د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو افغانستان کې د شیعه او هزاره افغانانو د لا خوندیتوب غوښتنه کړې


افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي دفتر " یوناما" د شیعه ګانو او هزازه ګانو پر وړاندې د کابل په ګډون په یو شمیر ولایتونو کې تروریستي بریدونو زیاتیدو ته په کتنې د هغوی د خوندیتوب لپاره د اقداماتو د زیاتیدو غوښتنه کړې ده.

یوناما د دوشنبې د ورځې ناوخته ډسمبرڅلورم(لیندۍ ۱۳) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې تیره میاشت په کابل، بغلان او په دې نږدې ورځو کې د هرات په ولایت کې د شیعه ګانو او هزاره ګانو پر وړاندې تاوتریخوالی کې زیاتوالی راغلی دی.

یوناما ویلي: "یوناما د قربانیانو کورنیو سره خواخوږي څرګندوي او د دغو پیښو د څیړنو، عاملینو سره د حساب کولو او تر ګواښ لاندې وګړو د خوندیتوب لپاره اقداماتو زیاتو غږ کوي".

په وروستیو اونیو کې د هرات په ولایت کې په شیعه ګانو او هزاره ګانو باندې د ناپیژاندو وسله والو بریدونه زیات شوي چې له امله یې د شیعه ګانو د دیني عالمانو په ګډون نهه تنه وژل شوي دي.

د جمعې په ورځ د ډسمبر په لومړۍ (لیندۍ ۱۰) د هرات ولایت د جبرائیل ښار ګوټي کې ناپېژاندو وسله والو په یوه رېکشا کې په سپرو دوو شیعه دیني عالمانو باندې په ډزو کې لږ تر لږه اوه تنه ووژل اویو تن یې ټپي کړ.

د هرات د استخباراتو ریاست یو مقام فرانس پرس ته ویلي، چې دغه برید د ښار په «کوره ملې» سیمه کې شوی، چې په ترڅ کې یې اووه تنه وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.

ځايي خلکو ويلي، چې په وژل شويو کې دوه شيعه ديني عالمان او څلور ښځې هم شاملې دي.

ددې برید دمخه په همدې سیمه کې د نومبر ۲۳ (لیندۍ دوییم) هم ناپیژاندو موټر سایکل سپرو وسله والو په یو برید کې د رجب علي اخلاقي او خادم حسین هدایتي په نومونو دوه شیعه عالمان په ډزو وژلي وو او د برید وروسته د پیښې له ځایه تښتیدلي وو.

دغه دوه عالمان د دغه ولایت د جبریل په ښارګوټي کې د علماوو د شورا غړي هم وو.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ د رجب اخلاقي او خادم حسین هدایتي له وژل کېدو وروسته خپله اندېښنه څرګنده کړې وه او په دې اړه یې د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې وه. ریچارډ بینیټ د ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې ددغو وژنوعاملین باید د نړیوالو معیارونو سره سم عدالت ته راکش کړل شي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د هرات په ولایت کې وروستي بریدونه غندلي اودا بریدونه یې نه بخښوونکی جنایت بللی دی.

ددغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي :"د بده مرغه نن د هرات په انجیل ولسوالۍ کې ناپیژاندو کسانو په یو ترهګریز برید کې د ښځو په ګډون شپږ تنه بې ګناه هیوادوال شهیدان او دوه تنه نور ټپیان شوي دي".

په هرات کې د جمعې د ورځې د برید وروسته د جبرائیل ښارګوټي کې ډسمبر درېیمه (لیندۍ۱۲) یو شمېر افغان شیعه ښځو په " شیعه ګانو" باندې د بریدونو په ضد مظاهره وکړه.

هرات کې یو دیني عالم حسین عظيمي فرانس پرس اژانس ته ویلي چې مظاهره کوونکو ښځو "مرګ په قاتلانو" او "مونږ امنیت غواړو" شعارونه ورکول.

دا ښځې د هغو سلګونو کسانو په ډله کې وې، چې د جمعې د ورځې په برید کې د ۷ وژل شویو کسانو په جنازې کې یې برخه اخیستې وه.

تر اوسه کومې ډلې د دغو ديني عالمانو د وژنې مسووليت پرغاړه نه دى اخيستى. خو په تېرو وختونو کې د داعش خراسان څانګې پر شیعه مېشتو سیمو او د شیعه مذهبو پر ځایونو د ډېرو بریدونو مسوولیت پر غاړهاخیستی دی.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته په دغه هیواد کې امنیتي پېښې د پام وړ کمې شوي، خو د داعش خراسان څانګه لا هم په افغانستان کې د یو امنیتي ګواښ په توګه پاتې ده او له دوو کلونو راهیسې د ډېرو چاودنو او نورو امنیتي پېښو مسولیت یې په غاړه اخیستی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG