د لاس رسي وړ اتصالات

سوریې کې د یاغیانو له پرمختګ وروسته تهران د دمشق کلک ملاتړ اعلان کړ


په سوریې کې یاغیانو چټک پرمختګون کړي
په سوریې کې یاغیانو چټک پرمختګون کړي

د ایرنا دولتي رسنۍ راپور ورکړی چې‌ په سوریه کې د یاغي وسله‌ والو له پرمختګ وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د یکشنبې په ورځ ډسمبر لومړی (لیندۍ ۱۱) ویلي‌ چې د سوریې له حکومت او وسله‌والو ځواکونو څخه د ملاتړ څرګندولو لپاره دمشق ته سفر کوي.

عراقچي په ټینګار ویلي، "د سوریې دولت ته د ایران د اسلامي جمهوري د پیغام رسولو لپاره دمشق ته ځم."

په بریتانیا کې میشتې د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې د شنبې په ورځ وویل چې د بشارالاسد ضد یاغي وسله‌والو د سوریې د دویم لوی ښار حلب د هوايي ډګر په ګډون ډېرې برخې تر خپل کنټرول لاندې راوستې دي.

د سوریې پوځ تائید کړې ده چې یاغیانو د حلب ښار زیاتې سیمې نیولي دي او لسګونه عسکر یې وژلي‌ دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر یوځل بیا په سوریه کې د یاغیانو ناڅاپي برید د امریکا او اسرائیلو یوه دسیسه وبلله او زیاته یې کړه:‌ "د سوریې پوځ به د پخوا په شان یوځل بیا د دغو ترهګرو ډلو په وړاندې بریالي شي."

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ګیر پیډرسن د یکشنبې په ورځ وویل په سوریه کې د جنګ زیاتېدل چې له امله یې حکومت پر حلب باندې خپل کنټرول له لاسه ورکړی دی، د سیمې او نړۍ امنیت ته جدي ګواښ پېښوي.

پیډرسن په یو بیان کې وویل: "زه د سوریې او نړیوالو ښکیلو اړخونو تر منځ د بیړني او جدي سیاسي حل لارې غوښتنه کوم چې د وینې د تویېدو مخه ونیسي او د امنیت شورا د ۲۲۵۴ پریکړه لیک سره سم پر یو سیاسي حل باندې تمرکز وکړي."

ایران په سوریه کې د ۲۰۱۱ کال د کورنۍ جګړې له پیل راهیسې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد کلک متحد دی. ایران ادعا کوي چې په سوریه کې جنګي ځواکونه نه لري او یوازې پوځي افسران یې د دې هېواد ځواکونو ته مشورې او روزنه ورکوي.

د ایران له ملاتړ څخه برخمنه د لبنان د حزب‌الله ډله له کلونو راهیسې د سوریې د حکومت په ملاتړ جنګېږي.

له دې وړاندې یو ایراني اژانس راپور ورکړی و چې د ایران د اسلامي انقلاب د ګارد قول اردو یو جنرال د پنجشنبې په ورځ په سوریه کې وژل شوی دی.

په سوریه کې یاغي‌ وسله‌وال او متحدین یې د ترکیې د حکومت له ملاتړ څخه برخمن دي او روسیه او ایران د بشارالاسد د حکومت ننګه کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي چې عباس عراقچي به له دمشق وروسته له ترکي چارواکو سره د خبرو لپاره انقرې ته سفر وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG