د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د روسیې-اوکراین جګړه په یوه ورځ ختمولای شم؛ د روسیې استازی: نه یې شي کولای


دونالډ ټرمپ او واسیلي نبنزیا
دونالډ ټرمپ او واسیلي نبنزیا

د متحدو ایالتونو مخکنی ولسمشر او اوسنی کاندید ډونالډ ټرمپ ټینګار کوي که دی بیا ولسمشر شو، د اوکراین او روسیې جګړه به په ۲۴ ساعتونو کې ختمه کړي. په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازی واسیلي نبنزیا د ټرمپ ددغې ادعا په اړه وايي چې هغه دا کار نه شي کولای.

ټرمپ څو ورځې مخکې له خپل انتخاباتي‌ سیال او اوسني ولسمشر جوبایډن سره د سي ان ان په انتخاباتي مناظرې کې په وار وار دا خبره وکړه که ولسمشر شو، له پوتین او زیلینسکي سره له ملاقات وروسته به دا جګړه په«۲۴ ساعتونو کې ختمه» کړي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي واسیلي‌ نبنزیا د دوشنبې په ورځ جولاۍ لومړۍ (چنګاښ۱۱) خبریالانو ته په دې اړه وویل: «د اوکراین کړیکچ په یوه ورځ کې نه شي ختمېدای.»

ټرمپ همدغه راز ویلي:‌ «که موږ رښتینی ولسمشر درلودای، داسې ولسمشر چې پوهېدای- پوتین ته د درناوي‌ وړ وای..هغه به هېڅکله په اوکراین یرغل نه وای کړی.»

ولسمشر بایډن، چې د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې کاندید هم دی، په دغې مناظرې کې وویل چې هغه تل پوتین ته دا خبره کړې چې «هر څه غواړي، ودې یې کړي» او په خبره یې پوتین «یو جنګي جنایتکار دی چې زرګونه کسان یې وژلي» دي.

جوبایډن وویل چې پوتین د شوروي امپراتوري غواړي او یوازې د اوکراین ځينې برخې نه، بلکې غواړي دا ټول هېواد لاندې کړي.

د روسیې استازي‌ واسیلي‌ نبنزیا ادعا وکړه چې دا جګړه د ۲۰۲۲ کال د اپریل په میاشت کې ختمېدله،‌ وايي هغه وخت په استانبول کې روسیه او اوکراین یو تړون ته نژدې شوي وو.

مسکو د ۲۰۲۲ د فبرورۍ په میاشت کې په کیف باندې یرغل پيل کړ. د روسیې استازي د اوکراین لویدیځ ملاتړي تورنوي چې د ۲۰۲۲ د اپریل د سولې د تړون مخه یې ونیوله او کیف ته یې وویل چې د روسیې په ضد جګړه روانه وساتي.

تېره میاشت په سویزرلنډ کې د ۸۰ هېوادونو استازو په یوې غونډې کې وویل چې د اوکراین «ځمکنۍ بشپړتیا» باید د سولې د هر پلان اساس وي.

روسیې په ۲۰۲۴ کال کې د اوکراین د کریمیه ټاپو له خپلې خاورې سره یو ځای کړه او ادعا یې کړې ده چې د اوکراین څلور نورې سیمې دونیتسک، لوهانسک، ژاپوریژیا او خرسون یې هم د روسیې له خاورې سره یو ځای کړی دی.

د روسیې استازی وایي چې پوتین د جون په ۱۴ نېټه وویل که کیف له دغو څلورو سیمو څخه خپل ځواکونه وباسي او په ناټو کې د غړیتوب ترلاسه کولو پلان ودروي، هغه به سمدستي د اوربند اعلان وکړي.

خو د اوکراین ولسمشر وايي چې د پوتین دا غوښتنې د نورو سیمو د تسلیمولو په مانا ده او وايي هېڅ ځمکه نه ورپرېږدي.

اسوشیتډپرس وايي چې په دې اړه یې د ډونالډ ټرمپ د کمپاین له دفتر سره په تماس کې شو چې نظر یې واخلي، خو د دغه راپور تر لیکلو پورې یې لا ځواب ورکړی نه دی.

ملګرو ملتونو، ناټو او متحدو ایالتونو په اوکراین باندې د روسیې یرغل غندلی دی. امریکا او ایتلافیان یې له اوکراین سره پوځي او بشري مرستې کوي چې د روسیې په خلاف جګړې کې بریالی شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG