د لاس رسي وړ اتصالات

د قطر او ترکیې مشرانو په افغانستان کې د ټولشموله حکومت په جوړیدو ټینګار کړی


د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني او د ترکیې د جمهور رئیس رجب طایب اوردوغان ترمنځ د پنجشنبې په ورځ د لسمه غونډه د ترکیې د انقرې په ښار کې شوې ده.
د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني او د ترکیې د جمهور رئیس رجب طایب اوردوغان ترمنځ د پنجشنبې په ورځ د لسمه غونډه د ترکیې د انقرې په ښار کې شوې ده.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ددغه هیواد د امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني او د ترکیې د جمهور رئیس رجب طایب اوردوغان ترمنځ د پنجشنبې په ورځ د لسمې غونډې وروسته ګډه اعلامیه خپره کړې چې په کې دغو دواړو مشرانو افغانستان کې د یو ټولشموله حکومت د جوړیدو د اړتیا یادونه کړې ده.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په دغه ګډه اعلامیه کې چې د جمعې په ورځ نومبر۱۵(لړم ۲۵) خپره کړې په سیمه او نړۍ کې د نورو کړکیچونو په تړاو د ګډ دریځ د څرګندولو په ترڅ کې په افغانستان کې د ثبات د ټینګیدو لپاره خپل دریځونه یو ځل بیا تکرار کړي دي.

په دې ګډه اعلامیه کې ویل شوي: "هغوی اساسي حقونو ته په درناوي او ټولشموله حکومتدارۍ او همدارنګه افغانستان سره په همغږي ډول ښکیلتیا باندې په ټینګار سره افغانانو ته د بشري مرستو او دوامداره انکشاف دوام باندې لکه چې په ځانګړې ارزونې کې [ملګرو ملتونو عمومي منشي ځانګړي همغږي کوونکي او ارزونکي سینرلي اوغلو ارزونه] یادونه شوې ټینګار کړی دی".

د دواړو هیوادونو د مشرانو ترمنځ لسمه غونډه د ترکیې په پایتخت انقره کې د پنجشنبې په ورځ جوړه شوې وه.

طالبانو تراوسه د قطر او ترکیې د مشرانو دغې تازه غوښتنې ته غبرګون نه دی ښودلې، خو دمخه یې دغسې وړاندیزونه په کلکه رد کړي وو.

ددغو دوو هیوادونو مشرانو په افغانستان کې د یو ټولشموله حکومت د جوړیدو او د افغانانو بشري حقونو ته د درناوي دا غوښتنې په داسې حال کې کړي چې قطر او ترکیه دواړه د طالبانو حکومت سره نږدې اړیکې لري اودواړو هیوادونو په کابل کې خپل سفارتونه پرانیستي دي.

د طالبانو د حکومت سیاسي دفتر هم د ۲۰۱۰ کال راهیسې په دوحه کې فعال دی.

طالبانو چې په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی تراوسه ددغې ډلې حکومت د هیڅ کوم هیواد یا نړیوال سازمان له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی.

نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت رسمیت پیژندلو لپاره د افغانانو په ځانګړي ډول ښځو، نجونو او قومي او مذهبي اقلیتونو ته درناوی او د تروریستي ډلو سره د اړیکو د پرې کولو شرطونه له وړاندې ایښي دي.

خو د طالبانو حکومت تراوسه په افغانستان کې د یو ټولشموله حکومت د جوړیدو او د ښځو او نجونو په ګډون د قومي او مذهبي اقلیتونو حقونو ته د درناوي په برخه کې د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی او ددغې ډلې په حکومت کې چې اکثریت یې پښتانه دي د طالبانو د غورځنګ د غړو پرته نورو سیاسي ډلو ته ځای نه دی ورکړی.

طالب چارواکو په پرله پسې ډول ویلي چې حکومت یې یو ټولشموله حکومت دی.

د قطر او ترکیې په ګډه اعلامیه کې تر ډیره د منځني ختیځ په ځانګړي ډول د فلسطین، لبنان، یمن او سوريې کې روانو جګړو او ګړکیچونو په اړه خپلو ګډ دریځونو ته ځای ورکړی دی او په منځني ختیځ کې یې د اسرائیل بریدونه غندلي او په سوله ییز ډول یې ددغو لانجو په هوارولو باندې ټینګار کړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG