د لاس رسي وړ اتصالات

تورخم سرحدي لار د تیرې ورځې د جګړې وروسته نن هم تړلې ده


د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم په سرحد کې د چهارشنبې د ورځې د جګړې وروسته د طالبانو او پاکستاني سرحدي ساتوونکو ترمنځ د خبرو سره سره لا هم دا سرحد د پنجشنبې په ورځ سپټمبر اووم (وږي ۱۶) بیرته نه دی پرانیستل شوی.

د تورخم په سرحدي سیمه کې ځینو سرچینو امریکا غږ ته وویل، چې د سرحد په دواړو خواو کې د طالبانو او پاکستان امنیتي ځواکونه د تیارسئ په حال کې په مرچلو کې ځای په ځای شوي دي.

دغو سرچینو وویل، چې د لارې د بندیدو له امله د سرحد دواړو خواو ته د سلګونو مسافرو سربیره په سبو او ترکارۍ او تازه میوو بار لارۍ بندې پاتې او د لارې د پرانیستلو انتظار وباسي.

یوې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل، چې تیره ورځ د طالبانو امنیتي ساتوونکو د تورخم سرحد سره نږدې د قاچاقي مالونو د لیږد د یوې لارې په سر کې چې د قچرو په لار یې شهرت موندلی دی د یوې امنیتي پوستې د جوړولو هڅه کوله، چې د پاکستان د سرحدي ځواکونو له خوا یې مخالفت وشو او په دغه سیمه کې د دواړو خواو ترمنځ د جګړې سبب شو.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي چې نښته د پاکستاني پوځیانو له خوا د طالبانو په سرحدي ځواکونو د لومړيو ډزو په پايله کې رامنځته شوې، چې د طالبانو ځواکونو د پاکستان بريد ته ځوابي غبرګون ښودلی او د نښتې سبب شوی دی.

ښاغلي قانع لیکلي: "د دواړو لوريو مسولین له دې نښتې خبر دي او هڅه کيږي چې ددې نښتې عوامل او په راتلونکي کې د داسې پيښو د تکرار مخنيوی وکړي".

د رویټرز خبري اژانس د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنعت د ګډې خونې د رئیس ضیاالحق سرحدي له قوله ویلي، چې په سبزیو او تازه میوو او نورو سوداګریزو توکو بار په سلګونو لارۍ د لارې د بندیدو له امله د سرحد دواړو خواو ته ولاړې دي.

هغه ویلي، چې د سرحد د بندیدو له امله سوداګرو ته زښت زیات زیان رسیدلی او د تورخم څخه نیولې د کراچۍ د جنوبي برخو پورې سوداګري یې زیانمنه کړې ده.

تراوسه نه پاکستان او نه هم د طالبانو حکومت په دغو نښتو کې د سر د پیښ شوي زیان په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

خو په سیمه کې سرچینو امریکا غږ ته ویلي، چې د چهارشنبې د ورځې په نښتو کې دواړو خواو ته تلفات رسیدلي دي.

دغو سرچینو وویل،چې په دغو نښتو کې دوه طالب ساتوونکي وژل شوي او تر ۱۲ پورې ملکي کسان ټپیان شوي دي.

خو د طالبانو سرحدي چارواکو په دغه نښته کې د افغانستان په اړخ کې پیښ شوي تلفات نه دي تائید کړي. د پاکستان سرحدي ځواکونو هم په دې جګړه کې د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

د ننګرهار ولایت د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست یو چارواکي قریشي بدلون د چهارشنبې په ورځ ناوخته رسنیو ته په استولې اعلامیه کې د جګړې د پیښیدو علت په اړه ویلي و، چې د طالبانو سرحدي ساتوونکو سرحد سره نږدې یوه امنیتي پوسته جوړوله، چې د پاکستاني سرحدي ساتوونکو له خوا پرې ډزې شوي او مخه یې نیول شوې ده.

خو ښاغلي بدلون په دې نښته کې د سر د زیان په اړه څه نه دي ویلي. پاکستاني سرحدي ځواکونو هم تراوسه ددغې نښتې په اړه څه نه دي ویلي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG