د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو استازې د افغانستان وضعیت ډیر پیچلی وګاڼه 


د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه
د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د چهارشنبې په ورځ جون ۲۱ (غبرګولي ۳۱) د افغانستان د وضعیت د ارزونې په موخه غونډه وکړه او یو ځل بیا یې د ټول شموله حکومت پر جوړولو او افغان میرمنو او نجونو د کار او زده کړو پر حق د محدودیتونو پر لرې کولو ټینګار وکړ او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې لګولي محدودیتونه دې لغوه کړي.

په نننۍ غونډه کې د بشردوستانه مرستو، د بشري حقونو د وضعیت، په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو، د مذهبي او قومي اقلیتونو د حقونو، امنیت، تروریزم، نشه یي توکو، اقتصادي او ټولنیز کړکېچ او په خبرو اترو او مشارکت باندې بحث وشو.

د دغې غونډې برخه والو د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو او دوامدارو مرستو په دوام ټینګار وکړ او له طالبانو سره یې د نړیوالې ټولنې تعامل مهم وباله.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا د طالبانو حکومت "منزوي او استبدادي" وباله او وویل چې د دغه حکومت غړي ټول "سړي" دي او نږدې ټول یې "پښتانه" دي. هغې وویل چې د یو ټولشموله حکومت نشتون افغانستان د بې ثباتۍ پر لور بیایي.

اوتنبایووا زیاته کړه چې ملګري ملتونه په افغانستان کې له خورا پیچلي وضعیت سره مخ دي. طالبانو د ملګرو ملتونو ښځینه کارکوونکي له کوم دلیل پرته له کار کولو منع کړي او غوښتنه یې کړې چې په دې دفترونو کې دې د ښځو پر ځای نارینه کارکونکي کار وکړي، چې د هغوی دغه غوښته ملګرو ملتونو رد کړې ده.

طالبانو په افغانستان کې له واکمن کیدو وروسته د ښځو او نجونو پر کار او تعلیمي فعالیتونو ډېر محدودیتونه وضع کړي دي. دغې ډلې نه یوازې په دولتي ادارو، غیر دولتي ادارو او د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار کولو بندیز لګولی، بلکې ښوونځیو او پوهنتون ته یې له تګ څخه هم منع کړی دی.

اغلې اوتنبایووا له طالبانو وغوښتل چې که غواړي د رسمیت پیژندلو پر لور یې ګام پورته شي او د ملګرو ملتونو ادارې په اغیزناکه توګه د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي، باید دغه بندیزونه لغوه کړي.

هغې د کوکنارو د کرکيلې د کمیدو هرکلى وکړ او له نړيوالې ټولنې او مرسته کوونکو هېوادونو يې وغوښتل چې د بديل کښت لپاره له کروندګرو سره مرسته وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د بشردوستانه مرستو مؤثره رسول د نړیوالو قوانینو له مخې د ښځو په ګډون ټولو بشردوستانه سازمانونو ته بشپړ، ګړندی، خوندي او بې خنډه لاسرسي ته اړتیا لري او د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو د کار مخنیوی د پخوانیو محدودیتونو سربیره، د ملګرو ملتونو په فعالیتونو منفي او جدي اغیزه کړې او د افغانستان لپاره د بشري مرستو د کمښت لامل شوی.

مېرمن اوتنبایووا او ددې غونډې نورو ګډونوالو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۶۸۱ شمېرې پرېکړه لیک ملاتړ وکړ او له طالبانو یې وغوښتل چې ورته درناوی وکړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اپرېل په ۲۷مه (د ثور ۷مه) یو پرېکړه لیک صادر کړ چې د افغان ښځو او نجونو د کار او زده کړې پر حق د طالبانو بندیزونه وغندل او له دغې ډلې یې وغوښتل چې لګول شوي بندیزونه لغوه کړي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا دغه پرېکړه لیک چې د څه باندې ۹۰ هېوادونو له خوا په غوڅ اکثریت تائید شوی، تصویب کړ.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د جاپان استازي ترهګریزو بریدونو په ځانګړې توګه د بدخشان دوو وروستیو بریدونو ته په اشارې سره وویل، هېواد یې هر ډول ترهګریز عمل غندي او له طالبانو یې وغوښتل چې د ترهګرۍ د ځپلو په برخه کې لازم اقدامات وکړي.

هغې له طالبانو وغوښتل چې د امنیت شورا ۲۶۸۱ پرېکړه لیک ته درناوی وکړي او ښځو ته اجازه ورکړي چې په ټولو ټولنیزو چارو کې په معقوله توګه برخه واخلي. هغې وویل، «د افغان ښځو هیله له منځه تللو په حال کې ده.»

د چین استازي په دې غونډه کې وویل چې افغانستان له ګډوډۍ څخه د ثبات په لور د انتقال په خورا مهم حالت کې دی او د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو دوامداره پاملرنې ته اړتیا لري. هغه له طالبانو سره پر تعامل ټینګار وکړ او دا یې د باور جوړولو او اندېښنو د حل یوازینۍ لار وبلله.

هغه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو له کمیټې وغوښتل چې له طالبانو سره د ښه تعامل لپاره دې د دغې ډلې پر مشرانو د سفر بندیزونه لغوه کړي.

د چین، روسیې او برازیل استازو له امریکا غوښتي چې د افغانستان کنګل شوې پیسې ازادې کړي او له نورو هېوادونو یې هم وغوښتل چې د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لپاره پر دغه هېواد بندیزونه لرې کړي

وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ نېټه د افغانستان واک تر لاسه کړ، امریکا د افغانستان د مرکزي بانک شاوخوا اوه میلیارده ډالره شتمنۍ کنګل کړې چې د امریکا په فدرالي ریزرو بانک کې وې.

د تاجیکستان استازي د داعش، القاعده، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ، تحریک طالبان پاکستان او داسې نورو ترهګرو ډلو د فعالیتونو زیاتوالی د سیمې او نړۍ امنیت ته جدي ګواښ وباله.

د تاجیکستان او ایران استازوهمداشان له پاکستان سره له سرحدي سیمو څخه د طالبانو له خوا د دغه هېواد شمالي سیمو ته د پاکستاني پښتنو ګډوالو پر لېږد اندېښنه څرګنده کړه او دا یې د قومي تبعیض او وېش پایله وبلله.

د ایران استازي همداراز وویل، داسې اندېښنې شته چې طالبان هڅه کوي د افغان کلتور یوه برخه چې له ژبني او تاریخي پلوه له فارسي ژبې سره تړاو لري، له منځه یوسي.

د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې ویلي چې په پام کې لري د افغانستان په سرحدي ولایتونو کې مېشت زرګونه پاکستاني کډوال د افغانستان نورو سیمو ته ولېږدوي، ځکه داسې انګېرل کېږي چې په پاکستان کې د ترورېستي پېښو زیاتیدل له دغو مهاجرو سره تړاو لري.

د ګډون کوونکو هېوادونو استازو همداشان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د کمېټې د تحلیل او څارنې ډلې د وروستي راپور په ځانګړې توګه په دغه هېواد کې د ترهګرو فعالیتونو د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې دغه هېواد باید د ترهګرو په ځاله بدل نه شي.

اړوند

XS
SM
MD
LG