د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان: د افغانستان په هکله زما نظر "مداخله نه، د ورورولۍ مشوره" ده


د پاکستان صدراعظم عمران خان
د پاکستان صدراعظم عمران خان

د پاکستان صدراعظم عمران خان وایي په افغانستان کې د موقت حکومت د جوړیدو په هکله د هغه څرگندونې یوازې د "ورورلۍ مشوره" ده او باید د افغانستان په چارو کې "مداخله" ونه گڼل شي.

د فرانسې د خبري اژانس په وینا ښاغلي خان دغه څرگندونې د جمعې په ورځ په خیبرپښتونخواه ایالت کې په یوه وینا کې وکړې. د امریکا غږ ډیوه راډیو د خبریال په وینا عمران خان پخپلې وینا کې د افغانستان د سولې د خبرو په اړوند هيڅ ونه ويل.

خو ښاغلي خان یو ځل بیا دا خبره تکرار کړې چې که افغان مقامات غواړي چې د جمهوري ریاست ټاکنې د سولې د بهیر په یوې برخې واوړي، ښایي دې ته اړتیا وي چې یو موقت حکومت جوړ شي. د ښاغلي خان په وینا "دا مداخله نده بلکه د وروولۍ مشوره ده."

دغه څرگندونې پداسې حال کې کیږي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانگړی استازی زلمی خلیلزاد د پاکستاني مقاماتو سره په اسلام آباد کې په خبرو بوخت دی.

ښاغلي خلیلزاد تر اوسه د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي او ددې هیواد د پوځ له مقاماتو سره کتلي دي، خو پاکستان ته د هغه د سفر بشپړه پروگرام رسنیو ته ندی بربنډ شوی.

د پاکستان صدراعظم پدې وروستیو میاشتو کې په وار وار په افغانستان کې د یو موقت حکومت د جوړیدو په اړه څرگندونې کړي چې د هغه دغه خبرې د افغانستان د حکومت له سخت غبرگون سره مخامخ شوي دي.

پدې وروستیو کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اسلام آباد نه خپل سفر ورغوښتی و او همداشان په کابل کې یې د پاکستان د سفیر مرستیال احضار کړی و او ورته ویلي وو چې د ښاغلي خان څرگندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې څرگنده لاسوهنه ده.

په کابل کې د امریکا سفیر هم د ښاغلي خان د څرگندونو په غبرگون کې په خپل ټویټر کنایه آمیزه توگه لیکلي وو چې د کرکټ یو شمیر تکتیکونو د سیاست په میدان کې مناسب چلند نلري.

XS
SM
MD
LG