د متحده ایالاتو پوځ دوشنبه نومبر ۱۱ ( لړم ۲۱) په سوریې کې د ایراني پلوو ملیشو پورې اړوندو نهو اهدافو باندې هوایي بمبارۍ کړي خو د مرګ ژوبلې په هکله یې څه ندي دویلي.
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ یا سنټکام په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا بریدونه یې په سوریه کې په میشتو امریکایي ځواکونو باندې د ایران له ملاتړ برمخنو ملیشو لخوا د بریدونو په غبرګون کې کړیدي.
سنټکام ویلي چې دا هوایي بریدونه به ایراني پلوې ملیشې کمزورې کړي او هغوي وبه نشي کړي چې په آینده کې د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو باندې د برید کولو پلان جوړ کړي او یا بریدونه وکړي.
متحده ایالات شاوخوا ۹۰۰ سرتیري په سوریه کې ځای پر ځای کړي چې د نورو ائتلافي او کردي ځواکونو سره په ګډه د اسلامي دولت یا داعش ډلې په خلاف مبارزه کوي.
سره لدې چې د متحده ایالاتو پوځ په اعلامیې کې ندي ویلي چې په سوریې کې یې په ځانګړې توګه د کومې ډلې غړي په نښه کړې وې او دا یې هم ندي ویلي چې پدې بریدونو کې څوک وژل شوي یا ټپي شویدي که نه.
خو د سوریې د بشري څار اداره چې مرکز یې په بریتانیې کې دی او پدې هیواد کې د کورنۍ جګړې په هکله د معلوماتو راټولولو لپاره پراخې شبکې لري، ویلي چې د امریکا په هوایي بریدونو کې څلور ملیشې وژل شوي چې د ایران طرفدارې دي.
سره لدې چې په سوریې او عراق کې ایراني پلوو ملیشو په امریکایي او ائتلافي ځواکونو وخت ناوخته بریدونه کول خو د تیر کال اکټوبر میاشتې راهیسې چې په غزې کې د حماس پر ضد د اسرائیل جګړه پیل شوې، په ائتلافي ځواکونو هم بریدونه ډیر شویدي.
په ائتلافي ځواکونو ډیری بریدونه د اسلامي مقاومت په نامه ډله کوي.
همدې ډلې په عراق او سوریې کې په امریکایي او ائتلافي ځواکونو د اکثریت هغو بریدونو د کولو ادعا کړې چې د تیر کال اکټوبر میاشتې څخه نیولې د روان میلادي کال د فبروري تر میاشتې پورې شویدي.
متحده ایالات په عراق کې تقریباً ۲۵۰۰ او په ګاونډي هیواد سوریې کې بیا نږدې ۹۰۰ سرتیري لري چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې په خلاف جګړې کې د ائتلافي ځواکونو مشري کوي او د کردي ملیشو سره په ګډه نه پریږدې چې داعش پدې سیمې کې بیا سر راپورته کاندي.
فورم \ دبحث خونه