د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې له روسیې د ۸۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د غنمو اوړه پیرلي - راپور


افغانستان په کال کې له اوو میلیونو ټنو څخه زیاتو غلې دانې ته اړتیا لري چې د کورنیو تولیداتو ترڅنګ هرکال له بهرنیو هیوادونو څخه میلیونه ټنه غله دانه دغه هیواد ته واردیږي.
افغانستان په کال کې له اوو میلیونو ټنو څخه زیاتو غلې دانې ته اړتیا لري چې د کورنیو تولیداتو ترڅنګ هرکال له بهرنیو هیوادونو څخه میلیونه ټنه غله دانه دغه هیواد ته واردیږي.

د روسیې د خبري اژانس تاس د یو راپور له مخې دغه هیواد په تیر ۲۰۲۴ کال کې د نږدې ۳۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت اوړه پر بهرنیو هیوادونو باندې پلورلي، چې ددغې جملې څخه د ۸۰ میلیونه ډالرو په ارزښت اوړه افغانستان پیرلي دي.

د روسیې دولتي خبري اژانس تاس د جمعې په ورځ جنورۍ لسم (مرغومې ۲۱) د دغه هیواد د کرهڼې د مرکزي ادارې د راپور په اساس ویلي چې د ۲۰۲۳ کال په پرتله بهرنیو بازارونو ته په تیر ۲۰۲۴ کال کې د غنمو د اوړو د صادراتو په ارزښت کې درې فیصده او فزیکي ډول ۷ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

په دې راپور کې ویل شوي چې افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې له روسیې څخه د غنمو د اوړو د واردولو د حجم له مخې د نورو هیوادونو پرتله زیات اوړه وارد کړي دي.

په دې راپور کې ویل شوي: "د لومړنیو شمیرنو له مخې د ۲۰۲۴ کال په ۱۲ میاشتو کې د ۸۰ میلیونو ډالرو په ارزښت اوړه [افغانستان ته] سپارل شوي چې د ۲۰۲۳ کال په پرتله دوه چنده زیاتوالی ښيي".

ددغه راپور له مخې چین هم تیر کال له روسیې څخه د اوړو د سترو واردونکو هیوادونو په ډله کې شامل شوی دی. په دې راپور کې ترکمنستان د روسیې څخه د اوړو د واردونکو هیوادونوپه ډله کې درېیم هیواد ښودل شوی دی. همداشان په دې راپور کې ویل شوي چې ایران ته له روسیې څخه د غنمو د اوړو واردات تیرکال ۱۸ چنده زیات شوي وو.

افغانستان په کال کې له اوو میلیونو ټنو څخه زیاتو غلې دانې ته اړتیا لري چې د کورنیو تولیداتو ترڅنګ هرکال له بهرنیو هیوادونو څخه میلیونه ټنه غله دانه دغه هیواد ته واردیږي.

د طالبانو د حکومت د کرهڼې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د جولاۍ ۱۵ ( چنګاښ ۲۵) د روان ۱۴۰۳ لمریز کال کې په په افغانستان کې د پنځه میلیونو ټنو غنمو د حاصلاتو اټکل کړی وو.

ددغه وزارت ویاند مصباح الدین مستعین ملي تلویزیون ته ویلي و، چې په روان لمریز کال کې په افغانستان کې پر ۲.۱۴ میلیونه هکتاره ځمکه باندې غنم کړل شوي وو چې د پسرلي د موسم په پیل کې د پرله پسې بارانونو له امله په دغه هیواد کې د تیرکال پرتله د غنمو حالات تر ۱۳ فیصده زیات شوي دي.

د طالبانو د حکومت د احصایې ملي ادارې په یو راپور کې ویلي وو چې په تیر ۱۴۰۲ لمریز کال کې په افغانستان کې د للمي غنمو په ګډون ټول ۴.۳ میلیونو ټنو غنمو حاصل راټول شوی وو.

د احصایې ملي ادارې ویلي و چې تیرکال په افغانستان کې پر ۲.۲ میلیونه هکتاره ځمکه باندې غنم کرل شوي وو، چې ددې له ډلې ۱.۳۴ میلیونه هکتاره د اوبو لاندې په ځمکه باندې او ۶۸۰ زره هکټاره للمي ځمکه باندې غنم کرل شوي و.

د طالبانو د حکومت له خوا په ۲۰۲۲ کال د اپریل په میاشت کې په افغانستان کې د کوکنارو په کرکیلې باندې بندیز هم ددې سبب شوی چې بزګران د غنمو کښت ته مخه وکړي، خو لا هم په دغه هیواد کې د دریو پرله پسې کلنووچکالۍ له امله لا هم دا هیواد د خپلې اړتیا وړ په میلیونو ټنه خوراکي توکي له بهرنیو هیوادونو څخه واردوي.

د افغان سوداګرو سربیره د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام هم افغانستان ته خوراکي توکي واردوي. د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ډبلیو ایف پي هد افغانانو د خوراکي توکو د اړتیاو د پوره کولو لپاره هرکال په میلیونو ټنه خواړه دغه هیواد کې د بشري مرستو د ویشلو له لارې بیوزلو کورنیو ته برابروي.

ملګري ملتونه وايي چې افغانستان په هغو لسو هیوادونو کې شامل دی چې د اقلیم د بدلون له سختو اغیزو سره مخ دی چې ددغو اغیزو د کمیدو لپاره هیڅ چمتوالی هم لري.

افغانستان اکثره برخې د پرله پسې دریو کلنو راهیسې د وچکالۍ د سختو اغیزو سره مخ دي. ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې د اقلیم د بدلون څخه زیږیدلي وچکالي د څښلو او اوبخور لپاره اوبو ته د افغانانو اړتیا خورا زیاته کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې "اوچا" ویلي، چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال راهیسې اوبو ته د خلکو اړتیا ډیره زیاته شوې او۶۷ سلنه کورنۍ د اوبو د ترلاسه کولوهڅې کوي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې "یونیسف" په کابل کې د څښاک پاکو اوبو روان بحران ته په کتنې ویلي چې که چیرې همدا اوس ددې ستونزې غم ونه خوړل شي، تر راتلونکو شپږو کلونو به په دغه ښار کې د ځمکې لاندې اوبه بیخې وچې شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG