورو سیمو ته کډوال شوي دي. دا جګړه لا په رسمي ډول ختمه شوې نه ده.

ایران او روسیې د ځینو سیمو د نیولو لپاره د سوریې له حکومت سره مرسته کړې وه او له همدې کبله یو څه وخت په سوریې کې جګړه درېدلې وه.

بل لوري ته اسرائیل هم په سوریې کې د ایران په مرکزونو باندې هوايی بریدونه روان ساتلي دي.

سپینې ماڼۍ د روسیې په روانو پېښو کې د خپل هر ډول مداخلې خبره رد کړې او ویلي، چې په سوریې کې اوسني شرایط په روسیې او ایران باندې د بشارالاسد د ډېرې تکیې او په سیاسي بهیر کې د خلکو د مشارکت د مخنیوي له کبله دي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند شان ساویت په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې «په روسیې او ایران باندې د سوریې اتکا او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لورې د ۲۰۱۵ کال د سولې د طرحه شوي بهیر مخنیوي داسې شرایط رامنځ ته کړي چې په پراخېدو» دي.

نوموړي وویل چې متحده ایالتونه «حیات التحریر الشام» یوه ترهګره ډله پېژني او له دغې ډلې او په سوریې کې یې د بریدونو او اقداماتو سره هېڅ تړاو نه لري.

یاغیانو د چهارشنبې راهېسې په سوریې کې د حکومت په ضد بریدونه پیل کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG