د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکیې د۷۳۰ ټنو بشرپاله مرستو جوپه هرات ته رسیدلې ده – چارواکي


د ترکیې سفارت ویلي دي چې دا بشري مرستې ددغه هیواد د سرې میاشتې د ټولنې او د پیښو پر وړاندې د مبارزې د ادارې له خوا افغانستان ته استول شوي دي.
د ترکیې سفارت ویلي دي چې دا بشري مرستې ددغه هیواد د سرې میاشتې د ټولنې او د پیښو پر وړاندې د مبارزې د ادارې له خوا افغانستان ته استول شوي دي.

په کابل کې د ترکیې سفارت افغانانو ته ددغه هیواد د بشر پاله مرستو د یوې نوې جوپې د انتقال خبر ورکړی او ویلي دي چې د درملو او ژمي د موسم د اړتیا وړ توکو د ۷۳۰ ټنو دا جوپه تیره ورځ د اورګاډي پواسطه هرات ولایت ته رسیدلې ده.

د ترکیې سفارت د شنبې د ورځې ناوخته جنورۍ ۱۱(مرغومې ۲۲) ویلي دي چې دا بشري مرستې ددغه هیواد د سرې میاشتې د ټولنې او د پیښو پر وړاندې د مبارزې د ادارې له خوا افغانستان ته استول شوي دي.

د هرات په ولایت کې د ترکیې سرقونسل سینان الهیان ددغو مرستو په اړه خبریالانو ته ویلي: "په دې اورګاډي کې په مجموعي ډول ۷۲۴ ټنه خوراکي او غیر خوراکي توکي شامل دي. تراوسه چې د اورګاډي له لارې د ترکیې د جمهوریت له خوا افغانستان ته کومې مرستې رسیدلي مجموعي اندازه یې ۵۹۵۴۶ ټنو ته رسیږي".

د سینان الهیان، د وینا له مخې دا افغانستان ته د اورګاډي پواسطه د ترکیې د بشري مرستو ۲۱ مه جوپه ده چې په کې درمل او د کمپلونو او خیمو په ګډون د ژمي د موسم د اړتیاو سامانونه شامل دي.

په کابل کې د ترکیې سفارت ددغو نوو مرستو په اړه ویلي چې دا مرستې به ژر د افغانستان په ټولو ولایتونو کې اړمنو کسانو باندې وویشل شي.

د ترکیې حکومت افغانانو سره دغه بشرپاله مرستې په داسې حال کې کړي چې تیره اونۍ د میرسي کور(Mercy Corps) په نوم یوې نړیوالې غیر دولتي ادارې په افغانستان د ناسم بشري وضعیت پر دوام اندیښنه ښودلې وه او ویلي وو چې اوس مهال ۱۱.۶ میلیونه افغانان د خوړو د نه خوندیتوب سره مخ دي چې دا شمیر به د روان ۲۰۲۵ کال د مارچ تر میاشتې ۱۴.۸ میلیونو کسانو ته لوړ شي.

دغې غیر دولتي ادارې د سه شنبې په ورځ، جنورۍ اوومه (مرغومې ۱۸مه) رسنیو ته په استولي یو راپور کې ویلي، چې که څه هم د ۲۰۲۱ راهیسې اوس مهال د خوړو د نه خوندیوب وضعیت کې یو څه ښه والی راغلی دی، خو لا هم ۲۵ فیصده افغانان په ډیره لوړه کچه د خوړو نه خوندیتوب حالت تجربه کوي.

دغې ادارې ویلي: "ددغو کوچینو لاس ته راوړنو سره سره ۱۱.۶ میلیونه وګړي چې د افغانستان د نفوس ۲۵ فیصده کیږي اوس مهال په ډیره لوړه کچه د خوړو سخت نه خوندیوب تجربه کوي. دا شمیر به د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر میاشتې ۱۴.۸ میلیونو کسانو ته چې د ټول نفوس ۳۲ فیصده کیږي لوړ شي. وضعیت لا هم نازک دی."

په دغه راپور کې میرسي کور د ادارې د افغانستان د دفتر د رئیس، ډاین کوري له قوله ویل شوي چې تیر کال په افغانستان کې د واورو د اورښت له امله د غلو حاصلات ښه وو، چې ورسره د خوړو نه خوندیتوب وضعیت یو څه ښه شوی وو.

هغه ویلي: "خو دا پرمختګ حاشیه يي او نازک دی. په ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلنو کې سخت ژمی او د وچکالۍ ګواښونو ته په کتنې، دا لاس ته راوړنې بیرته له منځه تللی شي."

ددې دمخه د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ( WFP) په افغانستان کې د خپلو بشري چارو د پروګرامونو لپاره د بودیجې پر ګمښت اندیښنه ښولې وه او ویلي وو، چې دا پروګرام د خوړو د نه خوندیتوب سره د مخ ۱۴ میلیونو افغانانو له ډلې یوازې نیمايي کسانو ته بشري مرستې برابرولی شی.

د خوړو د نړیوال پروګرام د بیړني حالت د څانګې مشرې پاولین ایلوف د جنورۍ دوېیم (مرغومې ۱۳) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو ویډیوي پیغام کې ویلي وو چې په روان ۲۰۲۵ کال کې به دا پروګرام یوازې اوو میلیونو اړمنو افغانانو ته د افغانستان په مختلفو سیمو کې خواړه برابر کړي.

میرمن ایلوف ویلي چې له هرو دوو کورنیو څخه چې د خوړو مرستو ته اړتیا لري د یوې کورنۍ ته به یې مرسته برابره شي

د ملګرو ملتونو د خوړو د نړیوال پروګرام د معلوماتو پر اساس بشري مرستو ته اړمنې کورنۍ د مرستو نه ترلاسه کولو په صورت کې خپلو ماشومانو ته خواړه نشي برابرولی او یا هم په روان ژمي کې خپلې خونې نه شي ګرمولی

د خوړو د نړیوال پروګرام د بیړني حالت د څانګې مشرې د وینا له مخې افغانان به سږکال یو سوړ ژمی په مخ کې ولري او د درنو واورو اورښت به ډیرو سیمو ته د تګ راتګ لارې هم بندې کړي.

د خوړو د نړیوال پروګرام دغې چارواکې ټینګار کړی چې د افغانستان لیرې پرتو سیمو کې اړمنو کسانو ته د مرستو د رسیدلو څخه د ډاډ ترلاسه کولو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د واورو د اورښت وړاندې یې هغو سیمو کې چې د واورو اورښت یې لارې بندوي له وړاندې خوراکي توکي ځای پرځای کړي دي.

د خوړو د نړیوال پروګرام د بیړني حالت د څانګې مشرې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې د بشري بحران د مخنیوي لپاره دې افغانستان سره مالي مرستې وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG