د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د پاکستان د «حبیب بانک» د کار جواز لغوه کړ


د افغانستان بانک وايي، په کابل کې د حبیب بانک په نوم د یوه پاکستاني بانک د کار جواز لغوه کړی دی.

د افغانستان بانک ویاند ایمل هاشور د دوشنبې په ورځ د «وري میاشت پر ۱۲مه» امریکا غږ ته وویل چې د یاد پاکستاني بانک د کار جواز یې د افغانستان د بانکي اصولو د نه مراعتولو او د خدماتو د ټیټ کیفیت له امله لغوه کړی دی.

هاشور وايي، چې دغه پرېکړه د افغانستان بانک تر څېړونو وروسته د بانکدارۍ د رهبرۍ شورا لخوا نیول شوې ده.

هغه زیاته کړه:" دغه پرېکړه د افغانستان د بانکدارۍ شورا لخوا نیول شوې ده، کولای شم و وایم چې دغه بانک له تېرو دوو کلونو زر افغانۍ هم خپلو متشبثینو ته قرضه نه وه ورکړې، او اوس چې دغه پرېکړه شوې ده، د پاکستان حبیب بانک درې میاشتې وخت لري چې د خپلو مشتریانو حسابونه تصفیه کړي او په افغانستان کې خپل کار پای ته ورسوي".

نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان په اقتصادي وده کې د حبیب بانک ونډه صفر وه.

د افغانستان بانک ویاند له ټولو هغو افغانانو چې په دغه بانک کې حسابونه لري وغوښتل چې "تر درې میاشتو خپل پیسې له یاد بانک څخه نورو بانکونو ته انتقال کړي."

ښاغلي هاشور وویل، چې د دغه بانک د کار د جواز لغوه کېدل سیاسي انګېزه نه لري، بلکې د دې له امله چې د افغانستان تمې نه دي پوره کړي لغوه کړی دی.

د افغانستان بانک د معلوماتو له‌مخې حبیب بانک له تېرو شااوخوا پنځلس کلونو راپدېخوا په افغانستان کې فعالیت کاوه او زرګونه مشتریان یې لرل.

تر دا مهاله د یاد بانک مسؤلینو په دې اړه څه نه دي ویلي.

حبیب بانک د پاکستان له مهمو خصوصي بانکونو څخه دی او په ۱۹۴۷ میلادي کال کې تاسیس شوی دی.

دغه بانک په خپل رسمي ویب سایټ کې ویلي، چې په داخل پاکستان او بهر کې یو زرو ۸۰۰ څانګې لري.

له دې مخکې د ٢٠١٧ کال په سپتمبر کې حبیب بانک چې په پاکستان کې ستر پور ورکونکی بانک دی د پیسو د سپینولو او د ترهګرۍ د مالي ملاتړ د مقرراتو نه د سرغړونې په خاطر ٢٢٥ میلیونه امریکایي ډالر جریمه شوی و او مجبور شو چې په امریکا کې خپل فعالیت بند کړي او له دې هیواد نه ووځي.

XS
SM
MD
LG