د لاس رسي وړ اتصالات

د تورخم دروازه لا هم تړلې؛ ناروغان او موټر چلوونکي له ستونزو شکایت کوي


تورخم کې د بند پاتې بار وړونکو موټرو چلوونکي وايي، ستونزې یې ورځ تر بلې زیاتېږي،‌ خو ږغ یې هیڅوک هم نه اوري.
تورخم کې د بند پاتې بار وړونکو موټرو چلوونکي وايي، ستونزې یې ورځ تر بلې زیاتېږي،‌ خو ږغ یې هیڅوک هم نه اوري.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه د تورخم دروازه د سه شنبې په ورځ سپتمبر ۱۲ (وږي ۲۱) د اوومې ورځې دپاره هم تړلې ده او د کرښې دواړو غاړو ته بند پاتې خلک د ستونزو څخه شکایت کوي.

یو شمېر افغانان چې وايي د درملنې دپاره پاکستان ته تللي وو، د دروازې تر تړل کېدو وروسته اوس تورخم ته څېرمه د لنډي کوتل په یوه جومات کې منتظر پاتې دي.

د ننګرهار اوسېدونکی ګلاب د مشکلاتو خبره کوي. هغه امریکا غږ ته وویل: "ټول مشکل مشکل دی. پردي ځای کې پراته یوو. ها پلو مو بچي دي، هغه مو یادېږي، موږ دلته ناست یوو،‌ زړه مو هاغاړه دی، چې دا څنګه چل دی.‌ ټیلي فون تماس راسره نشته، نه پوهېږو، چې څنګه چل به وي څنګه به نه وي."

پر سوداګرۍ باندې د تورخم پولې د تړل کېدو اغیزې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:48 0:00

د تورخم سره بند پاتې بار وړونکو موټرو چلوونکي وايي، ستونزې یې ورځ تر بلې زیاتېږي،‌ خو غږ یې هیڅوک هم نه اوري.

موټر چلوونکي خیرالله وویل: "زموږ نن اوومه ورځ ده، چې دلته ولاړ یوو. هیچا هم زموږ پوښتنه ونه کړه. د ورځې ګرمي وي او د شپې مو بیا مار لړم وېروي، په دې سړکونو پراته یوو.‌ لارۍ مو ډکي دي، ټرانزیټ مو را اچولی دی. موږ ته هیڅ پته نشته، چې موږ کومه ګناه کړې ده، چې نه مو داسي پرېږدي، نه هاغسي."

بلې خواته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه بیان کې ادعا کړې‌ ده چې طالب چارواکو د دوی په خاوره کې پوسته جوړوله او په همدې د دواړو ځواکونو ترمنځ نښته وشوه، چې د تورخم دروازه وتړل شوه.

تردې وړاندې طالب چارواکو ویلي وو، امنیتي پوسته دوی په خپله خوا کې جوړوله چې پاکستاني ځواکونو ورباندې لومړی برید وکړ.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG