د لاس رسي وړ اتصالات

چترال کې نښته؛ څلور پاکستاني عسکر او ۱۲ بریدګر وژل شوي


پاکستاني چارواکي وايي چې د خیبرپښتونخوا د چترال په سیمه کې د اورپکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې چې څلور عسکر او ۱۲ اورپکي وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ ویلي دي چې اورپکي په مجهزو وسلو سمبال وو او له افغانستان سره سرحد ته نژدې یې د پاکستان د کیلاش په سیمه کې په دوو پوستو بریدونه کړي دي.

د پاکستان د پوځ په اعلامیې کې راغلي دي چې افغان طالبانو ته یې خبر ورکړی و چې د افغانستان د نورستان او کنړ په ولایتونو کې ترهګر فعال دي او یو ځل بیا یې له هغوی غوښتي وو چې اجازه ورنکړي د افغانستان له خاورې څخه په نورو باندې د بریدونو لپاره استفاده ونشي.

افغان طالبانو په وار وار دا خبره کړې ده چې هېچاته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان له خاورې څخه د نورو په ضد کار واخلي.

په همدې حال کې په یوې اعلامیې کې،‌ چې ویل کېږي پاکستاني طالبانو خپره کړې، هغوی د افغانستان له خاورې څخه استفاده کول رد کړي دي او ویلي دي چې په چترال کې د هغوی ډېر جنګیالي مېشت وو او دا بریدونه یې د خلکو په خوښه کړي دي. دا اعلامیه په خپلواک ډول تائید شوې نه ده.

د امریکا غږ د اردو څانګې د راپور په اساس، پاکستاني طالبانو ویلي دي چې د پاکستان د پوځ ځینې پوستې یې نیولې دي. دوی ادعا کړې ده چې پنځه پاکستاني سرتېري یې وژلي دي.

ویل کېږي چې د پاکستان پوځ سیمې ته نور ځواکونه استولي دي او په سیمه کې د څرخي الوتکو پروازونه هم لیدل شوي دي.

پاکستاني چارواکو ویلي دي چې سرحدي سیمې یې تړلې او سیلانیان یې خوندي سیمو ته انتقال کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG