د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: ډیجیټلي تادیات اړو افغانانو ته د مرستو رسولو بهیر چټکولی شي


Money - Dollar Afghani
Money - Dollar Afghani

د ملګروملتونو انکشافي پروګرام (UNDP) او ددغې ادارې د پانګونې د پراختیا صندوق (UNCDF) وايي، چې ډیجیټلي تادیات په افغانستان کې مرستو ته اړو کسانو په ځانګړي ډول ښځو او د ټولنې منزوي شوو ګروپونو ته په چټک او موثر ډول مرستې رسولی شي.

دغو دوو ادارو د سه شنبې په ورځ جون ۱۳ (جوزا ۲۳) په یو ګډ راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د ډیجیټلي تادیاتو د سیستم بیا پیلیدل کولی شي مرستې په ارزانه، چټک او شفاف ډول اړو کسانو ته ورسوي.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې ددغې کړنلارې کارول به ښځو او په ټولنه کې د خلکو منزوي شوي ګروپونو ته زیاته ګټه ورسوي.

دمخه د ملګروملتونو انکشافي پروګرام (UNDP) او ددغې ادارې پرمختیايي صندوق (UNCDF) د ۲۰۲۲ کال د مارچ په میاشت کې د تادیاتو د یو ازمایښتي سیستم له لارې په نهو ولایتونو کې یو میلیون ډالرو په ارزښت مرسته له ۱۵ زرو څخه زیاتو کسانو ته رسولې وه.

په دې ګډ راپور کې ویل شوي: " دغې پروژې وکولی شو، چې د انتقال په برخه کې مصارف تر ۳۰ فیصدو پورې او د انتقال موده له اوو ورځو ۴۸ ساعتونو ته راکمه کړي".

د مرستو د رسولو دا کړنلاره وروسته له هغې تر لاس لاندې ونیول شوه، چې د ملګروملتونو د انکشافي پروګرام په ۲۰۲۰ کال کې د ۱۷ زرو کورنیو په ګډون یوه سروې ترسره کړه . ددغې سروې له دریو څخه دوو برخو ګډونوالو نغدي مرستو ته لومړیتوب ورکوه.

افغانستان کې د ملګروملتونو د انکشاف د ادارې استازی سټیفن روددریکز وايي: "د نغدو اضطراري مرستو ترلاسه کول هغو کسانو ته، چې دغسې مرستو ته زیاته اړتیا لري ددې لپاره چې دا ډاډ ترلاسه شي، چې منابع بل طرف ته نه ځي هیڅکله په دومره کچه مهمې نه وې".

هغه ویلي، چې د تادیاتو دا ډیجیټلي سیستم یوې بټنې ته په فشار سره په ټول افغانستان کې پیسې رسولی شي، چې په څرګند ډول یې څارنه کیدلی شي.

د ډیجیټلي سیستم ستونزې

ددغه راپور له مخې په افغانستان کې د ډیجیټلي تادیاتو سیستم د مرستو رسولو په برخه کې د اسانتیاو ترڅنګ ستونزې او خنډونه هم لري.

په دې راپور کې ویل شوي:" د بانکونو او نورو مالي خدمتونو د وړاندې کوونکو ترمنځ د همکارۍ د قابلیتونو نشتوالی، په دې معنی، چې د یو تن د مرستې پیسې نه نشي کیدلی بل ثبت شوي حساب ته واستول شي او هغه ته لاس رسی ولري، په افغانستان کې د مالي خدمتونو د پراختیا په برخه کې تر ټولو ستر خڼد ګڼل کیږي".

د ملګروملتونو د انکشاف د ادارې د پانګونې د پراختیا د صندوق د اسیا د برخې مشرې ماریا پردمو ویلي، چې دې ستونزې باندې د کابو موندلو لپاره د ډیجیټلي تادیاتو د سیستم په برخه کې پانګونې ته اړتیا ده.

د پیژندګلوۍ د اسنادو او د ځیرکو ټیلیفونونو نشتون، د لویو ښارونو بهر د ټیلیفوني شبکو کمزورتیا، د مالي او ډیجیټلي مهارتونو نشتون، د سنتي پیسو پرتله په ډیجیټلي تادیاتو باندې نه ډاډ ددغه سیستم پر وړاندې په ستونزو کې شمیرل کیږي، چې د ملګروملتونو په راپور کې ورته اشاره شوې ده.

همدشان په دغه راپور کې د هغو کسانو ترمنځ، چې د حوالې مالي خدمات وړاندې کوي، مرسته کوونکو او حکومت ترمنځ د همغږۍ نشتون هم د دغه سیستم په برخه کې د ستونزو په توګه یې یادونه شوې ده.

ملګري ملتونه په داسې حال کې د مرستو د ډیجیټلي تادیاتو د سیستم د پراخیتا لپاره هڅې کوي، چې ددغې ادارې د راپور په اساس د ۲۰۲۱ کال د اګسټ د ۱۵ وروسته په افغانستان کې اقتصادي تولید ۲۰.۷ فیصده کم شوی او د لوږې کچه ۹۵ فیصده لوړه شوې ده. ددې سربیره د افغانستان د نفوس له دریو برخو څخه دوه برخې یې د خوړو په برخه کې مصونیت نلري.

XS
SM
MD
LG