د لاس رسي وړ اتصالات

مرستې رسوونکي: طالبانو سره د هغوی د ظالمانه پالیسو د حذفولو لپاره تعامل اړین دی


ملګرو ملتونو افغانستان د بشرپاله کارکوونکو لپاره د اوږدې مودې راهیسې د یو خطرناک هیواد په توګه یاد کړی دی.
ملګرو ملتونو افغانستان د بشرپاله کارکوونکو لپاره د اوږدې مودې راهیسې د یو خطرناک هیواد په توګه یاد کړی دی.

د افغانستان د مرسته رسوونکو ښځو یوې ډلې ویلي دي چې د ښځو په اړه د طالبانو د ظالمانه تګلارې او په خاص ډول د هغې تګلارې چې په بشري چارو کې ښځې له کار څخه منع کوي، د ختمولو لپاره له طالبانو سره تعامل په کار دی.

دغې ډلې د اګست ۱۹ ( زمري ۲۹) د بشر پالنې د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې ویلي: "په بشردوستانه چارو کې د ښځو د بشپړ او ازادانه مشارکت لپاره د فضا د پرانیستلو په خاطر دپلوماتیک فشار او دوامداره خبرې اړینې دي."

مرستو رسوونکو همداشان په سیمه ییزه کچه د ښځو څخه د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره د هڅو په زیاتید هم ټینګار کړی دی.

دغه مرستې رسوونکي په دې باور دي چې یوازې د طالبانو د چارواکو پر وړاندې د یوې ګډې ستراتیژۍ له لارې کیدای شي د خنډونو لیرې کولو ته هیله من اوسي.

په بشردوستانه چارو کې د ښځینه کارکوونکو د ساتنې او ملاتړ لپاره د نړیوال ملاتړ پیاوړي کیدل او د تلپاتې او انعطاف وړ مالي ملاتړ برابرول، چې د ښځو د کار خوندیتوب تضمین کړي د مرستو رسوونکو افغان میرمنو په نورو غوښتنو کې شامل دي.

تیره ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د چارو مشر اندریکا راتواتي ویلي وو چې د ۲۰۲۱ د اګست د میاشتې راوروسته په افغان ښځو او نجونو باندې د طالبانو محدودیتونو د مرستې رسونې چارې د نویو ننګونو سره مخ کړي دي.

ملګرو ملتونو افغانستان د بشرپاله کارکوونکو لپاره د اوږدې مودې راهیسې د یو خطرناک هیواد په توګه یاد کړی دی.

د ملګرو دغې ادارې ویلي چې بشرپاله افغان ښځینه کارکوونکي د هیلې د یو څراغ په توګه د ګواښونو په یو ډک چاپیریال کې ولاړې دي.

دغې ادارې ویلي: " ددغو ننګونو او ګواښونو سره سره افغان میرمنې لاهم په میړانه سره د بشردوستانه مرستو مشري او د رسولو چارو ته دوام ورکوي." ملګري ملتونه د ۲۰۰۹ کال راهیسې د اګست ۱۹ هر کال د بشر پالنې د نړیوالې ورځې په توګه نمانځي.

ملګرو ملتونو په ۲۰۰۸ کال کې د عراق په پایتخت بغداد کې پر یو هوټل باندې د تروریستي برید وروسته چې په کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي سرجیو وییرا ډی میلو په ګډون د دغې ټولنې د بشري مرستو ۲۲ کارکونکي و وژل شول، دا ورځ د بشر پالنې د نړیوالې ورځې په نوم ونوموله.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک د دوشنبې په ورځ اګست ۱۹ ( زمري ۲۹) نیویارک کې خبریالانو ته وویل چې په تیر ۲۰۲۳ کال کې د نړۍ په ۳۳ هیوادونو کې ۲۸۰ مرستې رسونې کارکوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دوجاریک د وینا پر اساس دا شمیر د ۲۰۲۲ کال پرتله ۱۳۷ فیصده زیاتوالی ښيي. په ۲۰۲۲ کال کې د مرستې رسونې د چارو پرمهال ۱۱۸ مرستې رسونې کاروونکي وژل شوي وو.

هغه وویل چې د ۲۰۲۴ کال له پیل څخه د اګست د روانې میاشتې تر اووم پورې په نړۍ کې د مرستې رسونې ۱۷۲ کارکوونکې اړمنو خلکو ته د مرستو د برابرولو پر مهال وژل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG