د لاس رسي وړ اتصالات

هرات کې په دوو نورو شیعه عالمانو باندې په برید کې لږ تر لږه ۷ تنه وژل شوي


د هرات ولایت د جبریل ښارګوټي یو سیمه ییز چارواکي او اوسېدونکو د جمعې په ورځ د ډسمبر په لومړۍ نېټه (لیندۍ ۱۰) وویل چې د ناپېژاندو وسله والو له خوا په یوه رېکشا کې په سپرو دوو شیعه دیني عالمانو باندې د ډزو په پایله کې لږ تر لږه اوه تنه وژل شوي دي.

د هرات د استخباراتو ریاست یو مقام فرانس پرس ته ویلي، چې دغه برید د ښار په «کوره ملې» سیمه کې شوی، چې په ترڅ کې یې اووه تنه وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.

ځايي خلکو ويلي، چې په وژل شويو کې دوه شيعه ديني عالمان او څلور ښځې هم شاملې دي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت په هرات کې پر دوو شیعه دیني عالمانو برید غندلی او هغه یې نه بښونکی جنایت بللی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په دې اړه په ایکس شبکې کې لیکلي: «د بده مرغه نن د هرات په انجیل ولسوالۍ کې د نامعلومو کسانو په یو ترهګریز برید کې د ښځو په ګډون شپږ تنه بې ګناه هیوادوال شهیدان او دوه تنه نور ټپیان شول."

نوموړي زیاته کړې: "د کورنیو چارو وزارت دا ډول ترهګریز عمل د افغانستان د خلکو د دښمنانو کار ګڼي او ډاډ ورکوي، چې دا ډول جنایي پېښې به په جدي توګه وڅېړي، عاملین به یې وپېژني او د قانون منګولو ته به یې وسپاري."

يو ځايي اوسېدونکي پر دوو ديني عالمانو د بريد په اړه وويل: "دوى په يوه ريکشا کې کور ته روان وو، چې د ناپېژانده وسله والو له خوا پرې ډزې وشوې."

هغه وویل، "د دې ډزو هدف ښایي دا دوه شیعه عالمان وو."

په هرات کې څو ځلې د شیعه عالمانو د وژنې پېښې شوې دي. د نن ورځې برید د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ نومبر ۲۳مه له پېښې سره ورته دی، چې نامعلومو وسله والو د هرات په جبریل ښارګوټي کې د رجب علي اخلاقي او خادم حسین هدایتي په نومونو دوه شیعه عالمان په ډزو ووژل او له هغه ځایه په موټرسایکل سپاره وتښتېدل. دغه دوه عالمان د دغه ولایت د جبریل په ښارګوټي کې د علماوو د شورا غړي وو.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ د رجب اخلاقي او خادم حسین هدایتي له وژل کېدو وروسته خپله اندېښنه څرګنده کړه او په دې اړه یې د خپلواکو څېړنو غوښتنه وکړه.

ریچارډ بینیټ د جمعې په ورځ نومبر ۲۴مه په ایکس ټولنیزه شبکه کې یو پیغام خپور کړ او لیکلي یې دي چې د دې قتل عام عاملین باید د نړیوالو معیارونو سره سم عدالت ته راکش کړل شي.

هغه لیکلي: "زه په هرات کې د دوو شیعه دیني عالمانو د پرونۍ وژنې په اړه چې د اکټوبر په میاشت کې په همدې سیمه کې د یو بل دیني عالم له وژل کېدو وروسته د ډېر خواشینوونکیو راپورونو په اړه څېړنه کوم. زه د دې پېښې د عاملینو د موندلو لپاره یوه خپلواکه او بشپړه څېړنه غواړم تر څو عاملین د نړیوالو معیارونو سره سم عدالت ته وسپارل شي."

تر اوسه کومې ډلې د دغو ديني عالمانو د وژنې مسووليت پر غاړه نه دى اخيستى. خو په تېرو وختونو کې د داعش خراسان څانګې پر شیعه مېشتو سیمو او د شیعه مذهبو پر ځایونو د ډېرو بریدونو پړه پر غاړه اخیستې ده.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته امنیتي پېښې د پام وړ کمې شوي، خو د داعش خراسان څانګه لا هم په افغانستان کې د یو امنیتي ګواښ په توګه پاتې ده او له دوو کلونو راهیسې د ډېرو چاودنو او نورو امنیتي پېښو مسولیت یې په غاړه اخیستی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG