د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: له پاکستان څخه شاوخوا ۹۹ زرو ستنو شویو کډوالو نغدي مرستې ترلاسه کړي


د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري وايي چې هغو ستنو شویو کډوالو چې نغدي مرستې یې ترلاسه کړي ۶۱ زرو یې د پي او ار کډوالو کارتونه لرل.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري وايي چې هغو ستنو شویو کډوالو چې نغدي مرستې یې ترلاسه کړي ۶۱ زرو یې د پي او ار کډوالو کارتونه لرل.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري (UNHCR) وايي چې د تیر ۲۰۲۳ کال د سپټمبر د ۱۵ راوروسته یې له پاکستان ته افغانستان ته د ۹۸ زرو او ۹۰۰ افغان کډوالو سره د ستنیدلو پرمهال په کابل، کندهار او جلال اباد کې د دغې کمیشنرۍ د مرکزونو له لارې نغدي مرستې کړي دي.

دغې کمینشرۍ په یو وروستي راپور کې چې د جمعې په ورځ جولاۍ ۱۹(چنګاښ ۲۹) خپور کړی ویلي چې هغو ستنو شویو کډوالو چې نغدي مرستې یې ترلاسه کړي ۶۱ زره یې هغه کډوال وو چې په پاکستان کې یې د دمخه ثبت شویو کډوالو (PoR) کارتونه لرل.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري هرې ستنیدونکې کورنۍ ته ۷۰۰ امریکايي ډالر (د یوې دوه کسیزې کورنۍ یا له هغې زیات شمیر غړو لرونکي کورنۍ) ته او ۳۵۰ ډالر په مجرد ټول ستنیدونکو کډوالو ته ورکوي. خو هغه کډوال چې په پاکستان کې د اوسیدانې قانوني اسناد نلري ددغې کمیشنرۍ له خوا ور سره دا ډول مرسته نه کیږي.

پاکستان د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې د ۱.۴ میلیونو افغانانو په ګډون ۱.۷ میلیونو کډوالو ته چې په دغه هیواد کې د اوسیدانې قانوني اسناد نلرل د نومبر تر لومړۍ له دغه هیواد څخه د وتلو مهلت ورکړی وو، چې د ټاکلې نیټې وروسته یې د قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړ چې لا هم دوام لري.

ملګرو ملتونو د جون په لسمه په یو راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر د ۱۵ څخه د ۲۰۲۴ کال د جون تر لومړۍ ورځې ۶۵۱ زره افغان کډوال هم له پاکستان څخه خپل هیواد ته تللي دي.

ددغې کمیشنرۍ د وینا له مخې د روان ۲۰۲۴ کال د مارچ له میاشتې راهیسې له پاکستان څخه افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنیدلو او جبري شړلو بهیر مخ په زیاتیدو دی چې د مۍ او جون په میاشتو کې تر ۴۰ زرو پورې افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

په عین وخت کې د مهاجرت نړیوال سازمان د پنجشنبې د ورځې ناوخته جولاۍ ۱۹ (چنګاښ ۲۹) په یو راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۴ کال د اپریل لومړۍ ورځې د جون د میاشتې ترپایه ۵۳۲۸۵۴ افغانانو له خپل هیواد څخه کډه کړې او په دې موده کې ۸۵۸۱۷۰ تنه له ایران او پاکستان څخه خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ویلي چې له پاکستان څخه افغانستان د افغان کډوالو د ستنیدلو د بهیر د چټکیدو سره هممهاله په دغه هیواد کې د افغان کډوالو د نیولو او په بند کې د اچولو بهیرکې هم زیاتوالی راغلی دی. دغې کمیشنرۍ ویلي چې د جون د میاشتې په دوو وروستیو اونیو کې ددغې میاشتې د دوو لومړیو اونیو پرتله د افغان کډوالو نیول او په بند کې اچول نږدې ۱۳ فیصده زیات شوي وو.

دغې کمیشنرۍ دمخه ویلي وو چې پاکستاني پولیسو د ۲۰۲۴ کال په لومړیو دریو میاشتو کې تر زرو پورې افغان کډوال نیولي وو.

د کډوالو دوسیې

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ویلي چې د ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې یې د افغانانو په ګډون ۲۷۷ پناه غوښتنې دوسیې ۱۱ هیوادونو ته استولي دي.

استرالیا، بلجیم، فرانسه، جرمني، ایټالیا، هالنډ، نیوزیلنډ، بریتانیا، امریکا متحده ایالات او ناروې په دغو یوولسو هیوادونو شامل دي.

په دې راپور کې ویل شوي چې د افغانانو په ګډون په مجموعي ډول ۱۸۵۸ پناه غوښتونکي د بیا مشتیدو لپاره شپږو هیوادونو ته استول شوي.

ددې سربیره دغې کمیشنرۍ ویلي چې په ایران کې هم د پناه غوښتنې ۵۲۹ دوسیې د بیا میشتیدو لپاره یو شمیر هیوادونو ته استول شوي دي، چې په دې ډله کې ۱۶۹ تنه د ۴۰ دوسیو له لارې استرالیا او ایټالیا ته کډه کړې ده.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي چې د تیر ۲۰۲۳ کال د ډسمبر تر ۳۱ پورې ۵.۸۲ میلیونه افغان کډوال په ګاونډیو او نړۍ نورو هیوادونو کې ثبت کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG