د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: افغانستان سره د مرستو د بودیجې طرحه ۱.۴ میلیارد ډالر کمه شوه


ملګرو ملتونو او د بشري مرستو رسوونکو ادارو په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان لپاره د مرستو د بودیجې طرحه بدله کړې او له ۴.۶ میلیارد ډالرو څخه ۳.۲ میلیاردو ته راکمه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د تنظیم ادارې [اوچا] د دوشنبې په ورځ جون پنځمه (جوزا ۱۵) په یوې اعلامیې کې وویل چې د بودیجې په طرحه کې د تغیر یو علت په نړیوالو سازمانونو کې د ښځو په کار باندې د طالبانو د ادارې لګول شوي بندیزونه دي.

طالبانو د ملګرو ملتونو او نورو نادولتي‌ سازمونونو کې د ښځو په کار بندیز لګولی دی. د بشري مرستو ادارو خبرداری ورکړی و چې د طالبانو دا ډول بندیزونه به د افغانستان سره په مرستو باندې ناوړه اغیز ولري.

په اعلامیې کې ویل شوي چي له ملګرو ملتونو او نورو نادولتي موسسو سره د ښځو په کار باندې د طالبانو وروستیو بندیزونو «د مرستو رسولو له وړاندې سخت کار نور هم ستونزمن کړی او د همکارانو د فعالیت ظرفیت یې محدود کړی دی.»

تر دې مخکې د بشري ادارو ځینو مقاماتو او نورو دپلوماتانو خبرداری ورکړی و چې د طالبانو دا ډول بندیزونه به له دغه جنګ ځپلي هېواد سره د نړیوالو مرستو د کمېدو لامل شي.

لا معلومه نه ده چې د افغانستان سره د مرستو د دغې کمې شوې بودیجې څومره اندازه به یې بهرني بسپنه ورکوونکي ورکوي. معمولآ د بشري مرستو لپاره د ټاکل شوې اندازه غوښتنه پوره نه ترلاسه کېږي.

په ۲۰۲۲ کال کې د ۴.۴ میلیارد ډالرو غوښتنه شوې وه خو ۳.۲ میلیارد ترلاسه شول.

افغانستان د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته له بشري او اقتصادي‌ کړکیچ سره یو مخامخ هېواد بلل کېږي. ملګري ملتونه وايي د تېرکال په پرتله د هغو خلکو شمېر زیات شوی دی چې بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې د اپریل په میاشت کې خبرداری ورکړی و که مرستې ۳۰ فیصده کمې شي، د افغانستان اقتصاد به له سقوط سره مخامخ او انفلاسیون به زیات شي.

XS
SM
MD
LG